123ru.net
World News in Pashto
Добавить новость

Новости за 24.05.2020

چین د کرونا ویروس په اړه لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نن له ۵،۴ میلیون او د مړو شمېر یې له ۳۴۴ زرو واوښت چین وايي چې پر دې هېواد د کرونا ویروس په برخه کې تورونه له قانوني پلوه بې بنسټه دي او د نړۍ په کچه پخوا تردې ساری نه لري. د چین د بهرنیو چارو وزیر نن یکشنبې په پېکېنګ کې خبریالانو ته وویل د نورو هېوادونو په څېر چین هم د دې نړیوالې وبا قرباني و، او په دې برخه کې یې له نورو اړو هېوادونو سره لازمې مرستې هم کړې دي. وانګ لي د امریکا د ولسمشر او نورو چارواکو څرګندونو ته چې د دې ناروغۍ... Читать дальше...

پر بګرام هوايي اډه د توغندیو برید شوی

Pa.azadiradio.com 

د بګرام پر هوايي اډې نن له غرمې مخکې د توغندیو برید وشو. د راپورونو له مخې دوه بي ام یو ډوله توغندي چې په یوه موټر کې ځای پرځای شوي وو، شاوخوا یوولس بجې د بګرام پر هوايي اډې چې د نړیوالو ځواکونو لوی مرکز پکې دی، وتوغول شول. په پروان ولایت کې د امنیتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان الوزي احمدي د دې خبر د تایید ترڅنګ آزادۍ راډیو ته وویل چې دا توغندني بګرام اډې ته نژدې راپرېوتي دي او تلفات نه لري. د دې حملې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د ایران لویدیځې سیمې زلزلې لړزولي

Pa.azadiradio.com 

د ایران په لویدیځ کې کوه کیلویه او بویر احمد ولایتونه نن یوې زلزلې ولړزول. د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې نن وویل چې د دې زلزلې قوت د ریښتر په مقیاس ۵،۱ درجې وه. ایرنا خبري آژانس، د تهران پوهنتون د جیوفزیک انستیتیوت په حواله وايي چې زلزله په سیمه ایز وخت د ماسپښین په شل کم دوو بجو وشوه او مرکز یې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې و. سمدستي د دې زلزلې د انساني تلفاتو او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی. ایران د ځمکې په هغه موقعیت کې پروت دی چې ډېرې زلزلې پکې کېږي.




چارواکي: غزني کې دوو پېښو ۷ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، په غزني کې دوو پېښو کې ۷ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې په یو کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو په ترڅ کې ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ولایت ویاند وحیدالله جمعه زاده د یکشبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د موشکي په سیمه کې پر یو کور د هاوان مرمۍ د لګيدو له امله یو ماشوم وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي، په ټپیانو کې هم د دوو تنو حالت د اندېښنې وړ دی." ښاغلي جمعه زاده زیاتوي، د غه پېښه تېره شپه ناوخته هغه مهال رامنځته شوې ده. Читать дальше...

په پاکستان کې کوچنی اختر لمانځل کېږي

Mashaalradio.com 

د مې ۲۴مې پر سهار د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په لویو، وړو ښارونو کې خلکو د اختر لمونځ وکړ. مسلمانان دا کوچنی اختر پر داسې مهال لمانځي چې په نړۍ کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه محدودیتونه عملي شوي دي. د همدې له وجې، د اسلام اباد فیصل جومات ته د تېر پرتله دا ځل لوړپوړي چارواکي نه ول ورغلي. په کوټه کې هم ګڼو کسانو د اختر لمونځ وکړ. د اختر په شپه خلکو په اسلام اباد کې د اختر لپاره شیان واخیستل. ویډیويي رپورټ.

غني: د طالبانو د بندیانو خوشې کیدل ګړندي کیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشراشرف غني نن د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند هرکلی وکړاو ویې ویل چې دولتي ځواکونو ته یې امرکړی چې پرطالبانو حملې ونه کړي. ښاغلي غني همداشان وویل چې د طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو بهیربه په ګړندی شي.





سرپل کې یو شمېر ښځو د اختر لمونځ ادا کړ

Pa.azadiradio.com 

په سرپل ولایت کې نن یو شمیر مېرمنو د اختر په لمانځه کې ګډون وکړ. د سرپل د ښځو د چارو رییسې نبیلا حبیبي آزادۍ راډیو ته وویل چې د سرپل د امام خرد سیمې په جامع جومات کې نن شاوخوا سلو مېرمنو د اختر لمونځ په جماعت ادا کړ خو نوموړې زیاته کړه چې دوی د عامې روغتیا وزارت ټولې روغتیايي سپارښتنې په پام کې نیولې وې.  مېرمن حبیبي زیاته کړه چې دوی د اختر په لمانځه کې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره دعا وکړه.

چارواکي: د هاوان مرمۍ لګېدو لغمان کې ۴ ماشومان وژلي

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه د لغمان د علیشنګ ولسوالي د سالاب ګردي په سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې ۴ ماشومان ووژل شول. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي شېبه وړاندې ازادي راډيو ته تایید کړه چې تېره شپه شااوخوا نهه بجې د قدیر په نامه د یوه کس پر کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله یې د دې کورنۍ ۴ تنه وژل شوي دي. د ښاغلي دولتزي په خبره چې په پېښه کې همداشان د یادې کورنۍ ۷ نور غړي ټپیان شوي چې اوس تر درملنې لاندې دي. دا په داسې حال کې د چې د پېښې د ځای اوسېدونکي نن د لغمان مرکز مهترلام کې د... Читать дальше...

د افغانستان د عالمانو د شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف ومړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عالمانو د شورا مشر او مخکښ دیني عالم مولوي قیام الدین کشاف په حق ورسيد. د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني ازادۍ راډيو ته وویل چې کشاف د ناروغۍ له کبله په حق رسېدلی دی. کشاف له څو کلونو راهیسې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مشر و. هغه د افغانستان د جګړې د مذهبي توجیهاتو په برخه کې د طالبانو او افراطي عالمانو پر وړاندې د غوڅ دریځ په نیولو مشهور و.

بغلان چارواکي: وسله واله نښته کې ۶ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولایت په بنوی اندراب ولسوالۍ کې نن د اختر له لمانځه وروسته په یوه وسله واله نښته کې ۶ کسان وژل شوي دي. د اندراب ولسوال محمدمنصور عزیزي آزادۍ راډیو ته وویل چې نښته د اختر له لمانځه یو ساعت وروسته په خوشدرې سیمه کې دوو کورنیو د دښمنۍ په نتیجه کې شوې. ښاغلي عزیزي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل خو ویې ویل چې پولیس سیمې ته استول شوي او موضوع به له څېړنو وروسته روښانه شي.

د اسراییلو د صدراعظم محاکمه پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو د صدراعظم محاکمه نن پیل شوه. بنیامین نتنیاهو د فساد په یوه قضیه کې چې دی یې سیاسي دسیسه بولي محاکمه کېږي. نتنیاهو د اسراییلو لومړنی برحاله صدراعظم دی چې جنایي تورونه پرې لګول شوي دي. نوموړی باید د بیت المقدس په یوه محکمه کې حاضر شي. دا محاکمه یوه اوونۍ وروسته له هغه پیلېږي چې نتنیاهو د بیسارې پنځمې دورې لپاره د ملي وحدت د حکومت د مشر په توګه لوړه وکړه.

د ملګري ملتونو سرمنشي افغانستان کې د اختر پر مهال د اوربند هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د حکومت او طالبانو له خوا د اوربند هرکلی کړی. د ملګروملتونو ویاند نن په یوه خبرپاڼه کې د انټونیو ګوټیریش له قوله لیکي چې نوموړی د افغانستان د جګړې پر ټولو ښکېلو غږ کوي چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د افغانانو په مشرۍ د سولې په بهیر کې برخه واخلي. د بیان له مخې سرمنشي ویلي چې یوازې سوله ییز حل د افغانستان جګړه پای ته رسولی شي. ښاغلي ګوټیریش ویلي چې ملګري ملتونه په دې مهمه پروسه کې د افغانستان د خلکو او حکومت ملاتړ ته ژمن دی. طالبانو پرون خپلو جنګیالیو... Читать дальше...

بې وزله خلک د "نېکۍ" له "ټوکرۍ" ډوډۍ اخلي

Mashaalradio.com 

د اسلام اباد په بني ګالا سیمه کې یوه کس په نانوایانو کې د نېکۍ ټوکرۍ ایښې دي چې پکې خلک ډوډۍ ږدي او بې وزله کسان یې ورڅخه وړي. دې کار ته د رانا محمد اخلاق پام څنګه واوښت او ایا نانوایان ورسره همکاري کوي او که څنګه؟ ځواب یې په ویډیويي رپورټ کې.

ولسمشر غني: د بندي طالبانو خوشي کول چټکوو

Mashaalradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په طالبانو غږ کړی چې له تشدده دې لاس واخلي. هغه نن (د مې په ۲۴مه) په کابل کې د اختر په مناسبت په وېنا کې وويل د طالبانو له خوا د اختر له ورځې شروع شوي درې ورځني بند هرکلی کوي.

نن د افغانستان په ګډون په اسلامي هېوادونو کې اختر لمانځل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ګډون د نړۍ د اسلامي هېوادونو خلک نن، یک شنبه د مې ۲۴مه، د کوچني اختر لومړۍ ورځ لمانځي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې لس زرو ته رسېدلې دې. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون پر خلکو غږ وکړ چې د اختر په درېیو ورځو کې دې په کورونو کې پاتې شي. د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د اختر په ورځو کې خلکو ته جوماتونو ته د تګ په اړه ځانګړی اعلان نه دی کړی خو له خلکو یې غوښتنه کړې چې د اختر په درېیو ورځو کې دي له کورونو نه وځي. په پاکستان کې خلکو ته اجازه... Читать дальше...

د مسکو په یوه ژوبڼ کې د یوې ۸۳ کلنې تمساح مړینه

Pa.azadiradio.com 

د مسکو یوه ژوبڼ پرون، د مې په ۲۳مه، د یوې ۸۳ کلنې تمساح د مړینې خبر خپور کړ. دا تمساح له ۱۹۴۶ میلادي کاله د مسکو په ژوبڼ کې ساتل کېده. د مسکو ژوبڼ د هغې د مړینې خبر پر انستګرام خپور کړی دی. په عمومي ډول، امریکايي تمساح په طبیعت کې له دېرشو تر پنځوسو کلونو ژوند کوي. د مسکو د ژوبڼ تمساح په امریکا کې پیدا شوې وه. هغه په ۱۹۴۳ میلادي کال کې د برلین ژوبڼ ته ور کړ شوې او کله چې د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو کلونوکې پر برلین بمبارد شوی و، هغه له ژوبڼه تښتېدلې وه. دا چې هغه څرنګه درې کاله ژوندۍ... Читать дальше...

امریکا د چین له لوري د هانګ کانګ د ملي امنیت کنټرولولو هڅې غندلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د چین د حکومت هڅې چې د هانګ کانګ د ملي امنیت قانون د کنټرول لپاره یې کوي، غندلي دي. مایک پومپیو د مې په ۲۲مه، په یوه بیان کې وویل چې د چین د حکومت هڅو چې د هانګ کانګ د ملي امنیت قانون له پامه غورځوي او د خلکو غوښتنې تر پښو لاندې کوي د سیمې د کور واکۍ مرګ دی چې د چین حکومت پر هانګ کانګ د بریتانیې د واکمنۍ تر خلاصېدو وروسته، په ۱۹۹۷ میلادي کال کې د هانګ کانګ له خلکو سره ژمنه کړې وه. پومپیو پر چین غږ کړی چې خپل خطرناک وړاندیز بېرته واخلي، خپل نړیوال مسئولیت... Читать дальше...

123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.