په هانګ کانګ کې زرګونه کسان لارو او کوڅو ته په مظاهرو راوتلي
دا په داسې حال کې ده چې د هانګ کانګ رهبرۍ چين ته د تورنو کسانو د ورسپارلو د قانون لانجمنه لايحه وځنډوله او پر وروستيو پېښو يې ژوره خواشيني څرګنده کړه.
فعالان وايي، د مجرمانو د استرداد د لايحې د ځنډولو لپاره د کاري لم پرونى اعلان کافي نه دى.
دوى وايي، هانګ کانګ رهبره کاري لم بايد ژر تر ژره د قانون دغه لايحه فسخه، استعفا دې وکړي او د اعتراضونو پر مهال پر مظاهره چيانو د پوليسو د ځواک کارونې له کبله دې بښنه وغواړي.
د بشري او مدني حقونو د جبهې رهبرې بوني ليونګ وويل: د هانګ هانګ خلکو ته زيات وخت درواغ ويل شوي دي.
په هانګ کانګ کې وروسته له هغې مظاهرې پيل شوې چې د چين طرفدار حکومت په هغه قانون کې تعديلات پېشنهاد کړل چې پر اساس يې په پام کې وه چې ځيني تورن کسان د محاکمې لپاره چين ته وسپارل شي.
