بلوچستان کې لاک ډاون نشته یوازې کاروبار بند دی: انجمن تاجران
د بلوچستان سوداګر وايي ، په صوبه کې د لاک ډاون په نامه یوازې کاروبار بند دی خو نور د ولس تګ راتګ د عام ژوند په څېر روان دی.
د بلوچستان سوداګر وايي ، په صوبه کې د لاک ډاون په نامه یوازې کاروبار بند دی خو نور د ولس تګ راتګ د عام ژوند په څېر روان دی.
د سوریې پر خاوره د اسراییلو په تازه برید کې ۱۴ ایراني او عراقي ملیشې وژل شوي دي. دا خبره د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان کړې ده. دا کسان د دیرالزور په ختیځ کې وژل شوي دي. د ایران او عراق ملېشې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم په ملاتړ جنګېږي. د فرانسې خبري اژانس او اسوشیټيډ پرېس د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان په حواله ویلي چې یو شمېر نور کسان ټپیان هم دي او ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي. اسراییل له کلونو راهیسې د سوریې د متحدو ایراني ملیشو پوځي اډې، د سوریې مرکزونه او د بشار اسد د رژیم متحدین په نښه کوي. Читать дальше...
په کابل کې د امریکا سفارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې چارواکې جلا جلا د هغو پرېکړو ملاتړ کړی چې د ایران په پوله کې له افغانانو سره د ایراني پوله ساتو بد چلند وڅېړل شي. افغان چارواکو ویلي چې تر ۷۰ پورې افغان پناه غوښتونکي تېره اوونۍ د ایران سرحدي ځواکونو وهلي او مجبوره کړي یې دي چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي. د هرات ولایت چارواکو ویلي، له هریرود سیند څخه یې ۱۲ مړي ترلاسه کړي دي. د امریکا سفارت سه شنبه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دې اړه د افغان حکومت، مدني ټولنې او خلکو په اندېښنو کې شریک دی. Читать дальше...
د بشري حقونو د څار نړيوالې اداره، هيومين رايټس واچ وايي د پاکستان حکومت د بشري حقونو غېب کړل شوي فعال ادريس خټک د موندلو لپاره سمې پلټنې نه دې کړي.
په پکتیا کې یو شمېر ځوانان کور په کور ګرځي څو د کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې او د دې ویروس سره د مبارزې په اړه کورنیو ته مالومات ورکړي. دوی وایي، په درېیو ولسوالیو کې یې د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي کمپاپن ترسره کړی. نور جزئیات په ویډیوي راپور کې:
د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې له مراسمو د نږدې دوه میاشتو له تېرېدو وروسته، د دواړو لوریو ترمنځ یوې هوکړې ته د رسېدو هیلهمندي زیاته شوې ده.
د مې پر پنځمه مازدیګر د خوست په ګلان کېمپ کې مېشتو سلګونه وزیرستانیو او ځايي خلکو او د خیبر پښتونخوا په سوات کې سیاسي فعالانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ سردار عارف وزیر د وژنې خلاف لاریون وکړ.
په سوات مينګوره نشاط چوک کې په سلګونو دوکاندارانو د احتجاجي مظاهرې پر مهال له حکومته د ټولبند ختمولو غوښتنه کړې ده. په دې اړه د نياز احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.
په پروان ولایت کې نن مازدیګر یوې بمي چاودنې د پروان د برښنا شرکت مرستیال مرتضی سروري وژلی او د پروان برښنا د رییس روح الله ساجد په شمول یې یو شمېر نور کسان ټپيان کړي دي. دا خبره د پروان د برښنا شرکت یوه مسوول توکل رحماني نن ازادي راډیو ته وکړه. د پروان د برښنا شرکت کارګر او مسوولان د برښنا د دوو هغو ستنو په جوړولو بوخت و چې تېره شپه د چاریکارو په ښار کې منفجر شوې وې. تر اوسه پورې چا د نننۍ بمي چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د پروان پولیس دا کار د طالبانو بولي. وسله والو طالبانو تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښودلی. Читать дальше...
د پاکستان منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقی وزیر د یوې سرکاري څېړنېزې ادارې د ورکړو شمېرو پر اساس وايي، که یې په هېواد کې د کورونا وایرس وبا له لاسه ښاربند او ټولبند همداسې دوام وکړ نو څه باندې دوه کروړه اتیا لاکه کسان بېروزګاره کولی شي. وفاقي وزیر اسد عمر د مې پر درېمه نېټه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له ښاربنده په یوه میاشت کې ۱۱۹ اربه روپۍ د محصولاتو په مد کې کمې شوې دي. د ده وینا وه: (په همدغه ۱۱۹ اربه روپو به مو د صحت نظام چلولو، د تعليم نظام به هم چلولو، بجلۍ به هم پیدا کول وي او هر... Читать дальше...
له مارچ میاشتې را وروسته د دوشنبې په ورځ امریکايي سناتوران د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته ستانه شول.
د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې د پاکستان حکومت بې ورلو خلکو ته د احساس پروګرام لاندې مالي مرستې ورکوي خو د شناختي کارډونو او پاسپورټونو ملي ادارې نادرا دفتر بندېدو له کبله ځينې خلک له مرستو محرومه ول. حکومت د نادرا دفتر خلاص کړ چې دارنګه د مرستو ترلاسه کوونکيو د شناختي کارډونو ستونزې حل شي. په دې اړه د احمدالله ويډیويي رپورټ وګورئ ویډیو عمران یونس
د افغانستان برښنا شرکت وايي، له دې امله دوی ته په میلیونونو افغانۍ زیان اوښتی دی.
د خوست مدني فعالان او د رسنیو استازي غوښتنه کوي، چې پدې ولایت کې د کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودیجه باید د اړتیا پر اساس په شفاف ډول ولګول شي.
د یوې خیریه ادارې رضاکار د کورونا وایرس له کبله تر ټولبند لاندې په ماسکو ښار کې وږي کډوال مړوي. دا په داسې حال کې ده چې په روس کې لکونه کډوال خواریکښ ګېر پاتې دي چې زیاتره یې د منځنۍ اسیا له هېوادونو ورغلي دي. اوس چې بې روزګاره شوي او د پروازونو د نشتوالي له کبله خپلو ملکونو ته نشي تللی. د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې ویډیو درته منورشاه وړاندې کوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي، د ۱۵۰۰طالب بندیانو تر ازادېدو وروسته باید طالبان له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي.
زياتره هغه کسان په لیکو کې ولاړ دي چې د حکومت تر احساس پروګرام لاندې ورته دوولس زره روپۍ د ګوتو نښو نه کره والي له کبله نه دي ورکړې شوي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف ویلي تېر ۲۰۱۹ کال د جګړو او تاوتریخوالي په سبب د کورنیو بې ځایه شویو په ډله کې ۱۹ میلیونه ماشومان هم شامل و. دې ادارې نن د مې په پنځمه په یوه راپور کې دا خبره کړې او ویلي یې دي چې دا د بې ځایه شویو ماشومانو تر ټولو لوړ شمېر دی. د افغانستان په برخه کې راغلي چې په دغه هېواد کې د جګړو او تاوتریخوالي په سبب تېر کال ټول ټال ۳ میلیونه کسان بې ځایه شوي چې له ډلې يې سم نیمايي یو نیم میلیون ماشومان دي. د یونیسیف دا راپور "په کور کې ورک شوي" نومیږي او... Читать дальше...
په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو خلکو شمېر نن شاوخوا دوه لکه او دوه پنځوسو زرو تنو اوښتی دی. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون او د ورلډ میټرس ویب پاڼې له مخې په دغه ویروس د اخته خلکو شمېر هم له درې نیم میلیونو کسانو اوښتی دی. له دې ډلې د څه باندې دولس لکو کسانو درملنه هم شوې ده. اخوا د امریکا د واشنګتن پوهنتون وړاندوینه کړې چې ښايي تر اګست میاشتې د کرونا له لاسه د مرګونو شمېر ډېر لوړ شي. د واشنګتن پوهنتون دا وړاندوینه داسې وخت اعلان شوې چې په اروپايي هېوادونو کې له څو اوونیو... Читать дальше...
د بدخشان امنیتي چارواکي وایي د مرکز فیضاباد اړوند یوه سیمه کې په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۹ وسلهوال مخالفین وژل شوي دي. دا خبره د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني نن ازادي راډیو ته وکړه. زیاته کړه: "کومه نښته چې نن شپه په یفتل بالا سیمه کې په څو کلیو کې وشوه او هوايي بریدونه هم وشول په نتیجه کې یې د دولت نهه وسلهوال مخالفین ووژل شول او اووه نور یې ټپيان شول. اووه کلي هم په دې سیمه کې د مخالفینو له وجوده تصفیه شول." روحاني وویل په نښتو کې ملکیانو ته زیان نهدی اوښتی. وسلهوالو... Читать дальше...
دغه وزارت یو خل بیا د کرونا ویروس د چټک خپرېدو خبرداری ورکوي او له خلکو غواړي چې له دغه ویروس څخه د ځانونو او خپلو کورنیو د خوندیتوب لپاره په کورونو کې پاتې شي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی منير اورکزی وايي د کورونا ناروغۍ له کبله له ډېرو سختو تېر شو. نوموړی زیاتوي، په پېښور کې ژوند کوي او هم هلته یې د کورونۍ ۲۹ غړي يوازې د يو هغه تن له وجې په دغه مرض اخته شول کوم چې به د دوی لپاره له بازاره سودا راوړه. اسرار عالم مومند ورسره خبرې کړې
په پاکستان کې د مې تر پنځمې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۱،۵۰۱ ته رسېدلی دی.
د یوه امریکايي پوهنتون د اټکل له مخې په متحدایالاتو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د تدابیرو د نرمېدو له کبله ښايي له دې کبله د مړو شمېر تر هغه زیات وي چې مخکې ویل شوي دي.
په بغلان کې د سکرو د کان دوه کارګر چې د مړینې خبر یې خپور شوی و، بېرته له کانه ژوندي راوتلي دي. د بغلان ولایت د تالهوبرفک ولسوال عبدالاحمد برفکي نن ازادي راډیو ته وویل څلور کارګر څلور ورځې مخکې د سکرو کان ته د سېلاب د ورننوتلو په خاطر د ځمکې لاندې ۱۰۰ مترۍ کې ایسار پاتې و. هغه وویل د خلکو په مرستو باندې دوه تنه دا کارګر له کانه راویستل شول او د دوو نورو ایسارو شویو د ژغورنې لپاره هم هڅې روانې دي. د سکرو کانونه په تېره بیا په هغو سیمو کې چې امکانات کم وي تل پهکې د کارګرو ژوند ته ځیني ګواښونه... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.