وقار اتل پر یوټیوب د رباب زده کړې ورکوي
د پېښور يو ځوان رباب غږوونکي وقار اتل د رباب د مينه والو لپاره د وېډیو درسونو يوه لړۍ پيل کړې ده.
د پېښور يو ځوان رباب غږوونکي وقار اتل د رباب د مينه والو لپاره د وېډیو درسونو يوه لړۍ پيل کړې ده.
د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند د نورو ترڅنګ د ګلانو کاروبار هم اغېزمن کړی. کروندګر او پلورونکي وايي، اړ شوي چې ګلان خلکو ته وړیا ورکړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د ازادو مبارزو دغه افغان لوبغاړي په دې وروستیو کې له بیوزلو خلکو سره د مرستې یو کمپاین پیل کړی. هوتک په دې مرکه کې چې صفي الله ستانکزي ورسره کړې په روژې او قرنطین کې په خپلو ورزشي فعالیتونو هم غږیدلی. دا مرکه د ازادي راډیو په یوټیوب کې هم کتلی شئ
افغانستان د کرکټ په تازه درجه بندۍ یا رینکینګ کې په ټیسټ لوبو کې تر بنګله دېش وړاندې شو. د کرکټ د نړیوالې شورا له تازه درجه بندۍ سره سم، چې نن (جمعه) یې اعلان کړه، افغانستان د کرکټ په ټیسټ لوبو کې نهم ځای خپل کړ او تر بنګله دېش مخکې شو. پخوا بنګله دېش په ۵۵ امتیازونو نهم ځای درلود. افغانستان دوه کاله وړاندې د ټیسټ لوبو جوګه شو او تر اوسه پورې یې ۴ ټیسټ لوبې کړي چې دوې یې ګټلي دي.
پخواني افغان اجرائیه رئیس عبدالله وايي، د سیاسي کړکېچ د هواري لپاره خبرو اترو کې پرمختګ شوی او یو ازمایښتي توافق ته رسېدلي دي.
افغانستان یو له هغو درېیو هېوادونو دی، چې د نړۍ په کچه یې د پناه غوښتونکو او کډوالو شمېر زیات دی.
د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د ټولبند له وجې د پېښور د حیات اباد کارخانې هم تړلې پرتې دي. کارکوونکي وايي، سهار په دې هیله کار ته ځي چې ښايي کارخانې فعاله شي خو ماښام تش تور کور ته ستنېږي. د کارخانو د ټولنې مشران وايي، له کارګرانو سره مرسته کوي خو چې کارخانې تړلې وي، تنخا نشي ورکولای. ویډیويي رپورټ.
په پکتیا کې لا هم یو شمېر ادارې او ریاستونه په کرایي ځایونو او مارکېټونو کې خپل خدامات وړاندې کوي، چې د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا د امنیت، ځای او دوی ته د ورتګ پر مهال د ادرس په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ کېږي. د پکتیا ولایتي اداره هم وایي، چې دا مهال ۷ ریاستونه او ادارې په کرايي ودانیو کې چارې مخته وړي. دغه ادارې چې په لوړ پوړیزو ودانیو او کرایي کورونو کې خپلې چارې مخکې بیایي، وخت ناوخت له یوه ځایه بل ځای ته انتقالېږي. د پکتیا ولایت یوه تن اوسیدونکي احسان احسان د پاسپورټ ریاست د بېلګې... Читать дальше...
د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي په دې ولایت کې د ناامنیو د ډېرېدو په غبرګون کې په ټولنیزو رسنیو کې "ګردېز امن نه دی" تر نامه لاندې پوسټونه کوي او د امنیتي ځواکونو مسئولین د امنیت په رواستو کې ناکام بولي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي (سیګار) خبرداری ورکړی دی چې هغه هېواد ښايي د کورونا وایرس د وبا له وجې د روغتیايي ناورین ښکار شي.
د ترکیې په استانبول ښار کې خلکو یو جومات په داسې یوه ځای بدل کړی چې اړ کسان ورتلای او د اړتیا وړ شیان وړیا ترلاسه کولی شي. په ترکیه کې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جوماتونه بند دي او خلک په کورونو کې لمونځونه کوي. نور د سلطان محمد سرور په راپور کې ووینئ.
په کوټه ښار کې د پښتورګو يا بډوکو متخصص او د پښتو ژبې ليکوال پروفېسر ډاکټر لياقت تابان څه موده وړاندې د کوويډ ۱۹ په نوم په نوي کورونا وايرس اخته شو.
په ازبکستان کې د اوبو یو نوی جوړ شوی بند نړېدلی چې له کبله یې په ختیځه سیمه سیداریو کې د سردوبه په نوم د بند اوبه د استوګنې د زرګونو کلیو خواته ورغلي دي. چارواکي وايي، وروسته له هغې چې نن (جمعه) په سهار وختي د اوبو په دې بند کې درز رامنځ ته شو، یولس زره شپږ سوه کلي یې خالي کړي دي. هغه ویډیويي تصویرونه چې ازادي راډیو تر لاسه کړي، په یو 29 متر لوړ د کانکریټ دیوال کې رامنځ ته شوی درز ښيي چې اوبه ترې نژدې کليو ته بهېري. ازبک چارواکو ویلي، دې ماتېدنې د ټول بند ساختمان کمزوری کړی او دوی ویره لري چې ټول د اوبو بند به ونړېږي. Читать дальше...
د مې لومړۍ د کارګرانو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي خو په اسلام اباد کې پښتانه مزدوران وايي، د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند ځپلي دي. د دوی په خبره، په روژه کې د کورنۍ لپاره ډوډۍ نشي پیدا کولای. نور په ویډیويي رپورټ کې.
روسیې د مې په لومړۍ نېټه د کرونا ویروس د ۷۹۳۳ نویو پېښو راپور ورکړ چې په دې هېواد کې په ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي. دا په دې هېواد کې تر دې مهاله په یوه ورځ د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې پېښې دي چې ثبتېږي. له دې سره دې هېواد کې د رسمي شمېرو له مخې په کرونا ویروس د اخته کسان شمېر ۱۱۴۴۳۱ ته ورسېده. همدارنګه په روسیه کې د کرونا له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹۶ کسانو مړینه ثبت شوې چې له دې سره په دې هېواد کې پر کرونا ویروس د مړو شمېر ۱۱۶۹ ته ورسېد. منتقدان باور لري چې په روسیه کې د کرونا ویروس... Читать дальше...
پاکستان، چې له کلونو راهیسې د ماشومانو له ګوزڼ سره په مبارزه بوخت دی اوس له یوه بل ویروس سره مخامخ دی.
په ارزګان کې چارواکي وايي، ددې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو په په بریدونو کې ۳ افغان سرتېري وژل شوي، دري تنه ټپیان دي اویوتن نادرکه دی. دوی همدارنګه وايي چې په دې جګړه کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي او پنځه ټپیان دي. د دغه ولایت د والي ویاند زړګې عبادي نن ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دا بریدونه تېره شپه شاوخوا ۱ بجه د ترینکوټ ښار اړوند د نچین په سیمه کې د ولسي پاڅون کونکو پر کمر بندي پوستو کړي. نوموړي وايي، په دې بریدونو کې د ولسي پاڅونکونکو یوه پوسته هم ویجاړه شوې ده. Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د ۱۶۴ نویو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړ.
د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، تر نن[د مې پر لومړۍ] مازیګره په هغه هېواد کې کووېډ – ۱۹ ناروغۍ ټول ۳۹۱ کسان وژلي چې پکې یې ۱۴۶ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ول.
د پښتونخوا د نورو کلیوالو او غرنیو سیمو په څېر د کوز دیر تالاش دره هم د فطرت په رنګونو ښایسته او ګلورینه ده خو د ژوند له ډیرو اسانتیاو اوس هم بې برخې ده
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي، هڅې یې پيل کړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس د خپرېدا له کبله ښايي افغانستان له یوه ناورین سره مخامخ شي.
د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره وايي، د کورونا وایرس له کبله د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو په افغانستان کې ۷ میلیونو ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي.
پاکستان د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د پولیو واکسینو د تطبیقولو هغه لړۍ درولې ده چې ټیمونه به چم په چم او دروازه په دروازه ګرځېدل او ماشومانو ته به یې څاڅکي ورکول
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وايي، داسې شواهد یې کتلي چې پوره ډاډ ورکوي، کرونا ویروس د چین د ویرولوژۍ یا ویروس پېژندنې له یوه لابراتوار څخه سرچینه اخلي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.