عمران خان د ښځینه بندیانو په اړه کمېټۍ اعلان کړی ده
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په بندي خانو کې د ښځینه قیدیانو د صورتحال معلومولو لپاره یوه کمیټۍ جوړه کړې ده.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په بندي خانو کې د ښځینه قیدیانو د صورتحال معلومولو لپاره یوه کمیټۍ جوړه کړې ده.
طالبان وایي، ننیې په بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې ۷۳ تنه زندانیان ازاد کړي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ازادو شویو کسانو ته جامې او پنځه پنځه زره افغانۍ ورکول شوي او خپلو کورنیو ته لېږدول شوي دي. طالبان وایي، تر اوسهیې له بېلابېلو زندانونو ۴۲۰ افغان سرتېري ازاد کړي دي. بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې نن به یو شمېر نور طالب زندانیان هم ازاد کړي، حکومت تر اوسه د طالبانو دوه زره بندیان ازاد کړي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۰» رسنیو ته په استولي پیغام کې ويلي، که له دې ویروس سره جدي مبارزه ونهشي په هر کور په کور به خلک پرې اخته شي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني وایي، قربانیان ټول د همدې ټلوېزیون کارکوونکي دي چې په هایس ډوله موټر کې کورونو ته روان وو.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس څه باندې ۸۵۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي. د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي، دغه هېواد کې روغتونونه په ډکېدو دي او د ویروس خپرېدا هم ورځ تر بلې زیاتېږي. ښاغلی مجروح زیاتوي: "کرونا ورځ تر بلې په زیاتېدو ده، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱،۴۲۵ سمپلونه ټسټ شوي، له دې ډلې ۸۶۶ مثبت دي، ۳ تنه وفات شوي او ۴۴ نور روغ شوي دي، ټولې پېښې ۱،۴۵۲۵ شوې، ۲۴۹ تنه مړه شوي او ۱،۳۰۳ تنه روغ شوي دي." نوموړي وویل، حکومت د نویو... Читать дальше...
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الرونډر غړی محمد نبي سږ کال د انګلستان په کنټ لیګ کې نهلوبېږي. نوموړي د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله له دغه لیګ سره د سږنیو لوبو تړون لغوه کړی دی. محمد نبي تېر کال په دغه لیګ کې نهه لوبې کړي چې په ۱۴۷ منډو او اته وېکټو ښه ځلېدلی دی. د کنټ لیګ مشر پاول ډاونټون ویلي، لیګ ته د نبي د ورتګ په اړه لېوالتیا زیاته وه، خو ده تأیید کړې چې د کرونا له کبله د لوبو مهالوېش ګډوډ شوی او نبي سږ کال دې لیګ کې نهشي لوبېدلی.
مظاهرهچیانو د سپین پوستو پولیس افسرانو لهخوا د بېوسلې افریقاييالاصله امریکايي وګړو د وژنو د نورو قضیو په اړه هم خپله غوسه څرګنده کړه.
ښاغلي عبدالله د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي » په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د اختر درې ورځنی اوربند، د تاوتریخوالی کمښت او د بندیانو خلاصون هغه څه دي چې د مخامخ خبرو لپارهیې ښه فرصت برابر کړی دی.
د افغانستان د خوست کرنې ریاست مسوولین وايي، چې د یو ډول نباتي ناروغۍ، پر ځینو سیمو د ګلۍ اورښت او د کال په اوږدو کې د پرلپسې بارانونو له کبله
له دې سره ځينې سیاسي شنونکي باور لري که دا پروسه همداسې روانه وي ډېر ژر به بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره شي.
په داسې حال کې چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ مستقیمو خبرو اترو ته تیاری نيول کېږي، د هیواد زیاترو برخو کې اوس هم تشدد روان دی.
په امریکا کې د یوه افریقایي الاصله امریکایي د وژلو په غبرګون کې لاریونونه له څو ورځو راهیسې دوام لري او ځینو ځایونو کې په تاوتریخوالي اوښتي. لاریون کونکي کوونکي دا شعارونه ورکوي چې (د تور پوستو ژوند ارزښت لري). تېره شپه واشنګټن ډي سي کې ملي ګارد ځای پر ځای شوی و ځکه هلته د سپینې ماڼۍ مخې ته د لاریون کونکو یوه غصه ناکه ډله ټوله شوې او د ډونالډ ټرمپ پر ضد له کرکې ډک شعارونه ورکوي. د سپینې ماڼۍ د خوندیتوب اقدامات جدي شوي او هلته لاریون کونکي په همدې شعارونو سره ټول شوي چې ( له عدالت پرته سوله نه شته) او د تورپوستو ژوند ارزښت لري. Читать дальше...
د افغانستان د پخلاینې عالي شورا وایي، مرکچي پلاوی خبرو ته چمتو دی خو وایي، له طالبانو سره خبرې داسې مهال پيلوي چې د اورکم یا اوربند فضا حاکمه وي. د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله نن کابل کې خبریالانو ته وویل، اوس په افغانستان کې جګړه د اختر نه مخکې مودې په تناسب کمه شوې او ده دا موقع د سولې د خبرو پېل لپاره ګټوره وبلله. ښاغلي عبدالله وویل، ډېر ژر به د پخلاینې شورا اداري جوړښت هم بشپړ چې ورسره به د ده په باور، د سولې پیل شوې هڅې نورې هم ګړندۍ او همغږې شي. له اختر وروسته که څه هم په نا مستقیم ډول... Читать дальше...
د کوټې هزاره ټاون کې د نامعلومو کسانو په تشدد کې یو کس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې کورونا وایرس یوازې د مې پر ۲۹مه لږ تر لږه ۷۸ کسان وژلي کوم چې تر اوسه په یوه ورځ تر ټوله زیاته مړینه بلل شوې ده.
طالبانو د اروپایي شورا له وروستۍ اعلامیې هرکلی کړی خو ویلي یې دي، دې اعلامیه کې ځینې داسې ټکي دي چې د دوی په باور د افغانانو د خپلواکۍ له حق سره په ټکر کې دي. د طالبانو یاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، لکه څنګه چې افغانان د نورو په چارو کې لاسوهنه نه کوي، باید نور هېوادونه هم د افغانستان په اړه دا اصل په پام کې ونیسي. د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، د دوی او امریکا د هوکړې له مخې به بین الافغاني خبرو کې د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه کېږي. پرون د اروپایي ټولنې... Читать дальше...
د جلال اباد شاهي ماڼۍ چې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه او د امیر ژمنۍ پلازمینه وه، په تېرو کلونو کې يې د رغونې چارې په غیر فني ډول تر سره شوې وې.
د نړۍ په ځینو لویو ښارونو کې هغه محدودیتونه په کمېدو دي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي وو.
لوګر کې د پوځ مسئولین وایي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ملي اردو ۶ سرتېري له بنده ازاد کړي دي. په لوګر کې د ۲۰۳ تندر قل اردو د څلورمې لوا ویاند احمد شکیل تسل خبریالانو ته ویلي چې دغه خوشې شوې سرتېري د پوښتنو ګروېږنو په هدف د ملي امنیت مسئولینو ته سپارل شوي دي. ښاغلي شکیل دا ونه ویل چې دغه سرتېري څومره وخت د طالبانو په بند کې وو او په څه ډول او چېرته بېرته خلاص شول. د اختر په ورځو کې د افغان حکومت له خوا د شاوخوا زرو طالب زندانیانو له ازادېدو وروسته طالبانو هم ژمنه وکړه چې ګڼ شمېر زندانیان به ازاد کړي.
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، سږکال په دې ولایت کې څه کم څلور سوه ټنه شفتالو تولید او بڼوالو ته میلیونه افغانۍ عاید ور په برخه شو. د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د خصوصي پانګوالو له لوري د بڼوالۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ورځ تربلې په پراخېدو ده. د کونړ د کرنې رییس نجیب الله عادل نن ازادي اډیو ته وویل، چې د مالټې، لیمو او نارنجو ترڅنګ د کرنې ریاست په تخنیکي همکاریو د پانګوالو له لوري په ۹۵۰ جرېبه ځمکه کې د شفتالوانو بڼونه هم جوړ شوي، چې سږکال د ۲۷۰ جرېبه ځمکې باغونه په حاصلاتو راغلي. Читать дальше...
په هرات کې د پیسو د راکړې ورکړي بازار وتړل شو. دا کار وروسته له هغې وشو چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې دوه صرافان د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شول. د هرات د صرافانو ټولنې وايي، دا کار یې د خپلو صرافانو د برمته کېدو په غبرګون کړی دی. د دغې ټولنې مشر بهاءالدین رحیمي نن رسنیو ته وویل، چې په تېرو نږدې ٧ میاشتو کې پنځه صرافان او یو شمېر سوداګر په دغه ولایت کې د سړي تښتونکو له لوري تښتول شوي دي. نوموړي وویل، په هرات کې د انسان تښتونکو او وسله والو غلاوو له امله د دوی کار په ټپه درېدلی دی. دوی... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا او د پاکستان د نورو صوبو یو شمېر سیمو کروندګر وايي، د ملخانو حملو يې فصلونو ته زښت زيان اړولی دی. چارواکي وايي، د جون په لومړۍ او دويمه اونۍ کې د ملخانو حملې لا نورې زياتيدی شي. ويډيو: رويټرز خبري اژانس
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، پرون ماښام د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې یوې بمي چاودنې ۲ ماشومان وژلي دي. په پېښه کې پنځه نور ملکیان ټپیان شوې هم دي. د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د ازادي راډیو خبریال ته وویل، چاودېدونکي توکي په یو موټر سایکل ځای پرځای شوي او په یو بازار کې چاودلی دی. د بارکزي په وینا د چاودنې هدف معلوم نه دی. د دې برید مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
په افریقا کې د امریکا د پوځ د قومندې مرکز د مسکو هغه ادعا رد کړې چې وايي، د دې هیواد جنګي جیټ الوتکې په لیبیا کې نه دي ځای پر ځای شوي. د دې مرکز مرستیال ګریګوري هاډفیلډ ویلي، د متحده ایالاتو د څارنې پر بنسټ د روسیې ۱۴ جنګي جیټ الوتکې چې په کې میګ ۲۹ او سو ۲۴ شامل دي، له روسیې څخه تر الوتنې وروسته د لیبیا په الجُفره هوايي ډګر کې ښکته شوي دي. دا اډه دا مهال د خلیفه حفتر د وسله وال ځواک مهم مرکز بلل کېږي. په افریقا کې د امریکا د قومندې د مرکز مرستیال د جمعې په ورځ د خبریالانو یوې وړې ډلې ته وویل،... Читать дальше...
د تخار چارواکي وايي، دې ولایت کې د یوې نامسئولې وسله والې ډلې څو غړي نیول شوي دي. د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډیو ته وویل، د دې کسانو د نیولو لپاره په فرخار ولسوالۍ کې عملیات ترسره شوي دي. هغه زیاته کړه: "شپږ تنه نامسئول ټوپکوال نیول شوي دي، یو تن هم وژل شوی دی، یو اندازه وسلې او او مهمات هم له دې ډلې سره چې تل د خلکو د ازار او ځورونې سبب کېدل نیول شوي." تخار په افغانستان کې به نسبي توګه له امنو ولایتونو څخه دی، خو په کې د نامسئولو وسله والو ډلو موجودیت خلک اندېښمن کړي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.