افغان حکومت له ایران سره پر پوله د ځېنو افغانانو د وژنې راپورونه څېړي
د افغانستان په هرات ولايت کې عیني شاهدانو ویلي، تر ۵۰ زیاتو هغو افغانانو چې هڅه یې کوله له هراته په غیرې قانوني لارو ایران ته داخل شي، د ایراني پوله ساتو له خوا درول شوي، نیول شوي او یو شمېر یې اوبو ته غورځول شوي دي.