د ښځو شاعرانو سره پر اختر خبرې
په دې پروګرام کې کلثوم زېب، روشن کلیم سرهندۍ او د آرزو زیارتوال خبرې او د دوی شعرونه اورېدای شئ.
په دې پروګرام کې کلثوم زېب، روشن کلیم سرهندۍ او د آرزو زیارتوال خبرې او د دوی شعرونه اورېدای شئ.
نن په افغانستان کې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو د اوربند درېیمه او وروستۍ ورځ وه. افغان حکومت او عام خلک که څه هم د اوربند د غځېدو غوښتنه کوي، خو وسلهوال طالبان وایي چې تر اوسهیې په دې اړه تصمیم نهدی نیولی. د ازادي راډیو خبریالې هیلۍ اسد په همدې اړه وېډیو راپور جوړ کړی.
د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د ۱۵ وژل شوو ولسي وګړو د لومړي تلين د تورې ورځ په توګه د لمانځنې په وخت، پښتون ژغورنې غورځنګ ويلي چې دا پېښه به هېریدو ته نه پريږدي.
کورونا وايرس خپرېدو د مخنيوي په لړ کې د پاکستان حکومت او ولس غبرګون د اروپايي هېوادونو له حکومتي او ولسي غبرګون سره څومره او څنګه فرق لري؟ په اوونيز خپرونه د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر هم دې خبرې شوې دي. راځئ ورته غوږ شو.
ایران وایي، د ثور میاشتې د ۱۳مې نېټې د پېښې په اړهیې د افغانستان حکومت د اسنادو څېړنه کړې او نتیجه بهیې له افغان لوري سره شریکه کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال محسن بهاروند په مشرۍ ایراني پلاوي نن دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړه. د ثور په ۱۳مه تر ۵۰ ډېر افغانان چې په غیر قانوني ډول ایران ته اوښتل له ادعا سره سم د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري مجبوره شول چې هریرود سیند ته ځانونه واچوي. له دې کسانو محدود شمېر وژغورل شول او د یو شمېر کډوالو مړي تر اوسه نهدي ترلاسه شوي.
په اروپايي هېواد سپېن [هسپانيه] کې د امبولانس ډاکټران او نور روغتياپالان د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته هره ورځ يوشمېر ناروغان روغتونونو ته رسوي. د مې تر ۲۶مې هلته تر ۲۸۲۰۰۰ زيات کسان په دې وايرس اخته شوي او شاوخوا ۲۷۰۰۰ ورڅخه مړه شوي دي. دا چې په داسې وبايي حالت کې د امبولانس کارکوونکو ژوند څنګه دی؟ احمد شاه اعظمي يې په اړه ويډيويي راپور لري چې د رويټرز ويډيوګانو پر مټ جوړ شوی.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ١١،٨٣١ ته ورسېد.
د افغانستان ملي امنیت شورا وایي چې د اوربند تمدید کولای شي په چټکۍ سره د بینالافغاني خبرو د پیلېدو لامل شي.
۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، په فاریاب کې د ماین چاودنې د طالبانو د یوه قوماندان د کور پنځه غړي وژلي دي. د دې قول اردو په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلي چې دا پېښه تېره شپه د پشتونکوټ ولسوالۍ په تیلان کلي کې د قوماندان محمد ظاهر په کور کې ماین چاودلی چې د ده مېرمن، دوه زامن او دوه لوڼې یې وژلې دي. قوماندان محمد ظاهر له دې پېښې روغ پاتې شوی. طالبانو د دې چاودنې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
د جرمني حکومت له لوفت هانزا سره ۹،۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ترڅو دا هوایي چلند د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو سربېره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي. د جرمني اقتصاد وزارت او لوفت هانزا هوایي چلند پرون د دې مرستې خبر ورکړ. اروپایي ټولنه او سهم ورکوونکي هم باید د دې مرستې تأیید وکړي. د جرمني خزانې وزیر اولاف شولز ویلي دي چې پر لوفت هانزا شرکت پانګونه موقتي ده. د نړۍ د ډېرو هوایي شرکتونو په څېر لوفت هانزا هم اکثر مسافر وړونکې الوتنې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې ځنډولې دي.
د وزیراعظم ځانګړي سلاکار ویلي، که د کورونا وایرس مخنیوي لپاره پر حکومتي لارښونه عمل ونشو نو اندیښنه ده چې دا وایرس به نور خور شي.
وړاندې هم ولسمشر غني د ۱،۵۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو حکم کړی و چې بيا يې تر زرو طالب بندیان خوشې کړل.
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې په افغانستان کې د اوربند د تمدید غوښتنه وکړه. شهرزاد اکبر نن په ټویټر کې لیکلي دي چې 'اوربند تمدید کړئ، د خلکو ژوند وژغورئ ترڅو ټول تمرکز پر سولې وشي.' د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور پرون ازادي راډیو ته د سولې د هڅو په ترڅ کې د زندانیانو د ازادۍ په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویېویل: "د دغو بندیانو معلومات باید له ولس سره، د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون او نورو ادارو سره شریک شي ترڅو هغه بندیان چې جنګي مجرمین دي د هغوی په... Читать дальше...
د هانګ کانګ مشرې، هغو نړیوالو پانګهوالو ته چې د چین د نوي امنیتي قانون د انفاذ له کبله د دې سیمې له سیاسي سقوط څخه وېره لري، ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې دا قانون یوازې محدود شمېر قانون ماتوونکي په نښه کوي. د هانګ کانګ مشرې کاري لام (Carrie Lam) نن خبریالانو ته وویل، دا ادعاوې چې ګنې د دې ښار ازادي په خطر کې ده، بېبنسټه دي او زیاتهیې کړه د هانګ کانګ د خلکو ازادۍ او اساسي ارزښتونه به د قانون د حاکمیت په رڼا کې خوندي وي، قضا به خپلواکه وي او خلک بهیې له بېلابېلو ازاديو برخهمن وي. پولیسو د یکشنبې... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ریاست وايي که وسله وال طالبان د سولې په بهیر کې د باور جوړونې لپاره یو ګام اخلي، حکومت نورو اقداماتو ته تیار دی.
په اسټرالیا کې پر انسانو د کورونا وایرس واکسین ازمویل شوی او تمه ده چې د واکسین موثروالي او خوندي استعمال په اړه ابتدايي نتیجې په جولای کې مخې ته راشي.
د دغه شورا د سولې او ملکيانو د خونديتوب د برخې رئیس انتظار خادم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۶» ازادي راديو ته د دې مطلب د څرګندولو تر ترڅنګ وویل، په دې شمېر طالب بندیانو په خوشې کېدو سره به د سولې لپاره لار نوره هم لنډه شي.
د روغتیا نړیوال سازمان په ځینو هېوادونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د محدودیتونو له تدریجي نرمېدو وروسته خبرداری ورکړی چې که دا محدودیتونه ژر لیرې شي، نو ښايي په نړۍ کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ نوې څپه خپره شي. په روانه اوونۍ کې اروپايي هېوادونو د ژوند د عادي کولو په مقصد یو لړ اقدامات وکړل. په دې ترڅ کې ایسلنډ په کلپونو کې محلفونو ته بیا اجازه ورکړه، اسپانیا د سمندر غاړې راژوندۍ کړې او جرمني د بدني روزنې کلپونه، جیمونه او د لامبو حوضونه، روغتیايي لارښوونو ته په پام سره پرانیستل. په داسې حال... Читать дальше...
په دې مقاله کې لولو چې د کرونا ویروس له خپرېدو سره هم داعش ډلې له خپلو فعالیتونو لاس نهدی اخیستی او برعکسيې په بګرام کې د امریکايانو پر اډه او په افغانستان کې پر سېکهانو او شیعه اقلیتونو په حملو سره خپل هدف تعقیب کړی دی.
امریکایۍ نوواواکس (Novavax) کمپنۍ پر انسانانو د کرونا ویروس د واکسین ازمویل په اسټرالیا کې پیل کړي دي او تمه لري چې د اغيزو لومړني نتایج بهیې په جولای میاشت کې معلوم شي. دې کمپنۍ پرون د مې په ۲۵مه د دې واکسین د ازمویلو د لومړي پړاو تطبیق پر ۱۳۰ روغو کسانو چې عمرونهیې د ۱۸ او ۵۹ کلونو ترمنځ دي، اعلان کړ. د دې واکسین دوهم امتحاني پړاو به د امریکا په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې تطبیق شي څو د بېلابېلو عمرونو لرونکو انسانانو کې د دې واکسین د معافیت، خوندیتوب او عکسالعمل څرنګوالی معلوم شي. اوسمهال... Читать дальше...
د کندهار په میانشین ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل. په پېښه کې دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي. د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان له میانشین څخه د ارزګان مرکز ترینکوټ ته روان وو چې موټر یې د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو. ښاغلی احمدي زیاتوي: "په دې پېښه کې یوه مور، دوې ماشومې لوڼې او یو ماشوم زوی ورسره وو چې څلور واړه وژل شوي دي. د موټر چلوونکی او د کورنۍ سرپرست ټپیان شوي او په ټپي حالت ارزګان ته لېږدول شوي دي." تر اوسه د دې ماین چاودنې مسؤلیت چا نهدی منلی. Читать дальше...
د افغانستان ملي امنیت شورا وايي د اختر په تېرو دوو ورځو کې نافذ شوی اوربند تر ډېره رعایت شوی دی. طالبانو او حکومت د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې ننیې درېیمه ده. د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د فرانسې خبري اژانس ته وویل، اوربند نافذ دی او د کوم تاوتریخوالي راپور نهدی ورکړل شوی. خو په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان له ځینو برخو د ناامنیو د ځینو پېښو راپورونه ورکړل شوي دي. یوه پېښه د طالبانو د اوربند د اعلان په درشل کې د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې د اختر په شپه پر یوه... Читать дальше...
د سولې ولسي حرکت د اختر په ورځو کې د طالبانو او حکومت د درې ورځني اوربند هرکلی وکړ. خو دغه حرکت غوښتنه لري چې د افغان-وژنې د مخنیوي لپاره دې د جګړې ښکېل اړخونه دایمي اوربند وکړي. د سولې ولسي حرکت ویاند بسمالله وطندوست پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "غوښتنه مو دا ده چې دغه اوربند باید تلپاتی شي او پسې وغځول شي. ځکه په جګړه کې یوازې او یوازې افغانان وژل کېږي. هیله مو دا ده چې افغان مشران د خواخوږۍ له مخې د هېواد د سوکالۍ لپاره، د راتلونکي نسل د خپلواکۍ او ژغورنې لپاره سره یوځای شي. دغه اوربند... Читать дальше...
چین د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړ، که پر هانګ کانګ د چین د نوي امنیتي قانون د تحمیل له درکهیې وګواښي، چین به ځوابي اقدام وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیژیان پرون دوشنبه وویل: "که امریکا هڅه وکړي چې د چین ګټې په خطر کې واچوي، پیکېنګ به هم د دغو ګواښونو د شنډولو لپاره هر اقدام وکړي." تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو مخکښ سلاکار خبرداری ورکړی و، که چین نوی امنیتي قانون پر هانګ کانګ تحمیل کړي، د واشنګټن له احتمالي بندیزونو سره به مخامخ شي. پیکېنګ تېره پنجشنبه... Читать дальше...
د یوې کښتۍ اته تنه عمله چې تېره میاشت په افریقايي هېواد بینین کې تښتول شوې وه، بیا ژغورل شوې ده. د نایجریا سمندري ځواکونه وايي، دغه اته کسان د روسیې، اوکراین، بلغاریا او فیلیپین وګړي دي. د دغو ځواکونو قوماندان پرون دوشنبه د فرانسې خبري اژانس ته وویل، د یوې تجارتي کښتۍ اته تنه عمله د سمندري غلو له ولکې ژغورل شوې او دا مهالیې روغتیايي څارنه روانه ده. تر اوسه د دې کښتۍ د ۱۱ تنه نورې عملې په اړه چې لادرکه ده، راپور نهدی ورکړل شوی. بینین د افریقا په لوېدیځ کې هغه هېواد دی چې سمندري غله پهکې... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.