د پاکستان حکومت د مې مياشتې لپاره د تېلو نرخونه ټیټ کړل
د پاکستان حکومت د مې مياشتې لپاره په ملک کې د تيلو په نرخونو کې تر ۳۰ روپیو کمی کړی دی او نوي نرخونه د مې له لومړۍ نېټې عملي شوي دي.
د پاکستان حکومت د مې مياشتې لپاره په ملک کې د تيلو په نرخونو کې تر ۳۰ روپیو کمی کړی دی او نوي نرخونه د مې له لومړۍ نېټې عملي شوي دي.
د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره (سېف د چلډرن) وايي، چې کرونا ویروس له امله د ښارونو تړل کېدو، د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله په افغانستان کې ۷میلیونو ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
د افغانستان په پکتیا کې د افغان ځواکونو چارواکي وایي، تېره شپه ناوخته د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپي شوي دي.
په نړۍ کې په میلیونونه کسان هر کال د مې په لومړۍ نېټه لاریونونه کوي او د کارګرانو نړیواله ورځ لمانځي، خو سږ کال د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي بندیزونو دا هڅې اغېزمنې کړې دي. په نړۍ کې اکثریت خلک له لویو غونډو منع شوي دي. په اروپا کې د کارګرانو لاریونونه لغوه شوي دي، په روسیه کې هم چې د کارګرو په نړیواله ورځ کې به نور کلونه ډېرو خلکو برخه اخیسته سږ کال د کرونا ویروس له امله لاریونونه لغوه شوي دي. د دې ورځې د لمانځلو لپاره د کارګرانو اتحادیو خپل ملاتړي په نړۍ کې هڅولي دي چې په خپلو کورونو کې... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وايي، داسې کره شواهد یې ترلاسه کړې دي چې پر دې دلالت کوي چې کرونا ویروس د چین له یوه لابراتواره راوتلی دی. ډونالډ ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل چې د اوس لپاره نه شي کولی چې په دې اړه نورجزییات څرګند کړي، ځکه چې اجازه یې هم نه لري. هغه زیاته کړه: "موږ غواړو چې پوه شو چې دا ویروس له کوم ځایه راغلی دی، له چا راغلی دی، څه شوې دي، دا به په بیل ډول او علمي توګه ترلاسه کړو." داسې وړاندوینه کېږي چې د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې به د امریکا او چین ترمنځ د کرونا ویروس پر سر اختلافات ژور کړي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې پر اوربند ټینګار وکړ. انټونیو ګوټیرش پرون وویل چې ملګرو ملتونو ډيرې هڅې پيل کړې دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي. د ملګرو ملتو سرمنشي په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله مخکې د مارچ په درویشتمه ۲۳ نېټه هم په ټوله نړۍ کې د افغانستان په ګډون چې جګړې پکې روانې دي د ښکېلو ډلو ټپلو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې وه. ښاغلي ګوتیرش پرون وویل چې تر دې دمه په نړۍ کې ۱۶ وسله والو ډلو د ده غوښتنه منلې ده او اوربند ته یې غاړه ایښې ده. د افغانستان ولسمشر... Читать дальше...
نړیوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو د افغانستان په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.
د بدخشان ولایت چارواکي وايي، د پنجشنبې په ورځ د نُسي درواز ولسوالۍ کې په یوه نښته کې تر لسو زیات طالب وسله وال وژل شوي چې د دوی یو ځایي قومندان هم په وژل شویو کې شامل دی. د بدخشان د پولیسو ویاند ثنا الله روحاني پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، نښته وروسته له هغې پیل شوه چې وسلوالو طالبانو له څو لورو پر دې ولسوالۍ برید وکړ. نوموړې زیاته کړه: "په دې نښته کې د طالبانو د یو مهم سرګروپ مخدوم معراج په ګډون ۱۱وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور یې ټپیان شول، په ټپیان کې هم د طالبانو له خوا نومول... Читать дальше...
په دې ګڼه کې له فلم ستوري ایمان افغانستان او ډاکټر جاوید ساپي سره مفصلې مرکې لرو.
د سرپل والي عبدالقادر اشنا د دې ولایت د امنیې له قومندان او د ملي امنیت له رئیس سره یوځای له یو کمین روغ وتلی دی. ښاغلي اشنا ازادي راډیو ته وویل چې د پنجشنبې په ورځ مازیګر مهال له سوزمه کلا ولسوالۍ څخه د راستنېدو پر مهال له کمین سره مخ شول. هغه زیاته کړه: "د لارې په اوږدو کې کمین نیول شوی و او جګړه وشوه، هلته د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونه وو، ماته راپور راورسېد چې د امنیتي ځواکونو یو کس شهید شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوې دي." نوموړي وویل چې د نوې امنیې قومندان او د ملي امنیت د... Читать дальше...
په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وايي، د جلال اباد پولیسو د پنجشنبې په ورځ یو تن له ۸۰ کیلو ګرامو څخه د زیاتو چرسو سره نیولی دی. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند فرید خان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په نهمه حوزه کې عملیات ترسره کړي، په دې عملیاتو کې ۸۵ کیلو ګرامه خام چرس چې په ډیر مهارت په یو تونس موټر کې ځای پر ځای شوي وو نیول شوي او یو کس یې په تړاو نیول شوی دی." له بلې خوا د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې یو بل کس د خوږیاڼیو په ولسوالۍ کې د شپږ کیلو ګرامو چرسو سره نیول شوی دی. Читать дальше...
د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین وروسته له هغې چې د کرونا په ویروس اخته کېدل یې تایید شول، په قرنطین کې د پاتې کېدو خبر ورکړی دی. میشوستین د پنجنشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په ویډیو خبرو کې وویل: "زه خبر شوم چې زما د کرونا ویروس معاینات مثبت وو." هغه زیاته کړه چې دا به ځان په قرنطین کې وساتي څو نور همکاران یې خوندي اوسې. میشوستین وړاندیز وکړ چې د صدراعظم لومړی مرستیال اندري بیلووسوف به په موقته توګه د ده دندې پر مخ وړي، خو د روسیې صدراعظم ټینګار وکړ چې له ټولو مهمو مسالو سره به تماس کې پاتې شي. Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هغه ادعاوې رد کړي چې د روسیې یو ایجنټ پراګ ته استول شوی و څو د دې ښار ښاروال او څو نورو چارواکي په زهري موادو ووژني. لاوروف دا ”جوړې شوې“ ادعاوې بللي دي. دا موضوع چې د روسیې او چک اړیکې یې ترینګلې کړي، لومړی ځل دی چې روسیه یې په دومره لوړه کچه ردوي. د چک جمهوریت یوې څېړونکې اوونیزې ریسپیکټ د اپریل په ۲۶ مه یو راپور خپور کړی چې په کې دې بې نومه امنیتي سرچینو له خولې ویل شوي، د روسیې د استخباراتو یو مشکوک افسر چې په ډیپلوماټیک پاسپورټ سفر کوي په وروستیو... Читать дальше...
البانیا وايي، هغه تاجکستانی وګړی یې نیولی چې د اسلامي دولت د ترهګرې شبکې په یوه ډله کې د غړیتوب په شک یې جرمني په لټه کې و. د پنجشنبې په ورځ دا اعلان له هغې دوه اونۍ وروسته کېږي چې جرمني چارواکو وویل، دوی ۵ تاجکستانیان په دې شک نیولي چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې غړیتوب یې درلود او یوه وړه ډله یې یې جوړه کړې وه چې د جرمني په خاوره کې یې د بریدونو پلان درلود. ویل شوي چې په دې ډله کې دوو کسانو البانیا ته سفر کړی و. د البانیا پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دې هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې د انټرپول... Читать дальше...
د امریکا له متحدو ایالتونو او اروپا خپرېدونکي معلومات ښيي چې دغلته د بې کارۍ کچه په لوړېدو او په اقتصادي عوایدو کې ژور کموالی راغلی دی.
د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، عبدالله عبدالله به ډېر ژر د مصالحې د عالي شورا مشرتابه پر غاړه واخلي او په افغانستان کې اوسنۍ سیاسي ترینګلیتا به پای ته ورسېږي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.