افغانستان کرونا ویروس خلک له رواني ستونزو سره مخ کړي
د کابل ښار اوسېدونکی لیکوال او ژورنالېست ارشاد رغاند د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۷» وایي چې د حکومت له لوري د کرونا ویروس پر ضد تبلیغاتو کې د خلکو روان ته پام نهدی شوی.
د کابل ښار اوسېدونکی لیکوال او ژورنالېست ارشاد رغاند د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۷» وایي چې د حکومت له لوري د کرونا ویروس پر ضد تبلیغاتو کې د خلکو روان ته پام نهدی شوی.
د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې په کمېدو دي او ډېرو هېوادونو په بندیزونو کې نرموالی راوستی دی، خو لاتینې امریکا ته دې ویروس مخه کړې ده. د دې لویې وچې تر ټولو ګڼ نفوس هېواد برازیل سخت ځپل شوی دی. په امریکا کې ټولو ایالتونو بندیزونه نرم کړي او په همدې حال کې وروسته له هغه چې په اروپا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوې اروپايي هېوادونه د خپلو پولو په پرانیستلو غور کوي. خو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که محدودیت په چټکۍ سره لیرې شي، د کرونا ویروس د دوهمې څپې خطر شته. په... Читать дальше...
روغتيا نړيوال سازمان پر خلکو بيا بيا غږ کوي چې له کورونا وایرسه د ځان ژغورنې ښه لار احتیاط کول دي. له مشال راډيو سره په خبرو کې ځینې کسان شکايت کوي چې د احتیاط پرمخ یې لوی خنډ ټولنيز فشار دی. عبدالحي کاکړ په دې رپورټ کې ورته کتنه کړې ده.
سپېس اېکس لومړنۍ خصوصي کمپنۍ ده چې نن د مې ۲۷مه له انسانانو سره خپله سفینه نړیوال فضایي سټېشن ته استوي. که دا کار بریالی شي دا به فضایي اکتشافاتو ته د خصوصي کمپنیو د لاسرسي یوه مهمه لاسته راوړنه وي. له اوو لسیزو راهیسې دې کار ته یوازې ځواکمن هېوادونه لاسرسی لري. د کرو ډراګن (Crew Dragon) په نوم د سپېس اېکس دا فضایي بېړۍ نن د پراګ په وخت ۰۴:۳۳ دقیقې له فلوریدا څخه فضا ته توغول کېږي. په دې سفینه کې به د ناسا دوه ستور مزلي سپاره وي. تمه ده دا سفینه د مې پر ۲۸مه نړیوال فضایي سټېشن ته ورسېږي او هلته به تر اګسټ میاشتې پورې پاتې شي. Читать дальше...
د افغانستان امنیتي او دفاعي چارواکو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کرونا ویروس د خورېدو راپور رد کړ. د دغو ځواکونو په یوې ګډه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه خپره شوې راغلي چې د امنیتي او دفاعي سکټور مشرانو هغه راپورونه ارزولي چې وایي د دغو ځواکونو شاوخوا ۵۰ سلنه په کرونا ویروس اخته شوي دي. اعلامیه زیاتوي ارزونې یې ښیي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کرونا د خورېدو خبرې ناسمې دي او زیاتوي چې په ټولو قرارګاه او عملیاتي جزوتامونو کې جدي او وقایوي تدابیر نیول شوي دي او دوام لري.
د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف وایي هېواد یې غواړي په تورغنډۍ او اندخوی بندرونو کې د کرونا ویروس د چټکې ازموینې دوه مرکزونه جوړ شي. دا خبره ښاغلي محمدوف له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال کړې ده. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د دغو دوو مرکزونو په جوړېدو سره به ټولې هغه لارۍ او نورې محمولې چې له تورغنډۍ او اندخوی بندرونو تېرېږي، ضد عفوني شي. د ارګ اعلامیې د ولسمشر غني له قوله لیکلي چې د ترکمنستان د ولسمشر د دې طرحې ستاینهیې کړې او سپارښتنهیې... Читать дальше...
افغان حکومت د سولې په هيله، د طالب بنديانو ازادولو ته دوام ورکړی دی. دوی د مې تر ۲۷مې پورې ۲۰۰۰ طالب بنديان خوشي کړي دي. د دې په ځواب کې طالبانو هم ۲۴۵ نیولي کسان خوشې کړي دي. افغان چارواکي د بنديانو له تبادلې هيله لري چې تشدد کم او نېغ په نېغه مذاکرات شروع شي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر تر پرونیو څرګندونو وروسته په یوه تازه ټویټ کې یو ځل بیا ویلي چې ځواکونهیې له افغانستان څخه باسي، خو نوموړی زیاتوي وضعیت به له نږدې څاري او که اړتیا پېښه شوه د تندر په څېر به برید وکړي چې ساری یې نهدی لیدل شوی. ډونالد ټرمپ په تازه ټویټ کې بیا هم اشاره کړې چې په ا فغانستان کې امریکایي سرتېري د پولیسۍ رول پر مخ وړي. دی وایي تر ۱۹ کلونو وروسته اوسیې وخت دی چې افغانان په خلپه د خپل هېواد د پولیسو دنده پر مخ یوسي. د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ هم په سپینې ماڼۍ... Читать дальше...
له چین او امریکا څخه نوي روغتیايي شواهد ښيي چې په کرونا ویروس اخته داسې کسان هم شته چې د تنفسي ناروغۍ نښې نهلري.
د بلوچستان په کوټه ښار کې د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته د حکومت لخوا ټولبند ولګول شو او سلګونه رېستورانونه بند کړل شول چې لا هم د بيا پرانيستو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د طالبانو یو لوړ پوړي غړي ویلي چې ژر د افغان حکومت نور بندیان خوشې کوي.
د ټولنیزو رابطو شبکې ټویټر په لومړي ځل د مې پر ۲۶مه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوه ټویټر پیغامونه بې بسنټه بللي او ویلي یې دي چې نوموړی درواغې دعوی خپروي.
دا هغه پوښتنه ده چې د دغه راپور تر خپرېدو پورې حکومت او طالبانو نهده ځواب کړې، خو د کومې امنیتي پېښې راپور هم نهدی ورکړل شوی.
د پښتو ډرامو هنرمند او د صوبې د هنرمندانو د یو سازمان د هنر وارثان مشرارشد حسېن مشال راډیو ته وویل ګڼو هنرمندانو سره د روژې او اختر لپاره پېسې نه وې، او له حکومته یې د دوی سره د مرستو غوښتنه کړې وه خو ونه منل شوه
د هغه نوي قانون په متن کې چې د تصویب په حال کې دی، ویل شوي چې په هانګ کانګ کې ښوونځي باید د چین ملي سرود زدهکوونکو ته ورزده کړي، ټول وګړي او سازمانونه باید په مناسبو ځایونو کې د چین ملي سرود وغږوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن چهارشنبه ازادي رادیو ته په یوه پیغام کې ویلي، ایراني پلاوی د سرحدي کمیسارانو د ۱۳۳۵ لمریز کال د هوکړې د ګټو په پام کې نیولو سره، له افغان پلاوي سره په ناسته کې ګډون وکړ.
په پاکستان کې د مې تر ۲۲مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۵۹،۱۵۱ ته رسېدلی دی.
افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل او د سولې په اړه یوې پایلې ته د رسېدو لپاره له خپلو زندانونو ۲ زره طالب بندیان ازاد کړي دي.
د اروپايي اتحاديې زياتره هېوادونه د کورونا وبا تر کمېدو وروسته د پولو خلاصولو پر اقداماتو غور کوي، دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوالې دارې خبرداری ورکړی چې په تادۍ کې د بندیزونو لېرې کولو پس په سمدستي توګه د کورونا ناروغۍ د دویمې څپې راپورته کېدو خطر دی.
ټرمپ د سپينې ماڼۍ خبري غونډې ته په وينا کې وويل،"موږ هلته په افغانستان کې له ۱۹ کالو راهيسې يو، زما په فکر دا کافي ده، موږ که هر وخت وغواړو نو بیا ورتلای شو."
د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونو ویلي چې دوه روسي 'سو-۳۵' جنګي جټ الوتکو په مدیترانه سمندرګي کې د امریکا د بحري ګزمې د یوې الوتکې په وړاندې خنډ جوړاوه. د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چې پرونۍ پېښې ۶۵ دقیقې دوام درلود چې پر مهالیې دوو روسي پیلوټانو د امریکا 'پې–۸ اې' دواړو وزرو ته نږدې پرواز کاوه او د دې الوتکې د مانور وړتیا یې کمه کړې وه. د دې ځواکونو یوې برخې چې په ایټالیا کې مېشته ده ویلي دا ډول کړنې به بالقوه هوايي شخړې زیاتې کړي. دا درېیم وار دی چې د روسيې پیلوټان د امریکا د سمندري ځواکونو کشفي الوتکې تعقیب او جنجال ورته جوړوي.
د ایران درېیمه تېل وړونکې کښتۍ ونزوئلا ته ورسېده. د کښتۍ تعقیب کوونکي معلومات د ریفینیتو اکان شرکت ټول کړي او ښيي چې د ایران په بیرغ سمباله درېیمه کښتۍ سې شنبه په ځايي وخت د ونزوئلا د ځانګړي اقتصادي زون او ځمکنیو اوبو ته ننوتله. د روېټرز په وینا د پیټونیا تېل وړونکې کښتۍ د سې شنبې په سهار وختي د کیریبین بحیرې ته ننوتله او د نورو تېل وړونکو ټانکرونو فارچون او فوریسټ ورته لار یې تعقیب کړه. د فارچون تېل وړونکې کښتۍ د دوشنبې په ورځ د ۴۳ میلیون بنزین بوشکو سره د ایل پالیتو بندر ته ورسېده او د ونزوئلا د تېلو د وزیر لهخوا یې تود هرکلی وشو. Читать дальше...
داسې ګمان کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو موضوع تر نومبر میاشتې ولسمشرۍ ټاکنو مخکې په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې ډېره منعکسه کړي.
د ورځپاڼې په لیکنه، طالبان ګوري چې تر ټولو لویه هیلهیې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي، د پوره کېدو په حال کې ده او هغوی خپل پخواني افراطي نظریات هم چندان نهدي بدل کړي.
ورځپاڼه لیکي، د وسلهوالو طالبانو له لوري اوربند بېاعتمادي راکمه کړه، خو په باور یې حکومت او طالبان باید داسې کار ونهکړي چې رامنځته شوی اعتماد مات کړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.