د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله هغه کسان چې موبایلونهیې فیشیال ایډي یا مخ پېژندونکی نرمکالی لري او له دې لارې یې مبایل خلاصېږي له ستونزو سره مخامخ شوي.
دوی وایي ماسک د دې سبب کېږي چې موبایل د خپل خاوند څېره ونهپېژني.
اپل یوه له هغو لومړنیو کمپنیو ده چې د فیشیال ایډي یا مخ پېژندونکي نرمکالی سیستمیې په ایفون موبایلونو کې کارولې ده.
دې کمپنۍ ویلي چې د ایفون لرونکو کسانو په تازه ستونزې پوهېږي او حل لار یې ورته لټولې ده.
اپل وړاندیز کړی چې د ایفون کاروونکي دې په خپلو مبایلونو کې 'ای او اس ۱۳'... Читать дальше...
نامعلومو وسلهوالو نن ماسپښین په پکتیا کې د فضل په نوم یو قومي مشر په ډزو وژلی دی.
دا خبره د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند حیاتالله نظامي ازادي راډيو ته وکړه.
ښاغلی نظامي زیاتوي: "ماسپښين یوه نیمه بجه. د ګردېز ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د فضل په نوم قومي مشر نامعلومو وسلهوالو بریدګرو په ډزو ویشتلی او شهید کړی یې دی. پولیس لګیا دي چې د دې برید عاملین ونیسي."
بریدګر له سیمې تښتېتدلي و.
تر اوسه چا د دې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.
په پکتیا کې په تېره بیا ګردېز ښار کې مخکې له دې هم د هدفي وژنو پېښې شوې دي.
ارګ ماڼۍ یو وار بیا ټینګار وکړ چې سیاسي توافق له ډاکتر عبدالله سره د حکومت د نیمايي وېش په معنی نهدی.
د افغان ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینهپال نن په دې اړه د ازادي راډیو په پروګرام کې غږېده او وضاحتیې ورکړ.
مینهپال وویل: "د فیصدي خبره ناسمه ده. دا ۵۰-۵۰ نهدی. ولې موږ له اوله هم د مشارکت خبره وکړله چې حکومت به پراخبنسټه وي او قاعده بهیې وسیع وي او کله چې ډاکتر صاحب عبدالله د سولې شورا زعامت او مدیریت ومني د ده ملاتړ ته به د شایستهګي او تعهد په اساس باندې په کابینه او حکومت... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا وایروس د نویو پیښو بیسارې شمیره خپره کړه او ویې ویل چې په تیرو۲۴ ساعتونو کې له سل زرو زیاتې نوې پیښې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په اروپایي هیوادونو کې د کورونا وایروس خپریدل په کمیدو دي.
نور په دې ویډیویي راپورکې
افغانستان، تایلنډ، سریلانکا، پاکستان، تاجکستان، هایتي، دومینکن، کیوبا، پارګوای، مصر، تانیزانیا، سوډان، بورندوی، رواندا، سرالیون بنین، لیبریا او موریتاني هغه هېوادونه دي چې اکسفام پهکې خپل چارې دروي.
له تېرو څو ورځو راهیسې په جلال اباد ښار کې د ښاروالي او امنیتي ادارو له لوري د ښاري نظم د راوستو په موخه کمپاین پیل شوی.
پنټاګون په دې راپور کې وايي د پاکستان ستراتېژیک او اصلي هدف له هند سره سیالي ده. راپور په عین حال کې د پاکستان د هغو هڅو یادونه هم کوي چې غواړي د افغانستان د سولې پر بهیر او بینالافغاني خبرو نفوذ ولري.
افغانستان کې د اختر په راتګ سره د خلکو له لوري قرنطین مات او کرونا ته پاملرنه کمه شوې ده. که څه هم ورځ تر بلې د کرونا ویروس خپرېدل چټک شوي، خو په ښارونو په ځانګړي ډول په کابل کې د اختر لپاره د خلکو چمتووالي د دغه وژونکي ویروس په اړه د خلکو توجه کمه کړې ده.
لېمې هادي دغه راپور برابر کړی.
عمران عرب د لغمان د مهترلام اوسېدونکی دی. ده ازادي راډيو ته وویل چې دا ځل د اختر لمانځلو اړتیا نهلیدل کېږي.
ټانګه او بګۍ یو وخت د پاچاهانو او شتنمو سپرلي بلل کېده خو چلوونکي یې وايي، د اوسني مشیني دور په ځغل کې وروسته پاتې شوې. خو پر دې سربېره یې ځینې خلک اوس هم خوښوي. د ټانګې چلوونکي وايي، د ټرانسپورټ نویو وسیلو لکه ګاډو او رکشو یې کاروبار اغېزمن کړی. له ټانګې سره پخوا د پښ یا اهنګر کاروبار هم تړلی وو چې هغه هم ځپل شوی. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوې سیاسي هوکړې له مخې، ټاکل شوې د دولت عالي شورا په نوم نوی نهاد جوړ شي چې مهمترینه دنده بهیې د هېواد د مهمو مسایلو اړوند مشورې ورکول وي.
کورونا وايرس په پاکستان کې څه باندې ۴۷ زره کسان وهلي او څه باندې یو زر يې مړه کړي دي.
خو په خیبر پښتونخوا کې د ډاکترانو اتحادیې مشر داکټر عامر تاج وايي چې له بده مرغه اوس هم نه حکومت ټولبند عملي کوي او نه ولس د روغتیا اصول په پام کې نیسي.
د بلوچستان پخوانی والي او د صوبايي اسمبلۍ غړی سید فضل آغا تر د کورونا وایرس تر یوې لنډې ناروغۍ وروسته په کراچۍ کښې د ۷۵ کلونو په عمر ومړ.
په پاکستان کې د مې تر ۲۱مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۴۸،۰۹۱ ته رسېدلی دی.
خو طالبان بیا ټینګار کوي چې د دوی او امریکا ترمنځ د توافقنامې بشپړ پلي کېدل د افغانستان د مسئلې حل دی.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو حکومتي چارواکو او تر هغه مخکې په قطر کې د طالبانو له استازو سره لیدلي.
خلیلزاد نن په خپل ټویټر تازه له افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره د خپلې پرونۍ لیدنې معلومات خپاره کړي او ویلي یې دي چې دوی دواړو تهیې تر اوږدو مذاکراتو وروسته سیاسي هوکړې ته د رسېدو مبارکي ورکړه.
هغه ویلي چې له افغان چارواکو سره په لیدنه کې یې د بندیانو د خلاصون او د بینالافغاني خبرو د پیل... Читать дальше...
په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له پنځه میلیونو واوښت.
دا شمېر د نن دی او لا مخ پورته روان دی.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د نننیو شمېرو له مخې له څه باندې پنځه میلیونو کسانو چې په کرونا ویروس اخته دي څه باندې دوه میلیونه بېرته ښه شوي هم دي.
د هغو چې بیا د دې ویروس له امله مړه شوي شمېر نږدې درې لکه او ۳۰ زرو ته رسېږي.
امریکا په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته او مړو ډېر لوړ شمېر لري.
هلته څه باندې یو نیم میلیون کسان کرونا نیولي او له ډلې یې ۹۳ زره تنه مړه شوي.
د روغتیا نړیوال... Читать дальше...
دیني سکالر اظهارالحق وايي، د کورونا وايرس مساله يو روغتيايي مساله ده، ځکه نو د ځينو عالمانو د جذباتي خبرو پرځای د روغتيا پالانو خبرو او لارښوونو ته بايد غوږ ونيول شي.
د نجونو او هلکانو یوه ډله د قرنطین له زړه تنګۍ غره ته خیژي. د افغانستان پلازمېنه کابل د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په قرنطین کې ده خو دې ډلې د ورزش په خاطر او د ژور خپګان د مخنیوي لپاره غره ته مخه کړې. نور په دې ويډيويي راپور کې.
د بامیانو ولایت بزګرانو لپاره د کرنیزو پورونو د ورکولو پروګرام پيل شو.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل چې د کرنې د پراختیا صندوق لهخوا د دې برنامې له لارې په ټولنیزه توګه ۲۲۵.۶ میلیونه افغانۍ پور منظور شوی چې د دې ولایت په کچه د ۶۶ کوپراټیفونو د غړو او د کچالو تولیدوونکو ټولنو د یو زر او ۵۷۴ بزګرانو په واک کې ورکول کېږي چې د تولید زیاتولو او ښه حاصل په موخه اووه زره او ۳۰۰ جریبه د کچالو کروندې د ملاتړ تر چتر لاندې راولي.
ښاغلي رستمي وویل بزګران کولای شي... Читать дальше...
د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، هرات کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه صادرات کم شوي دي.
د دې خونې مرستیال توریالی غوثي نن ازادي راډیو ته وویل د سړو خونو، د پروسس او ډلبندۍ مرکزونو، د هرات هوایي دهلېز له لارې مستقیم پروازونه، د اسلام قلعه ګمرک کې د امکاناتو او تجهیزاتو نشتوالی، ګمرکونو کې د فساد موجودیت، د ترکمنستان هېواد کې سوداګرو لپاره روډپاس غیر اقتصادي تمامېدل او ملاتړو تعرفو نشتوالي د صادراتو په وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي.
ښاغلي غوثي وویل چې د افغانستان سوداګرۍ... Читать дальше...
د پاکستان د پنجاب ولایتي پارلمان یو غړی او د بلوچستان یو پخوانی ګورنر د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شول.
د پارلمان غړي شاهین رضا ۶۰ کاله عمر درلود او دا د قانون جوړونکو له ډلې لومړنی پاکستانی دی چې د کرونا له کبله مړ کېږي.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي او صدراعظم عمران خان د نوموړي کورنۍ ته د تسلیت پیغامونه لېږلي دي.
د بلوچستان پخواني ګورنر سید فاضل اغا بیا د کراچۍ په یوه روغتون کې د کرونا له کبله ساه ورکړه.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي، پاکستان کې نږدې ۴۶ زره کسان کرونا نیولي او له دې ډلې ۹۸۵ تنه مړه شوي دي. Читать дальше...
بنګلهدېش او هند نن پنجشنبه د هغه طوفان تلفات او زیانونه ارزوي چې بنګلهدېش کې یې ۱۰ کسانو ته مرګژوبلې اړولې.
دغلته تېره شپه د ۱۶۵ کیلو مترو په سرعت ګړندي باد د برښنا پایې او ځیني دېوالونه نړولي او د برښنا یو سټېشن چاودېدلی دی.
له ساحلي سیمو د درې میلیونه کسانو د ژغورنې پراخ عملیات پېل شوي دي.
له دې سره د کرونا ویروس د خپرېدو وېره هم خپره شوې، ځکه داسې بېړنیو حالاتو کې ټولنیز واټنونه نهمراعاتېږي.
د ونو د ماتېدو او دېوالونو نړېدو له کبله هند کې هم مرګژوبله اوښتې.
د بنګال په مرکز کلکتې... Читать дальше...
د افغانستان په شمال کې پوځي چارواکي وایي، هوایي بریدونو کې یې ۲۱ وسلهوال طالبان وژلي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي رسنیو ته ویلي، دغه دوه جلا جلا هوایي بریدونه تېره شپه جوزجان ولایت کې ترسره شوي.
هغه وویل: "تېره شپه د جوزجان د منګجیک ولسوالۍ په دوو ساحو کې پر طالبانو هوایي ګزارونه وشول، یو برید ۱۱ بجې او بل ۱۱:۴۰ دقیقې، دواړو بریدونو کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي."
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د بریتانیا ټلګراف ورځپاڼې د ملګرو ملتونو پر اساس د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې د جګړې په ترڅ کې د څه باندې ۵۰۰ ملکیانو د وژل کېدو او د څه باندې ۷۶۰ نورو د ټپي کېدو یادونه هم کړې ده.
Спорт в России и мире
Москва
В Симферополе министр спорта Республики Крым вручила благодарности спортсменам по кикбоксингу
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Уимблдон
Александрова продолжит борьбу за титул Уимблдона? Сонмез — Александрова: прогноз и ставка
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Проект по модернизации Волжско-Камского каскада представили в Москве
Путин в России и мире
Москва
Путин потребовал определить сроки экспертизы проекта ВСМ Москва — Петербург
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин поздравил Лукашенко с Днем независимости Белоруссии
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Economist: Трамп остановил поставки оружия Киеву из-за неприязни к Зеленскому
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Певец
Певец Юрий Лоза рассказал, что его настроение часто зависит от погоды
Москва
Владимир Ефимов: Новая дорога на юге Москвы свяжет Елецкую улицу с боковым проездом Каширского шоссе
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net