د پاکستان وزیراعظم اندېښنه ښودلې چې ښايي د بهر مېشتو پاکستانيانو له خوا ورلېږل کېدونکې پېسې کمې شي. د هغه په وېنا د دې وجه کورونا وایرس دی. د هغه په وېنا د دې پېسو کمېدل به د ملک په اقتصاده ډېره بده اغېزه وکړي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د مساپرو الوتکه پر رهايشي علاقه د لوېدو په پېښه کې له ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي دي. د الوتکې پايلټ په جهاز کې د تکنيکي خرابۍ خبر ورکړی وو.
ويډيو: اسوشييټډ پرېس
ښاغلی صافی وايي د دې پر ځای چې د چا کور ته په تلو سره کرونا ویروس لا د خلکو په منځ کې خپور شي، دوی غوره ګڼلې چې دا اختر د مبارکۍ لپاره د چا کره لاړ نهشي.
د ایران مشر علي خامنهیي له فلسطینیانو وغوښتل چې د اسرائیل پر ضد خپل پاڅون ته ادامه ورکړي.
ده د اسرائیل حکومت د سرطان له دانې سره تشبیه کړ.
علي خامنهیي چې نن د قدس د ورځې په مناسبت په تهران کې خبرې کولې له فلسطینیانو سره د تهران له لوري د وسلو د مرستې ستاینه وکړه او ویېویل چې د فلسطین لپاره جګړه د هر مسلمان لپاره جهاد دی، خامنهیي بیا د فلسطینیانو د سولې خبرې بېګټې وبللې.
ده وویل: "له امریکایانو او د غرب له نورو حکومتونو سره خبرې همداراز له بېکاره نړیوالو ډلو سره خبرې، د فلسطین ترخه او... Читать дальше...
د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (پيایاې) یوه مسافر وړونکې الوتکه چې شااوخوا ۱۰۰ کسه سورلۍ لري نن جمعه د پاکستان کراچۍ ښار کې یوې استوګنیزې سیمې ته نږدې لوېدلې ده.
تر اوسهیې د مرګژوبلې کره شمېر او د نسکورېدو لامل نهدی معلوم شوی.
دیبرا لاینز پر ټولو واک لرونکو ټینګار کړی څو "د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره هر څه چې شوني وي ترسره کړي او د طاعت او زغم د دغو ورځو درناوی وکړي."
متخصصین وايي په اختر کې هغو مسلمانانو ته د کرونا ویروس د خپرېدو خطر زیات دی چې د لمانځه لپاره په جوماتونو کې راټولېږي، حتی په محافظهکارو مسلمانو ټولنو کې ډېری خلک په جوماتونو کې له راټولېدو او یو ځايي لمانځه ډډه کوي.
د دې اونۍپه ځوانانو غږ خپرونه کې مو له هغو پغلو او ځوانانو سره خبرې کړي چې د يتيمانو او بې وزلو لپاره د اختر د پېزار ،جامو او نورو شيانو بندوبست کوي.
د قبايلي ځوانانو غورځنګ په نامه غېر دولتي سازمان وايي د يتيمانو ماشومانو لپاره يې د اختر سامان اخستی.
د دې سازمان دوه مشران مصباح الدين اتمانخېل او بشره محسود وايي د دې ماشومانو د تعليم لپاره يې هم تياری نيولی دی.
همداراز د درمان په نوم د يو بل ځوانانو غېر دولتي سازمان مشر سعود شا روغانی بيا وايي بې وزلو ته خوراکي توکي رسوي.
د خپرونې په وروستۍ... Читать дальше...
د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د ولسمشر غني او سیاسیونو ترمنځ د وروستیو ناستو په اړه وايي، حکومت د سولې او هېواد کې د روان وضعیت په اړه یوازې سړو ته د پریکړو او نظر ورکولو حق ورکوي او د ښځو حضور له پامه غورځول شوی.
د پاکستان چارواکي وايي دغه الوتکه چې ۹۹ سورلۍ پهکې وه، د جنوبي ښار کراچۍ یوې استوګنیزې ساحې ته نږدې نسکوره شوې ده.
چارواکي وايي، په دغه الوتکه کې اته تنه کارمندان او ۹۱ سورلۍ سپاره ول چې نن غرمه په یوه بجه له لاهوره الوتې وه.
دواړه وزارتونه ټینګار کوي چې د اختر ورځو کې به ګرځبندیز سخت شي او له خلکو یې وغوښتل چې د اختر درې ورځو کې دې له کورونو نهوځي.
پاکستاني چارواکي وایي، یوه الوتکه چې ۹۹ مسافر پهکې سپاره وو نن د کراچۍ ښار جنوب ته د استوګنو له یوې سیمې سره نږدې لوېدلې ده.
تر اوسه د دې خبر جزئیات نهدي ورکړل شوي.
د پاکستان د ملکي هوایي چلند ادارې په یوه بیان کې وویل، دا الوتکه د پاکستان د هوایي چلند (پيایاې) مربوط ده چې له لاهوره کراچۍ ته روانه وه.
روېټرز اژانس د (پيایاې) د یوه ویاند په وینا خبر ورکړ چې په الوتکه کې ۱۰۷ تنه سپاره وو.
په پروان کې چارواکي د وارداتي برېښنا د یوې پایې د نړېدو خبر ورکوي.
د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار نن ازادي راډیو ته وویل، د چارېکار د ښار په لومړۍ ناحیه کې نن سهار د شپږو بجو خوا ته د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وشوه چې پایهیې ورانه کړه.
د پروان د برېښنا شرکت رئیس روحالله ساجد وویل چې د دې پایې د ترمیم چارې پيل شوې دي.
پولیس وایي، د دې پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي دي.
له تاجکستان او ازبکستانه د وارداتي برېښنا د ستنو د تخریب هڅې په وروستیو کې زیاتې شوې دي.
د وژل شوي سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي زوی ویلي دي چې ده او ورور یې د خپل پلار قاتل بخښلی دی.
په ټویټر کې نن صالح خاشقجي لیکلي دي چې د ده کورنۍ د روژې د مبارکې میاشتې په خاطر هغه کسان بخښي چې د جمال خاشقجي د وژلو مسؤل دي.
جمال خاشقجي چې د سعودي د حکومت سخت منتقد و او په واشنګتن پوسټ ورځپاڼه کې یې مقالې خپرولې د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.
سعودي چارواکي وایي، خاشقجي د تا ویلي ما ویلي او لاس اچولو پر مهال ساه ورکړه او دا د دولت له لوري سزا نهوه. Читать дальше...
په پاکستان کې دا لومړۍ پېښه نه ده بلکې تر دې وړاندې هم ډېرو با اثره خلکو د پولیسو د امر له منلو انکار کړی او قانون یې مات کړی دی.
یوه جګپوړي امریکایي چارواکي وویل، تمه ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له روسیې سره د (سټارټ) په نوم د اټمي وسلو مهم تړون چې راتلونکی کالیې موده ختمېږي، تمدید کړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین د پنجشنبې په ورځ دا خبره وکړه، په همدې ورځ د ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې د اوپېن سکای په نوم له یوه بل امنیتي تړونه به ووځي.
واشنګټن وویل چې د اوپېن سکای په نوم د ۳۵ هېوادونو له تړون څخه د دې لپاره وځي چې روسیې له دې تړون څخه سرغړونه کړې ده. دا تړون د غړو هېوادونو پر فضا غیر نظامي الوتنو ته اجازه ورکوي. Читать дальше...
د امریکا فدرالي تحقیقاتي اداره (اېفبيای) وایي، دې نتیجې ته رسېدلي چې په تکزاس کې د سمندري ځواکونو پر اډې پرونی برید ترهګرو کړی دی.
په دې پېښه کې په یوه امنیتي پوسته کې د پلې سمندري ځواکونو یوه ښځینه عسکره ټپي شوې ده. برید کوونکی په سرعت د موټر په واسطه د اډې دروازې ته داخل شوی او ساتونکی د دې سربېره چې ټپي شوی دی الکترونیکي موانعیې فعاله کړې دي او اډې تهیې د هغه د داخلېدو مخه نیولې ده.
د 'اېفبيای' په وینا، دغه وسلهوال د پېښې په ځای کې ساه ورکړې او ټپي شوې مېرمن روغتون ته انتقال شوې ده. Читать дальше...
د کانګرس د نننۍ غونډې په پيل کې لومړی د کرونا ویروس قربانیانو ته یوه دقیقه چوپتیا وشوه او بیا وروسته بحثونه هم تر ډېره په همدې موضوع ورټول وو.
په پاکستان کې د چيني بحران په اړه تحقيقاتي کمېشن راپور خپور کړ. په اسلام اباد کې د مې پر ۲۱مه د وفاقي کابيني منظوري وروسته
په پاکستان کې د مې تر ۲۲مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۵۰،۶۹۴ ته رسېدلی دی.
د خوست اوسېدونکي او مدني فعالان په دې ولایت کې وروستیو امنیتي پېښو، هدفي وژنو او چادونو ډېریدو ته په انديښنه کې دي او غوښتنه کوي، چې امنیتي او کشفي ادارې دې، د دا ډول پېښو مخه ونیسي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي د کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو امریکایانو د یادښت لپاره به راتلونکې درې ورځې د دغه هېواد بیرغ نیمه ځوړند/نیمه راښکته وي.
ده دا خبره نن په خپله ټویټرپاڼه کړې.
هغه ویلي د فدرال ادارو په ټولو ودانیو او ملي څلیو به د امریکا بیرغ نیم ځوړند شي.
ټرمپ زیاته کړې چې دوشنبه به د امریکايي نارینه او ښځینه عسکرو د درنښت لپاره چې د امریکا لپارهیې زیاتې سرښندنې کړي بیرغ نیم ځوړند کړي.
د امریکا ولسمشر بېګا میشیګان ایالت ته تللی و او هلتهیې هم د کرونا ویروس په خاطر د امریکایانو د سختیو یادونه وکړه. Читать дальше...
بېګا څو ساعته د بدخشان ولایت په مرکز فیضاباد ښار کې د وسلهوالو طالبانو او افغان پوځیانو نښته روانه وه چې پهکې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته تأیید کړه چې په دې نښتو کې ۱۴ بریدګر او پنځه افغان عسکر وژل شوي دي.
ښاغلی روخاني زیاتوي: "د شپې دولس بجې وسلهوالو مخالفینو د فیضاباد ښار په اتمه ناحیه کې نښتې پیل کړې چې سهار څلور بجې پای ته ورسېده. ۱۴ وسلهوال مخالفین وژل شوي، څه باندې ۱۰ تنهیې ټپیان دي. همداراز متأسفانه دوه د ملي اردو سرتېري او... Читать дальше...
نن جمعه او سبا شنبه د تورخم او سپین بولدک لارې د افغانانو پر مخ په یو طرفه ډول خلاصې دي.
دا خبره په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت په خپله فېسبوک پاڼه کړې ده.
سفارت له هغو افغانانو چې د کرونا ویروس د محدودیتونو په خاطر په پاکستان کې ایسار پاتې دي غوښتي چې له دې فُرصته په ګټې اخیستو افغانستان ته ستانه شي.
لسګونه زره افغانان چې د کاروبار یا هم درملنې لپاره پاکستان ته تللي د کرونا ویروس له امله د دروازو د تړل کېدو په سبب د پولې هاخوا ایسار پاتي.
دوی ته یو وار په حمل/ وري میاشت کې اجازه ورکړل... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Расплата за расточительство! ФК «Оренбург» на домашнем поле уступил ФК «Динамо» (Москва) – 1:2
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Вторая ракетка Казахстана опустилась в чемпионской гонке WTA
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Московская железная дорога присоединилась к экоакции
Путин в России и мире
Москва
Площадь трех вокзалов в Москве переименуют
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко убежден, что белорусы «никогда еще так хорошо не жили»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленскому предложили не ограничиваться Бандерой и захоронить на капище под Киевом молекулы Гитлера
Навальный в России и мире
Москва
В РПЦ отказались называть причины запрета в служении иерея Сафронова, отпевавшего Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Концерт
Концерт "Настроение - весна!"
Москва
Дорожные ямы отремонтировали в 13 дворах в Истре
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net