هند د امریکا پر ۲۸ محصولاتو لوړه تعرفه وضعه کوي
د هند د حکومت له اعلان سره سم په دې ۲۸ امریکايي وارداتي محصولاتو کې بادام، مڼې او چارمغز شامل دي او له نن یکشنبې د جون له ۱۶مې یې تعرفه لوړېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سوداګرۍ په برخه کې سخت دریځ غوره کړی او خبرداری یې ورکړی چې د چین، مکسیکو، کاناډا او اروپايي اتحادیې په شمول د یو شمېر هېوادونو او کمپنیو خلاف به ګمرکي تعرفې لوړې کړي.
ځینې اقتصادپوهان او سوداګر اندېښنه لري چې ګڼې تجارتي ناندرۍ به د نړۍ اقتصادي وده ورو کړي.
د جون په ۵مه د امریکا ولسمشر د (GSP) په نوم د سوداګرۍ امتیاز پای ته ورساوه چې هند ورڅخه زیاته ګټه کوله او د دې سېستم پر اساس یې امریکا ته تر ۵ میلیارده او ۶ سوه ميلیونو ډالرو پورې بې تعرفې صادرات کولی شول.
