"په عرب اماراتو کې بې روزګاره شوي مسافر په بد حالت کې دي"
د پاکستان حکومت د کورونا وایرس له کبله متاثره شوي بهر مېشتي پاکستاني وګړي یې یوازې نه دي پرېښي بلکې د هغوي ستنولو لپاره یې پوره منصوبه بندي کړې ده.
د پاکستان حکومت د کورونا وایرس له کبله متاثره شوي بهر مېشتي پاکستاني وګړي یې یوازې نه دي پرېښي بلکې د هغوي ستنولو لپاره یې پوره منصوبه بندي کړې ده.
د کابل امنیتي چارواکي وایي، نن تر غرمې وروسته درې حلقې مقناطیسي ماینونه د یولسمې حوزې په مربوطاتو کې چاودلې چې ۴ ملکي وګړي او یو پولیس په کې ټپیان شوي دي. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن رسنیو ته ویلي چې د چاودنې سیمې ته نژدې یو بل موټر اور اخستی و چې هغه هم د چاودیدونکو موادو ډک وو. د ښاغلي فردوس په خبره د امنیه قومندانۍ د انجینرۍ ټیم د دغو موادو په شنډولو بوخت شول او سیمه یې د تګ راتګ لپاره هم تړلې وه. د پېښي په تړاو د موټر چلوونکی د پولیسو لخوا نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی. Читать дальше...
افغان چارواکي وایي، یو شمېر افغان خوشې شوي بندیان له ترکمنستان څخه د آقینې بندر له لارې افغان دولت ته وسپارل شول. د جوزجان د والي مرستیال عبدالقادر مالیه د افغان دولت په استازیتوب د آقیني بندر ته ورغلی و. نوموړي له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ۵۸ بندیان چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو دي، نن تر غرمي وروسته هېواد ته ستانه شول. هغه زیاته کړه: "ما ته د دولت په استازیتوب ۵۸ تنه افغانان چې د ترکمنستان په محبس کې بندیان وو، په آقینې بندر کې تسلیم کړای شول." د نوموړي په خبره دا بندیان د جوزجان، فاریاب، بلخ، بغلان او غور ولایتونو دي. Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۶۲ مثبتي پېښې ثبت شوي دي چې په دې سره په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۶۶۰ تنو ورسېد. د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن په یوه پیغام کې رسنیو ته وویل چې پرون ۶۷۲ نمونې اخستل شوې وې. د نوموړي په خبره له تیرې ورځط راهیسې ۲ تنه د همدې ناروغۍ له کبله په افغانستان کې مړه شوي دي او ۷ تنه نور بېرته روغ شوي دي.
ایران د کارابین په اوبو کې د سمندري غلاوو په اړه د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د تېلو ډک پنځه ټانکرونه د وېنزویلا سواحلو ته پرلاره دي. د امریکا یوه لوړ پوړي چارواکي تیره اوونۍ رویترز خبري آژانس ته ویلي و چې دغه هېواد وېنزویلا ته د ایران د تطلو د لېږلو په مطالعه بوخت دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د یکشنبه په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیریش ته په یوه استولي لیک کې د کارابین اوبو ته د سرتېرو د لېږلو په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ.... Читать дальше...
د افغانستان د ولسمشراشرف غني او د هغه د سیاسي سیال ترمنځ د سیاسي موافقې لاسلیک د خلکو بیلابیل عکس العملونه را پارولي دي. ځینې خوښې کوي او ځینې هغه د ولس په حق کې جفا بولي. لیمه هادي په دې راپورکې د کابل د یوشمیراوسیدونکو نظرونه را اخیستي دي.
په داسې حال کې چې په اروپا کې د کرونا ویروس مثبتي پېښي په راکمېدو دي، اروپایي هېوادونو هڅي ګړندۍ کړي چې د همدې وبا له کبله مخکیني لګول شوي محدودیتونه راکم کړي. له دې سره هممهاله د نړۍ پر اقتصاد د کرونا ویروس د اغېزو په اړه اندېښنې هم ډېرې شوي دي. د پسرلي په پیلېدو په اروپا کې کلیساوې، تاریخي ځایونه ، پلورنځي، رسټورانونه او بارونه په تدریج بېرته پرانستل کېږي. په عین وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان نن خپله دوه ورځنۍ کلنۍ غونډه پیلوي. په نړۍ کې تر اوسه ۳۱۵ زره کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي... Читать дальше...
د منځنۍ اسیا هېوادونو سلګونو کډوال له څو ورځو راهیسې د روسیې او قزاقستان تر منځ پر پوله بند پاتې دي.
د پاکستان سپريم کورټ تېره مياشت د کورونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي په لړ کې د حکومتي ګامونو ازخود نوټس واخيست.
د عبدالله عبدالله په مشرې د ثبات او همپالنې ټیم غړي وايي، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو اړوند ټول مسایل اوس د بحث وړ نه دي.
یو شمېر د دې هوکړي هرکلی کوي او له مشرانو غواړي چې هېواد کې د سولې او اقتصادي پراختیا لپاره هڅې وکړي خو یو شمېر بیا تېر ته په کتو وايي، په هېواد کې وضعیت ښه کیدو ته هیله مند نه دي.
په بلخ ولایت کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د وضع شویو محدودیتونو لرې کېدو د دغه ولایت د عامې روغتیا اداره له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.
په جوزجان ولایت کې یوشمیربې ځایه شوي سخت ژوند تیروي. بې وزلي او د مناسبې سرپناه نشتوالی د دوی اصلي ستونزې دي. په وروستیو کې د قویاش په نوم یوې موسسې هڅې پیل کړي چې د ورځې شاوخوا دوه زره کورنیو ته ډوډوۍ وویشي. نورپه دې راپورکې
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست احمد ضیا سراج د دغې ګډې خبري ناستې پر مهال وویل چې د تېر په پرتله اوس له نړیوالو ترهګریزو ډلو سره د طالبانو اړیکې زیاتې شوې دي.
د غزني چارواکي وايي د غزني چغتو ولسوالۍ په قیاق دره سیمه کې وسلهوالو طالبانو پنځه تنه لومړی وژلي او بیا یې جسدونه سوځولي دي." د ولایت ویاند وحیدالله جمعهزاده د دوشبنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "پېښه تېره شپه رامنځته شوې او په وژل شویو او سوځول شویو کسانو کې درې تنه ملکیان او دوه هم پولیس افسران دي." ښاغلی جعمهزاده زیاتوي درېیو تنو ملکیانو چې غوښتلیې له مالستان ولسوالۍ څخه غزني ښار ته راشي پر لارهیې دوه تنه پولیسو افسران هم له ځان سره سپاره کړي چې د وسلهوالو طالبانو پر کمین وربرابر شوي دي. Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو اقتصاد د روان میلادي کال په دویمه ربعه کې له یو ګام رالوېدو سره مخ دی، خو د ۱۹۳۰ميلادي کال د ستر ډیپریشن په څېر به نه وي چې ډېر کلونه یې دوام وکړ.
د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د ملي وحدت د تېر حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي لانجو د حل په هدف په لاسلیک شوي تفاهم لیک کې، د ملي جنبش مشر جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکول شوې ده.
افغان چارواکي وايي: "طالبانو د روژې میاشتې له پیله تر اوسه پر روغتون، جنازه، پر سرکاري ودانیو او ولسي سیمو د ډله ییزو ترهګرو بریدونو په کولو لسګونه هېوادوالو ته مرګژوبله اړولې.''
په نورستان کې حکومتي مسؤلین هم وايي چې په یاد ولایت کې لا هم د واورینو پړانګانو په ګډون، صحرایي غواګانې، غرڅان، غرني چرګان او نور مارغان شته چې په یو شمېر ناامنو سیمو کې يې وسلهوال کسان ښکار کوي.
په بغلان او نورستان کې د ۴۴۴ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروګرام د یاد وزارت لهخوا په یادو دوو ولایتونو کې ۲۱۱ میلیونه او ۲۹۲ زره او ۴۵۲ افغانیو په لګښت پلی کېږي. د کرنې وزارت په بغلان ولایت کې د دې پروګرام په لړ کې، د پیازو او کچالو ۲۰۰ زېرمتونونه، د مېوې د ساتنې لپاره پنځه صفر انرژۍ سړې خونې جوړوي. همدارنګه د دې پرګرام په اساس د سبو او مېوو وچوونکې دستګاوې چې په لمریزه انرژۍ کار کوي، د بغلان پر یو شمېر بزګرانو او بڼوالو وېشل کېږي. ... Читать дальше...
د افغانستان د سوداکرۍ او صنایع خونې چارواکي وایي، د چابهار بندر له لارې هند ته ۱۵۰ ټنه وچه مېوه صادرېږي. د دې خونې مرستیال محمد یونس مومند نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دا به په راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي. نوموړي وویل چې تر دې وړاندې چين ته ۱۱۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي. ښاغلی مومند وایي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي هلې ځلې کوي چې صادرات زیات کړي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله صادرات او واردات په ټپه درېدلي و او په اکثرو ښارونو... Читать дальше...
سرمقاله لیکونکي لیکلي، تر دې وروسته که اشرف غني د قانوني ولسمشر په توګه د سولې مخالفت کوي دا طبیعي ده چې عبدالله به د سولې په پروسه کې د غني پر خلاف ډېر فعال شي او که د بهرنیانو ملاتړ ورسره وي بیا به د تېر دوه سره حکومت وضعیت تکرار شي.
واشنګټن پوسټ دا موافقه د ښاغلیو غني او عبدالله ترمنځ د واک وېش بللی دی.
امریکا متحده ایالات روسیې ته د تنفس ۲۰۰ مصنوعي دستګاوې یا وېنټېلېټر ورکوي. امریکا وروسته له هغه د دې مرستې ژمنه وکړه چې په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر بېخي زیات شو. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بېګا له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفون خبرې کړي او هغه تهیې ویلي چې امریکا له روسیې سره د تنفس د مصنوعي دستګاوو مرسته کوي. د تنفس مصنوعي دستګاوې په کرونا ویروس هغو اخته ناروغانو ته لګول کېږي چې وضعهیې خرابه وي او په طبیعي توګه د تنفس اخیستلو وس نهلري. د تنفس دا مصنوعي دستګاوې... Читать дальше...
په خوست کې پرون یوه ماین چاودنه شوې چې پهکې یو ملکي کس وژل شوی او ۱۰ تنه نور ټپیان دي. د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي. ښاغلی حیدر زیاتوي: "یکشنبه مازیګر د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د وسلهوالو مخالفینو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې ده. یو ملکي کس وژل شوی. اته ټپيان دي او دوه پولیس هم ژوبل دي." د ده په وینا د چاودنې ټپیان ټول روغتونونو ته انتقال شوي دي. چا تر اوسه د دې ماین چاودنې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی. په... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.