د پروان د برښنا شرکت مرستيال په بمي چاودنه کې ووژل شو
په پروان ولایت کې نن مازدیګر یوې بمي چاودنې د پروان د برښنا شرکت مرستیال مرتضی سروري وژلی او د پروان برښنا د رییس روح الله ساجد په شمول یې یو شمېر نور کسان ټپيان کړي دي.
دا خبره د پروان د برښنا شرکت یوه مسوول توکل رحماني نن ازادي راډیو ته وکړه.
د پروان د برښنا شرکت کارګر او مسوولان د برښنا د دوو هغو ستنو په جوړولو بوخت و چې تېره شپه د چاریکارو په ښار کې منفجر شوې وې.
تر اوسه پورې چا د نننۍ بمي چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د پروان پولیس دا کار د طالبانو بولي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په افغانستان کې په تېره بیا د کابل – شمال په لار د برښنا مزي او پایې ډیری وخت په مرمیو ویشتل کېږي او چاودنه ورکول کېږي چې له امله یې د پلازمینې کابل او نورو ولایتونو برښنا د ورځو ورځو لپاره پرې وي.