123ru.net
World News in Pashto
Май
2020

Новости за 06.05.2020

فراه کې ښځینه بزګره

Pa.azadiradio.com 

کرنه چې د فراه ولایت د اوسېدونکو اصلي کاروبار دی، ډېر کله یې نارینه مخته وړي. خو ډېری وخت بیا په کلیو او بانډو کې هغه مېرمنې چې خپل د کور سرپرست یا خاوند یې له لاسه ورکړی وي نو د کورنیو عوایدو د پیداکولو لپاره د بزګرۍ چارې پخپله مخته وړي. د ازادي راډیو خبریال حفیظ نورزاد له فراه څخه راپور لري:

قرنطين او روژه: له خفګان، غصې او جنګونو څنګه ځان وساتو؟

Mashaalradio.com 

ملګرو ملتونو پر خپل ویب سایټ لیکلي چې په نړۍ کې په دریوو کې دوه ښځې د تشدد ښکار دي او د قرنطين پر مهال د دې شمېرې د زیاتېدو وېره ده. دې ادارې د اپريل په ۳۰مه ويلي وو چې که د کورونا وایرس له امله قرنطين ۳ مياشتې دوام وکړي نو ښايي په ټوله نړۍ کې د کورني تاوتريخوالي پينځلس ميليونه پېښې رامخې ته شي.

د بالکان د ۶ هېوادونو مشران پر کرونا ویروس انلاین بحث کوي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې او د بالکان د شپږو هېوادونو مشران نن چهارشنبه د کرونا ویروس په اړه خپله انلاین غونډه ترسره کوي. دا غونډه هر دوو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي، تمه وه چې د غونډې تمرکز به په اقتصادي مسایلو او د بالکان په یو شمېر هېوادونو کې د اصلاحاتو په اړه وي، خو د کرونا ویروس خپرېدو د غونډې پر اجنډا سیوری غوړولی. په اروپایي هېوادونو کې کرونا ویروس نږدې یو لک او څلویښت زره کسان مړه کړي دي. بروکسل نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، اروپایي ټولنه او د بالکان هېوادونه د کرونا په وړاندې مبارزه کې یو لاس دي. Читать дальше...



حسن روحاني: ایران باید د ملګرو ملتونو له تسلیحاتي بندیزه ووځي

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر وایي، هېواد یې دا حق لري چې د ملګرو ملتونو له تسلیحاتي بندیزه ووځي. حسن روحاني نن چهارشنبه د خپلې کابینې په غونډه کې وویل، د ملګرو ملتونو د ۲۲۳۱ نمبر پرېکړه لیک له مخې، پر ایران تسلیحاتي بندیزونه د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټومي تړون د لاسلیک په پنځم کال باید لرې شي. ښاغلي روحاني ویلي، که دوی وسلې جوړوي او یا یې اخلي، هدف یې د ځان او د ولس دفاع ده. پر ایران د ملګرو ملتونو تسلیحاتي بندیز څو میاشتو کې پای ته رسېږي. د راپورونو له مخې امریکا پر داسې مصوبې کار کوي چې پر تهران د ملګرو ملتونو دغه بندیز وغځوي.

لواړګي کې سلګونه افغانان د ستنېدو په انتظار دي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې ایسار سلګونه افغانان د خیبر لواړګي ته رسېدلي دي خو د اجازې نه لرلو له وجې د ښار په جوماتونو او مارکېټونو کې پراته له ستونزو سره مخامخ دي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي راپور وګورئ.



نړۍ کې له ټولبند سره د کورونا وایرس تر ډېره حده کنټرول شوی

Mashaalradio.com 

د نړۍ هغه هېوادونه او سيمې چې کورونا وايرس پکې زرګونه کسان مړه او اغېزمن کړي، هلته په ځينو کې له سخت ټولبند سره دغه وايرس تر ډېره حده کنټرول شوی. که څه هم اوس په دغه ټولبند کې نرمي شوې خو خلکو ته ويل شوي چې د کورونا مخنيوي له هداياتو سرغړونه ونکړي. پر دې اړه اسرار عالم مومند د رويټرز خبري اژانس له ويديوګانو دا راپور برابر کړی.

اسلام اباد کې پر افغان کډوالو خواړه ووېشل شو

Mashaalradio.com 

د کورونا وایرس له وجې د نورو ښارونو ترڅنګ په اسلام اباد کې هم افغان کډوال د ستونزو ښکار دي په دغه ښار کې د مې پر پنځمه د "حرار" په نوم یوه خیریه بنسټ پر افغان کډوالو خواړه ووېشل. نور د احمد الله په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: عمران یونس

سوات لاریون: د سردار عارف وزیر وژونکي دې ګرفتار او سزاوار شي

Mashaalradio.com 

په سوات مينګوره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ سردار عارف وزیر د وژنې خلاف احتجاجي مظاهره وشوه. مظاهرچیانو غوښتنه کوله چې د سردار عارف وزیر وژونکي دې ګرفتار او سزاوار شي. په دې اړه د نياز احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.

ارګ په ایران کې د افغانانو پر وژل کېدو تند غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له څو ورځني ځنډ وروسته په ایران کې د افغانانو پر وژل کېدو تند غبرګون وښود. د ارګ ویاند صدیق صدیقي نن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، دا "وحشیانه او غیر انساني عمل د نه‌بخښنې وړ جنایت" دی. ښاغلي صدیقي لیکلي، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دغه خواشینوونکې پېښه په جدي ډول څېړي. د تېرې شنبې په ورځ د ایران او افغانستان پولې ته نږدې ایراني پوله‌ساتو ځواکونو لسګونه افغان کډوال د ټوپک په زور اوبو ته اچولي چې له دې ډلې د ۲۳ هغو د مړینې خبر خپور شو. د افغانستان په لوېدیځ کې د قربانیانو... Читать дальше...

ملي امنیت: کابل کې د داعش او حقاني شبکې ګډه هسته له‌منځه یوړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ملي امنیت ریاست وایي، کابل کې یې د داعش او حقاني شبکې ګډه هسته له‌منځه یوړه. د دغه ریاست خبرپاڼه وایي، دوی تېره شپه د کابل ښار ۱۱مه ناحیه سرکوتل سیمه او شکر درې ولسوالۍ کې د دغې هستې پر ضد هدفي عملیات کړي دي. د ملي امنیت ریاست وایي، په عملیاتو کې د دغې مخالفې ډلې پنځه غړي وژل شوي او اته نور یې له سپکو او درنو وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي، د دغې ګډې هستې مشري د داعش کتیبې مسؤل او همغږي کوونکي ثناالله پر غاړه درلوده. ملي امنیت وايي، همدې ډلې د ولسمشر د لوړې پر... Читать дальше...

د طالبانو ۵۲ نور بندیان هم له زندانه ازاد شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د طالبانو ۵۲ نور زندانیان‌یې هم خوشې کړل. دغې شورا نن پر خپله ټویټرپانه لیکلي چې دغه طالب زندانیان تېره ورځ د ولسمشر د هغه فرمان له مخې خلاص شوي چې د مارچ په ۱۱مه‌یې ورکړی دی. ملي امنیت شورا د طالب زندانیانو د خلاصولو هدف د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی او د سولې بهیر کې پرمختګ یاد کړی دی. دغې شورا ویلي، خوشې شویو طالبانو نه‌یې قسم اخیستی چې بیا به د افغانانو پر ضد جګړې ته نه‌ورګرځي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو هم په کندهار ولایت کې د حکومت ۲۰ تنه بندیان ازاد کړي دي.

په خوست کې د سردار عارف وزیر د وژنې خلاف لاریون

Mashaalradio.com 

د مې پر پنځمه مازیګر مهال د خوست په ګلان کېمپ کې مېشتو سلګونه وزیرستانیو او ځايي خلکو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ سردار عارف وزیر د وژنې خلاف لاریون وکړ. د لاریون ګډونوالو له نړیوالو سازمانو او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل، چې د سردار عارف وزیر د وژنې دې پوښتنه وکړي د نجیب الله الوخېل راپور


Музыкальные новости
Михаил Плетнёв

Как добрый мим Михаил Плетнев открывает «Дверь в Тверь»





Персональные новости
Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)





افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳،۳۹۲ ته پورته شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳،۳۹۲ ته پورته شو. د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح خبریالانو ته وویل، دوی تېرو ۲۴ ساعتونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ۱۶۸ تازه پېښې ثبت کړې دي. د ښاغلي مجروح په خبره د ټولو اخته شویو کسانو له ډلې څه باندې ۴۵۰ کسان بېرته روغ شوي دي او دا مهال دوی د کرونا ویروس ۲،۸۳۵ فعالې پېښې لري. تر اوسه ۱۰۴ افغانانو د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د قبايلي ضلعو انټرڼېټ به بحال شي؟

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د اسلام اباد های کورټ به د روانې میاشتې پر۱۱مه نېټه په پخوانیو قبایلي سیمو کې د انټرنېټ نیشتوالي په اړه مقدمه بیا اوري.

د جعلي خبرونو قانون د روسیې رسنۍ په نښه کوي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې هغه کسان چې د کورونا وایروس په اړه خلکو ته معلومات خپروي او معلومات یې جعلي خبرونه ګڼل کیږي، ښایي بندیان شي. انتقادکونکي وایي، دغه نوی قانون ممکن ورڅخه د آزادو رسنیو د غلي کولو او هم د دولت له خوا د کورونا وایروس په اړه خلکو ته د معلوماتو پر ورکولو د کنټرول د ساتلو لپاره کارواخیستل شي

اریانا افغان هوایي شرکت د سوداګریزو مالونو د لېږد طرحه وروستۍ کړه

Pa.azadiradio.com 

اریانا افغان هوایي شرکت د سوداګریزو مالونو د لېږد طرحه وروستۍ کړې ده. د جمهوري ریاست د رسمي وېب‌پاڼې د معلوماتو پر بنسټ، له ولسمشر غني سره په دغه وېډیویي ناسته کې د اریانا هوایي شرکت مشر عالم شاه ابراهیمي خبرې وکړې او ویې‌ویل، د یادې طرحې په عملي کېدلو سره به د سوداګرو مالونه لکه تازه مېوې او د لومړنیو توکو صادرات او واردات د دې شرکت د الوتکو له لوري وشي. نوموړي وویل، همدارنګه د هېواد کرنیز حاصلات به هم د کرونا ویروس اوسني وضعیت ته په کتو د سیمې بازارونو ته ورسېږي. په دغه ناسته کې ولسمشر غني... Читать дальше...

د نړیوال بانک له‌خوا د افغانستان لپاره ۴۰۰ میلیون ډالري کڅوړه

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د افغانستان ۴۰۰ میلیونه‌ ډالري تشویقې کڅوړه د منظورۍ لپاره د نړیوال بانک اجرائيوي بورډ ته وسپارل شي. د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي وايي، د نړیوال بانک له لوري د دغه تشویقي کڅوړې په تصویب سره افغانستان کولای شي چې د اصلاحي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره ٢٠٠ میلیونه ډالر ترلاسه کړي. نوموړي وویل چې د مالیې وزارت مالي مرستیال په دې تړاو د نړیوال بانک، د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایي پروګرامونو او اسلامي پراختیایي بانک له استازو سره د یوې ناستې پر مهال خبرې کړې دي. ښاغلی مسجدی وایي، په... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Лучшая теннисистка мира сделала заявление перед матчем с Еленой Рыбакиной


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае





Путин в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о догазификации СНТ  


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Очередные кадровые назначения объявлены в Минске




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Тимати

Новый владелец «Блэк Стар Фудс» Совада подал иск против Тимати на 7 млн рублей



Москва

Синоптики предупредили москвичей о порывах ветра и небольших осадках 20 апреля

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net