ایا ټانګه د ورکېدو په حال کې ده؟
ټانګه او بګۍ یو وخت د پاچاهانو او شتنمو سپرلي بلل کېده خو چلوونکي یې وايي، د اوسني مشیني دور په ځغل کې وروسته پاتې شوې. خو پر دې سربېره یې ځینې خلک اوس هم خوښوي. د ټانګې چلوونکي وايي، د ټرانسپورټ نویو وسیلو لکه ګاډو او رکشو یې کاروبار اغېزمن کړی. له ټانګې سره پخوا د پښ یا اهنګر کاروبار هم تړلی وو چې هغه هم ځپل شوی. نور په ویډیويي رپورټ کې.