پر بګرام هوايي اډه د توغندیو برید شوی
د بګرام پر هوايي اډې نن له غرمې مخکې د توغندیو برید وشو.
د راپورونو له مخې دوه بي ام یو ډوله توغندي چې په یوه موټر کې ځای پرځای شوي وو، شاوخوا یوولس بجې د بګرام پر هوايي اډې چې د نړیوالو ځواکونو لوی مرکز پکې دی، وتوغول شول.
په پروان ولایت کې د امنیتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان الوزي احمدي د دې خبر د تایید ترڅنګ آزادۍ راډیو ته وویل چې دا توغندني بګرام اډې ته نژدې راپرېوتي دي او تلفات نه لري.
د دې حملې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.