يونېسکو وايي، باور لري چې هنرمندان تر بل هر چا ډېر توان لري چې د کورونا وايرس په موجوده وبايي حالت کې خلکو ته حوصله او هيله بښونکي پيغامونو ورکړي. خو پښتانه هنرمندان وايي، د کورونا وایرس وبا یې ستونزې تر پخوا لا ډېرې کړې او له سرکاره یې مرسته غوښتې. هارون باچا رپورټ راکوي.
د ټکنالوژي کمپنۍ، فېسبوک د څارنې يوه شل کسیزه ډله جوړه کړې چې د نورو ځينو کارونو ترڅنګ به د ټولنيزو اړيکو پر ویبپاڼې، فېسبوک ډاټ کام او تصويرونو خپروونکي اېپ انسټاګرام خپريدونکي مواد ارزوي.
یوه افغان زلمي د لومړي ځل لپاره په کندهار کې د ځمکني توتو کښت تجربه کړی. هغه اوس له خپلې کروندې په کال کې ۳ وارې حاصل اخلي او بازار ته یې وړاندې کوي. صادق رښتینی د دغه ځوان، چې کرهڼه یې لوستې، کروندې ته تللی او دا راپور یې چمتو کړی دی.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز په کرونا ویروس اخته شوی دی.
د دغه وزارت ویاند وحید مایار رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې دا موضوع تأیید کړه او ویېویل چې د ښاغلي فېروز روغتیايي وضعیت ښه دی.
ښاغلی مایار زیاتوي: "ښاغلي فېروز له څو ورځو راهیسې د کرونا ویروس نښې نښانې درلودې او په کورني قرنطین کې و، روغتیايي وضعیتیې ښه دی او په تجرید کې دی."
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې ښاغلی فېروز په رسنیو او رسنیزو غونډو کې نهدی لیدل شوی.
د دې وزارت سرپرست وایي د دې کار موخه د بېلابېلو ټولګیو درسي موادو ته پر وخت د زدهکوونکو لاسرسی دی.
یونېسف په یوه تازه راپور کې په دې اړه د اندېښنې ترڅنګ ویلي چې اټکل شوی د 'کووېډ-۱۹' وبا د اعلان له پیل څخه تر ۹ میاشتو پورې په ټوله نړۍ کې ۱۱۶ میلیونه نوي ماشومان وزېږي چې ۲۹ میلیونه بهیې په جنوبي اسیا کې وي.
اوسمهال ځینې څېړنې روانې دي چې له لارې یې د دې معلومولو هڅه کېږي چې ایا سپي کولای شي چې د بوی حس په استعمال په یو کس کې د کورونا وایرس د موجودګۍ پته ولګوي؟ د دې لپاره د سپیو د روزنو بهیر لا په لومړني پړاو کې دی. په دې اړه د رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونو ویډیويي رپورټ وګورئ
یوه ایراني سړي د اوښ تشې د دغه هېواد د ګمرکاتو په رسمي لېست کې ثبت کړي او په عراقیانو یې پلوري.
د ازادې اروپا د فردا څانګې د یوه راپور له مخې حامد ترعیب وايي چې دی د اوښ یو لیتر تشې (متیازې) په ۵۰ ډالرو پلوري او له اتو میاشتو راهیسې یې ۳۷۰ لیتره خرڅې کړې دي.
حامد وايي کلهیې چې غوښتل د اوښ تشې د صادرولو لپاره رسمي جواز ترلاسه کړي د کرنې او مالدارۍ ادارې مسؤلینو پورې خندل.
د منځني ختیځ په تېره بیا عربو هېوادونو کې ځيني خلک په دې باور دي چې د اوښ تشې د یو شمېر ناروغیو په درملنه کې ګټورې تمامېږي. Читать дальше...
د امریکا د ملي ګارد ۶۰ سرتېري او شپږ چینهوک هلیکوپټرې منځني ختیځ او افغانستان ته د اکمالاتو د رسولو په هدف پرون له امریکا حرکت پيل کړی.
د امریکا په اورېګن کې د ملي ګارد د قوماندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې له افغانستانه د سرتېرو د را ایستلو پروګرام ته په پام به دا سرتېري او پهکې عسکر د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مخنیوي لپاره د اکمالاتو په برخه کې اغېزمن تمام شي.
په اعلامیه کې د جنرال ویلیم پریندر په حواله لیکل شوي چې دغو سرتېرو د اکمالاتو په برخه کې ډېر فعالیتونه کړي او خپله وړتیا یې ښودلې ده.
امریکایي... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي که چېرې هېوادونه د کورونا وایرس له کبله د لګول شویو بندیزونو نرمول په ډېر احتیاط او منظم ډول ترسره نه کړي، د بندیزونو د بېرته پیلېدو خطر شته.
طالبان وايي د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا برادر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي.
د اعلامیې له مخې ښاغلي خلیلزاد سیمې ته دا سفرد سې شنبې په ورځ پیل کړی
په روسیه کې د طب محصلین وايي که په روغتونو کې په کورونا ویروس له اخته ناروغانو سره کار ونکړي، له پوهنتونه د ایستل کېدو له تهدید سره مخامخ کیږي. روسیه هره ورځ شا او خوا لس زره د کوويډ۱۹ نوې پيښې راپور ورکوي . ویل کیږي په دې هیواد کې تر سلو زیات روغتیایي کارکوونکي د کورونا ویروس له کبله مړه شوي دي.
ملګرو ملتونو د همدې لپاره په خوارو هېوادونو کې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي او رامنځته کېدونکي بحران لپاره د پنجشنبې په ورځ د څلور میلیارده او ۷۰۰ میلیونه نورو ډالرو غوښتنه وکړه، ترڅو د میلیونونو انسانانو ژوند وژغوري او د کرونا ویروس د خپرېدو مخه په هغو هېوادونو کې ونیسي چې ځپل شوي دي.
د عراق پارلمان نوي صدراعظم مصطفیالکاظمي ته چهارشنبه ناوخته په غوڅ اکثریت د باور رأیه ورکړه.
په دې ترتیب د عراق د نوې کابینې د تشکیل لانجه چې له میاشتو میاشتو د دې هېواد د کړکېچ یو عمده دلیل بلل کېږي تر یوې اندازې هوار شو.
مصطفیالکاظمي د عراق د ملي اطلاعاتو پخوانی رئیس و.
د الکاظمي د نوې کابینې ۱۵ نوماند وزیرانو هم د باور رایه خپله کړه.
یوازې د بهرنیو چارو او د نفتو نوماند وزیرانو د عراق په پارلمان کې د خلکو د استازو د نظر د اختلاف په سبب د باور رایه وانهخیسته.
د عراق په پلازمېنه بغداد... Читать дальше...
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف ویلي د 'کووېډ-۱۹' وبا له اعلان څخه وروسته په ۹ میاشتو کې به په ټوله نړۍ کې ۱۱۶ میلیونه ماشومان وزېږېږي.
له دې ډلې یو میلیون ماشومان به په افغانستان کې دې نړۍ ته سترګې پرانیزي.
یونېسف په دې اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په خاطر به امېندوارې ښځې او نوي زېږېدونکي ماشومان له ستونزو سره مخ وي.
په اعلامیه کې له دولتونو او تمویلوونکو ادارو غوښتل شوي چې امېندوارو ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره بېړني روغتیايي خدمتونه تأمین کړي.... Читать дальше...
تر دې دمه په نړۍ کې تر ۳۷ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر دوه لکه ۶۳ زره زيات ورڅخه مړه شوي او تر ۱۲ لکه زيات بېرته رغېدلي هم دي.
د افغانستان مرستیال ولسمشر امراالله صالح د کابل په شمال کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو وروستي عملیات بریالي بللي او ویلي یې دي چې د ترهګرو او د هغوی د تمویلوونکو په وړاندې د شواهدو اندازه مخ په ډېرېدو ده.
صالح نن سهار په یوه ټویټ کې د دې مسئلې یادونه کړې ده.
هغه ویلي چې د افغانستان ملي امنیت ته د کابل په شمال کې د داعش خراسان او حقاني ډلې په ګډې هستې د بریالیو عملیاتو مبارکي وايي.
د افغانستان مرستیال ولسمشر ویلي چې په دې عملیاتو کې د نیول شویو مهماتو په ډله کې د داعش ډلې مشهوره چاړه چې د خلکو... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمي خلیلزاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له مرستیال او د سیاسي ډلې له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن په خپله ټویټر پاڼه د دې لیدنې خبر ورکړی دی.
شاهین لیکلي چې ډاکتر خلیلزاد او ملا برادر د قطر د بهرنیو چارو د وزیر مطلقالقحطاني په حضور کې د بندیانو په چټک خلاصون، د بینالافغاني مذاکراتو د پيل او د توافقنامې په بشپړ تطبیق اوږدې خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلامیه ورکړې وه چې... Читать дальше...
په پکتیا کې د نږدې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د مديریت د برنامې چارې پیل شوې.
د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنیر محمدالدین مومند وايي چې د دغه پروګرام له مخې به د پکتیا په مرکز ګردېز او ۱۴ ولسوالیو کې ۱۲۲ د ممیزو خونې، ۷۷ د مڼو سړې خونې، ۳۰۲ د کچالانو او ۱۹۹ د پیازو زېرمتونونه جوړ او ۲۲۳ بزګرانو او بڼوالانو ته به د مېوو او سبو وچوونکې الې ووېشل شي.
مومند زیاته کړه چې پکتیا ته په دې برخه کې له ۷۰۰ پروژو څخهیې هره جوړېدونکې د مڼو سړه خونه به ۲۵ ټنه، هره ممیز خونه به... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمي خلیلزاد د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له مرستیال او د سیاسي ډلې له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل.
په ننګرهار ولایت کې د ګلخانې یا تر پلاستیک لاندې محصولاتو د لومړي فصل حاصلات بازار ته وړاندې شول.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه وزارت د کلیوالو او لیرې پرتو سیمو د کرنې پراختیا پروژې په ننګرهار ولایت کې بزګرانو او علاقهمندانو ته ۱۸۰ لویې سوداګریزې ګلخانې او ښځو ته ۲۳۰ وړې ګلخانې جوړې کړي.
نوموړي زیاته کړه، دغه ګلخانې په اچین، کوټ، رودات، خوګیاڼیو، چپرهار او شېرزادو ولسوالیو کې ۴۱۰ بزګرانو ته جوړې شوې.
نوموړی وايي اوسمهال بزګرانو له دې... Читать дальше...
ډیپلومات لیکي، د امریکا مرکزي قومانداني لږترلږه له ۲۰۱۳ کال راپه دې خوا هره میاشت د هوایي ځواکونو د بریدونو په اړه معلومات شریکوي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس هغه پرېکړهلیک ویتو کړ چې پر ایران د کانګرس له اجازې پرته د پوځي اقدم مخه نیسي.
په هغه بیان کې چې پرون خپور شوی، ټرمپ د ولسمشر د جګړې د صلاحیتونو د محدودولو لپاره د کانګرس د غړو دغه هڅه ډېر سپکاوی او له حقایقو او قانون څخه د ناسم درک پر اساس بللې ده.
د استازو جرګې لهخوا دغه نادره دوه ګوندیز پرېکړهلیک چې اجرایي بڼه نهلري، په تېره مارچ میاشت کې تصویب شوی و. مخکې دغه پرېکړهلیک سنا جرګې هم تأیید کړی و.
دغه پرېکړهلیک د امریکا په هوایي برید... Читать дальше...
د امریکا پوځ وایي، تېر کال د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې له ۲۰۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې.
په هغه راپور کې چې پرون د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون لهخوا خپور شوی ویل شوي چې تېر کال د امریکایي ځواکونو په بریدونو کې په افغانستان، عراق، سوریه او سومالیا کې ۱۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغه راپور له مخې تر ټولو ډېر تلفات په افغانستان کې ملکي وګړو ته رسېدلي چې د وژل شویو شمېر یې ۱۰۸ تنه او د ټپیانو ۷۵ تنه ښودل شوی دی.
خو د بخښنې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Сотрудники Росгвардии приняли участие в чемпионате Центрального округа по боксу.
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Рыбакина: знаю, что меня поддерживают в России, но болельщиков из Казахстана намного больше
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Швеция хочет ограничить доступ в Балтийское море российским танкерам
Путин в России и мире
Москва
Путин всё знал, но никого не предупредил: Немцы обвинили Москву в прорыве израильского Купола
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: Западу неинтересны планы Киева по атаке на Крымский мост
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Иностранный бизнесмен Совада подал иск против Тимати в размере 7 млн рублей
Москва
В Москве 19 апреля ожидается облачная погода и небольшой дождь
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net