امریکا د ایران پر ۱۸ نورو بانکونو بندیزونه ولګول
د امریکا متحده ایالاتو پرون (پنجشنبه) د ایران ۱۸ نور بانکونه د بندیزونو په لېست کې شامل کړل. د امریکا د خزانې (مالیې) وزارت د وېبپاڼې پر اساس، ۱۸ ایراني بانکونه چې تر اوسه د امریکا له ځینو محدودیتونو معاف ول، په تور لېست کې شامل شول. د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچېن وویل، ننني بندیزونه د امریکا ډالرو ته د ایران د غیر قانوني لاسرسي د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو ژمنه ښيي. ده زیاته کړه، تر څو چې ایران د ترورېستي فعالیتونو له ملاتړه لاس نهوي اخیستی او اټمي پروګرامیې درولی نهوي، د ایران پر ضد د بندیزونو لړۍ به دوام لري. Читать дальше...