په پکتیا کې موټر بم چاودنې۴ تنه وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د پکتیا سیمهییز چارواکي وایي، دا حمله نن سهار ۰۸:۲۰ دقیقې د دې ولایت د مرکز ګردېز ښار د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې وشوه.
احسان ارین نور جزئیات وړاندې کوي.
د پاکستان په پښتني سيمو کې یو شمېر سیاسي څهرې د کویډ ۱۹ وایرس ښکار شو دي خو پوښتنه دا ده چې سياسي مشران او ګوندونه د کورونا وبا د مخنيوي لپاره څه کوي؟ احمد شاه اعظمي يې په اړه راپور لري.
دغو چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دې هیواد لسبوس ټاپو ته د پناه غوښتونکي د نوې رسېدلې ډلې په منځ کې دوه تنهیې په کرونا ویروس اخته ول.
شفق چهارشنبه ناوخته د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې په ژوندۍ بڼه په یوه وېډیويي پيغام کې ویلي له چا سرهیې جوړجاړی (مېچ فېکسنګ) یا د پیسو اخیستلو هڅه نهده کړې او کرکټ بورډ له ده په زور اعتراف اخیستی دی.
د ملګرو ملتونو د روغتیا برخې متخصصانو نن د همدې وبا په اړه د یوې لنډې غونډې پر مهال خپله تګلاره بیان کړه او ویېویل، په داسې حال کې چې د 'کووېډ-۱۹' اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ په لومړیو میاشتو کې جسمي روغتیا ته لومړیتوب ورکول شوی دی، خو له رواني پلوه سلامتیا ورته ډېره مهمه ده.
ملګرو ملتونو پر حکومتونو غږ کړی چې په زندانونو کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي لپاره دې سمدستي ګامونه واخلي. .
په لویو ښارونو کې له څه باندې دوه میاشتو نسبي ارامۍ وروسته نن سهار ګردېز ښار کې زورور موټر بم برید وشو چې پوځیانو او ملکیانو تهیې مرګژوبله واړوله.
طالبانو په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړل. واشنګټن د یادو بریدونو په غبرګون کې د افغانستان له حکومت او طالبانو وغوښتل چې په ګډه د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه وکړي او د سولې یوه توافق ته ورسېږي.
د افغانستان د وسلهوال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ سرمفتش حمید طهماسي چې د ولسمشر غني لهخوا د دې پېښې د حقیقت موندونکي پلاوي مشر ټاکل شوی وویل چې لومړني مذاکرات پیل شوي تر څو دغه مسئله په ګډه وڅېړي او دوی په لاس کې شته اسناد به ایراني ټیم ته وسپاري.
د پاکستان پخواني وزیراعظم او د اپوزیشن مسلم لیګ (ن) مخکښ مشر شاهد خاقان عباسي د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره پر حکومتي تګلاره انتقاد کړی دی.
یاسمین چې درې کاله وړاندې یې خاوند په غزني ولایت کې د بم چاودنې له امله وژل شوی وايي چې په دې نړۍ هېڅوک نهلري او د ناروغۍ په بستر د مرګ په انتظار ورځې شپې سبا کوي.
د ازدۍ راډیو خبریال فرید الله سعادتیې لیدلو ته ورغلی وو.
د پېښور لاسي جوړې څپلۍ چې بېلا بېل ډولونه لري او په هېواد دننه او بهر یې ډېر مینوال دي خو اوس د کورونا وبا له کبله د موڅیانو کاروبارونه اغیزمن شوي دي. په دې اړه د عظمټ علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
د دې وزارت مرستیال وحیدالله مجروح وايي، له تېرو دوه میاشتو راهیسې د خلکو د نهپاملرنې له امله دا لومړی ځل دی چې په دې اندازه زیاتې پېښې ثبتېږي.
ډونالد ټرمپ وايي، دوی په افغانستان کې د پولیسو په توګه کلونه تېر کړل، خو تر دې وروسته نهغواړي چې دا ډول دنده مخته یوسي او د افغانستان دولت اړ دی چې د خپلو خلکو او خپل هېواد لپاره کار وکړي.
د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی دی چې ښايي نوی کورونا وایرس هېڅکله ورک نشي او د اېډز ناروغۍ وایرس اېچ ای وي په څېر پراخ موجودیت ولري.
د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس ښايي هېڅکله لهمنځه ولاړ نهشي او ښايي د 'اچایاېف' ویروس په څېر چې د اېډس مرض پیدا کوي، په نړۍ کې پاتې شي.
دا خبره د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو حالاتو د برخې مشر، مایکل ریان پرون د مې په ۱۴مه په یوه انلاین کنفرانس کې کړې ده.
هغه ویلي: "دا مهمه ده چې دا امکان هم پر مېز کېږدو چې دا ویروس به اندیمیک حالت کې لکه نور ویروسونه زموږ په ټولنو کې پاتې شي او ښايي هېڅکله له ټولنې پاک نهشي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د کرونا وبا له کبله په ټوله نړۍ کې خلکو ته د رواني ناروغیو د پيدا کېدو خطر زیات دی ځکه د خلکو سترې ټولنې د روانې ناروغیو، فقر، تجرید، مرګ او مرض تر فشار لاندې ژوند کوي.
د وبا د خپرېدو په لومړیو میاشتو کې ډېر تمرکز د انسانانو د فزیکي صحت پر څرنګوالي و، خو د دې سازمان روغتیايي څارونکو پرون د مې په ۱۳مه، دا خلاصه خپره کړې چې رواني صحت به له دې وبا د وتلو یوه اساسي برخه وي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترش پرون د روغتیا څارونکو د بیان تر خپرېدو وروسته وویل چې... Читать дальше...
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر له ۵۰۰۰ اوښتی دی.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار نن د مې په ۱۴مه، په کابل کې خبریالانوته وویل چې ۱۰۰۸ معاینې شوي او ۴۱۳ نوې پېښې ثبت شوې دي.
مایار وویل چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۴ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مکرراً خبرداری ورکړی چې که خلک احتیاط ونهکړي، د کرونا وبا به ۸۰ فیصده خلک ونیسي.
د خوست په تولو ولسوالیو کې د کچالو او پیازو د ۲۲۰ سړو خونو د جوړولو چارې تېره ورځ پیل شوې.
د خوست والي محمد حلیم فدايي وايي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامې په چوکاټ کې د زراعتي محصولاتو د تولید، د نرخونو د کنټرول او همدارنګه بازار ته د زراعتي محصولاتو د وړاندې کولو په موخه ۲۲۰ د پیازو او کچالو سړو خونو او همدا شان ۳۰ د مېوهجاتو د وچولو بستې د توزېع پروژه ده.
هغه زیاته کړه: "په دې پروژه کې به په مستقیم ډول ۲۲۰۰ کسان کار وکړي او ۲۴۵۰ ټنه پیاز او کچالو... Читать дальше...
ټاکل شوې چې له یو څه ځنډ وروسته یو وار بیا نړۍ ته د هوايي دهلېزونو له لارې افغان صادرات پیل شي.
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې نن به هندوستان ته د هوا له لارې ۴۸ ټنه اینجه صادره شي.
د دې وزارت ویاند سمیر رسا ازادي راډيو ته وویل، حکومت هڅه کوي د کرونا ویروس د خپرېدو د خطر مخنیوي ټکو ته په پام سره صادرات یو ځل بیا پيل کړي.
هغه زیاته کړه: "نن ورځ ۴۸ ټنه اینجه (هنګ) هند ته انتقالېږي او د شنبې په ورځ به هم ډهلي ته ۴۸ ټنه دې اینجې ( هنګ) انتقالات ولرو."
د ښاغلي رسا په وینا تېره ورځ افغانستان چین ته ۱۰۰ ټنه جلغوزي صادر کړل. Читать дальше...
د افغانستان د پکتیا ولایت چارواکي وايي نن [د مې پر ۱۴مه] سهار ۸ او ۲۰ دقیقې د ګردیز ښار د لومړی امنیتي حوزې اړوند د ملي اردو د نظامي محکمې او مستوفیت ته څېرمه د موټر بم چاودنې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې.
ډیجیټال ژورنال لیکي، طالبانو چې د سې شنبې د ورځې د بریدونو مسؤلیت نهدی منلی، خبرداری ورکړی چې دوی د افغان ځواکونو هر راز حملې ته بشپړ چمتوالی لري.
امریکایي چارواکي وایي، له چین سره د تړلو هغو هکرانو په اړه څېړنه کوي چې د امریکا د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څېړنیز مرکزونهیې په نښه کړي و.
د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (اېفبيای) او د سایبري امنیت او د تأسیساتو د خوندیتوب ادارې (سيایاساې) پرون وویل چې د هغو سایبري فعالانو او نورو غیر دودیزو راټولوونکو په اړه څېړنه کوي چې په متحده ایالاتو کې یې د کرونا د نوي ویروس په اړه څېړنیز مرکزونه په نښه کړي او له خطر سره مخامخ کړي دي.
دغو ادارو په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، لیدل شوي چې دغو فعالانو هڅه... Читать дальше...
په خوست او پکتیکا کې چارواکي په دوو جلا بریدونو کې د درې تنو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
په خوست کې برید تېر ماخوستن د دې ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د تورو ډنډو سیمه کې په جومات کې د تراوېحو پر لمونځ کوونکو شوی چې د خوست د امنیه قوماندانۍ د ویاند عادل حیدر په وینا یو لمونځ کوونکی پهکې وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.
په پکتیکا کې د تېرې ورځې برید په ښرنه کې شوی چې د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارینیې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تېر مازدیګر د مرکز ښرنې... Читать дальше...
اروپایې ټولنې د چهارشنبه په ورځ د بلاک د غړو هېوادونو ترمنځ پولو په تدریجي ډول پرانیستلو فشار راوړی دی او وایي چې لا هم ناوخته نهدی چې د سیلانیانو لپاره د اوړي موسم یوه برخه خوندي شي او هم خلک په امان کې پاتې شي.
دغه پولې د کرونا وبا د خورېدو له کبله تړلې وې.
خو داسې علایم شته چې ښیي دغه وبا د نړۍ په نورو برخو کې په چټکۍ په خورېدو ده.
اروپایي ټولنه چې په ګرځندوی سکټور کې میلیونونه کاري فرصتونه باید وژغوري، پرون د اوړي سفرونو د بیا پیلېدو لپاره مرحلهیي پلانونه اعلان کړل.
د اروپایي کمېسیون... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Вероника Кудерметова завершила выступление на турнире WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черного моря до 16 часов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Виктор Цой
У могил Горшка и Виктора Цоя на Богословском кладбище появилась защита от вандалов
Москва
Максимум профессионализма — минимум заражений
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net