123ru.net
World News in Pashto
Добавить новость

Новости за 16.05.2020

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت: ترکمنستان ۱۲۶ افغان بندیان خوشې کوي

Pa.azadiradio.com 

ترکمنستان هغه ۱۲۶ افغانان خوشې کوي چې په بېلابېلو جرمونو په هغه هېواد کې بندیان دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو او حسن نیت لپاره د کوچني اختر په مناسبت د دغو بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړ. د اعلامیې له مخې تمه ده دغه بندیان د دوشنبه په ورځ د ثور ۲۹ یاد بندیان په آقینه او تورغنډۍ بندرونو کې افغان سرحدي ځواکونو ته ورتسلیم شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکمنستان د دې اقدام... Читать дальше...

'خوست کې بمي چاودنو کې ۵ کسان ټپیان کړي'

Pa.azadiradio.com 

نن مازدیګر نږدې پنځه بجې د خوست ښار اداري کمپلېکس په سیمه کې جمهوریت دروازې سره نږدې دوې چاودنې وشوې، چې د خوست د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په ګډون ۵ کسان په کې ټپیان شوي دي. د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکتر حبیب شاه انصاري آزادي راډیو ته وویل، چاونه د عامې روغتیا ریاست د مرستیال ډاکتر ګل محمدالدین محمدي پر موټر شوې، چې په اوله چاودنه کې نوموړی او یو ساتونکی يې ټپیان شول. ده زیاته کړه، کله چې د چاودنې سیمې ته پولیس ورسېدل، دویمه چاودنه هم وشوه، چې په هغه کې بیا ۳ پولیس ټپیان شول. د عامې روغتیا... Читать дальше...

فراه کې له کرونا ویروسه رغېدلي څه پیغام لري؟

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولایت روغتیایي مسوولین وایې، تر اوسه په دغه ولایت کې د کرونا ویروس ۳۶ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ۱۲ کسان بېرته روغ شوي دي. هغه کسان چې له کرونا ویروس رغېدلي دې له خلکو غواړې چې کرونا جدي وګڼي او د ډاکترانو سپارښتنې په پام کې ونیسی. لیمه هادي د حفیظ نورزاد رالېږلی راپور وړاندې کوي:




خوست کې دوه بمي چاودنو کې پينځه کسان ټپیان شوي دي

Mashaalradio.com 

د مې پر ۱۶مه مازدیګر نېږدې پېنځه بجې د خوست ښار اداري کمپلیکس په سیمه کې جمهوریت دروازې سره نېږدې دوې چاودنې وشوې، چې د خوست د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په ګډون ۵ کسان په کې ټپیان شوي دي.

جرمني کې د فوټبال بونډیس لیګ لوبې پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

جرمني به لومړنی هېواد وي چې تمه ده د کرونا ویروس د خپرېدو په جریان کي د فوټبال بونډیس لیګ لوبې پیل کړي. ویل کېږي دا لوبي د مې پر ۱۶ د جرمني د ټولو اتلسو لوبډلو په ګډون پیل شي. البته په دې ترڅ کې د سختو روغتیایي اقداماتو تدابیر هم نیول کېږي او سټډیوم به تقریباً خالي وي. هغه لوبي چې په خالي سټډیو م کې ترسره کېږي د ارواح لوبې بلل کېږي او د آلمان د بونډیس لیګ لوبې هم په همدې شرایطو کې پیلېږي. یوازې شاوخوا دوه سوه تنه به اجازه ولري چې سټډیوم ته ورشي چې په هغو کې روغتیایې کارکوونکي، امنیتي ټیمونه او هم د رسنیو استازي شامل دي. Читать дальше...

ایرانۍ محکمې یوه ایرانۍ الاصله فرانسوۍ په ۸ کاله بند محکوم کړه

Pa.azadiradio.com 

یوې ایرانۍ محکمې یوه ایراني الاصله فرانسوۍ د ملي امنیت قضیو په تړاو په شپږ کاله بند محکوم کړه. د فریبا عادلخوا مدافع وکیل نن د رویترز خبري آژانس ته وویل د دې حکم په اړه به داستېناف غوښتنه وکړي او زیاتوي که ومنل شو نو د حبس حکم به پنځو کلونو ته راکم شي. دغه مدافع وکیل زیاتوي، ایران په جنورۍ میاشت کې پر عادلخواه د جاسوسۍ تورونه لیرې کړل خو وایې موکله یې د نورو امنیتي قضیو په تړاو په زندان کې ده. فریبا عادلخواه د پاریس په یوه پوهنتون کې د علمي تحقیقاتو مسئوله ده او د ایران او شیعه مذهب په برخه کې تخصص لري. Читать дальше...

دفاع وزارت: هلمند کې ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په دوو جلا عملیاتو کې افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې ۲۹ وسله وال طالبان وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي. د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې د تیرې شپې عملیات په نهرسراج او سنګین ولسوالیو کې شوي دي. دفاع وزارت وایي، په دې عملیاتو کې زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا عملیات داسې مهال کېږي چې د امریکا دفاع وزارت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په هدف به د طالبانو پر وړاندې خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.

امنیتي چارواکي: پکتیکا کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیکا کې ۳۷ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ اړوند په خربین سیمه کې له تېرې شپې راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له لوري عملیات پیل شوي وو، چې نن غرمه مهال ۱۲ بجې پای ته ورسېدل. د پکتیکا ولایت امنیه قوماندان نثاراحمد عبدالرحیمزي د مې په ۱۶ مه د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې د هوایي ځواک په ملتیا په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو درې سرګروپان (نظامي مسؤل سادات، د مرکز لپاره تش په نوم ولسوال عمر او یوبل ډلګی مشر معتصم) وژل شوي. Читать дальше...





د افغانستان هوايي چلند اداره: هند او ترکیې ته پروازونه لروو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، سره له دې چې د کرونا ویروس د خپرېدو دمخنیوي په خاطر، د افغانستان او ځینو هېوادونو ترمنځ د الوتکو پروازونه محدود شوي خو بیا هم د دغه شرکت الوتکې یو شمېر هېوادونو لکه هندوستان او ترکیې ته په اوونۍ کې یو یا دوه پروازونه لري. د دغې ادارې عملیاتي مرستیال جواد وهابزاده ازادي رادیو ته وویل، د قرنطین له پیل راهیسې تراوسه پورې د الوتکو په ذریعه هېواد ته دافغانانو راستنېدل دوام لري. ده وویل، هره اوونۍ یو شمېر هېوادونو ته لږ تر لږه دوه پروازونه تنظیمېږي او افغانان هېواد ته لېږدوي. Читать дальше...

پښتونخوا کې بند پاتې شویو افغانانو پرمخ تورخم دروازه پرمخ پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازه په کوزه پښتونخوا کې د بند پاتې افغان مسافرینو د راستنېدو پر مخ پرانیستل شوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، چې نن سهار اته بجې یې د تورخم دروازه په پاکستان کې د بند پاتې افغان مسافرو د راستنېدو په هدف پرانیستل شوه. خوګیاڼی وایي، راستنېدونکو مسافرو ته یې بشپړ روغتیایي تدابیر نیولي او اټکل کېږي چې نن شنبه به شااوخوا پنځه زره مسافرین د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي. د یادونې وړ ده چې شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې پاکستاني... Читать дальше...

'فاریاب کې طالب قومندان له خپلو ۲۳ ملګرو سره افغان دولت ته تسلیم شوی'

Pa.azadiradio.com 

په فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو یو قومندان له خپلو ۲۳ ملګرو سره افغان ځواکونو ته تسلیم شول. د د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایې نن سهار رسنیو ته په استولي پیغام کې په دې اړه وویل چې د ملا اکرم په نوم دغه طالب قومندان په ګرزیوان ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره یوځای شو. هغه زیاته کړه: "نن سهار وختي د طالبانو سیمه ییز قومندان چې ملا اکرم نومېږي او له څو کلونو راهیسي له طالبانو سره وو، له خپلو ۲۳ ملګرو سره امنیتي ځواکونو او په ځانګړي ډول په سیمه کې د ملي پوځ د سیمه ییزې ټولۍ منسوبینو... Читать дальше...

غور چارواکي: د نښتو له امله طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د غور سیمه ییز چارواکي وایي وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو یوه امنیتي پوسته نیولې، دوه تنه سرتېري یې وژلي، دوه ټپیان او ۱۱ نور یې ژوندي له ځانه سره بیولي دي. د غور د ولایتي شورا غړي عبدالحمید ناطق نن آزادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د غور -هرات لویې لاري په اوږدو کې د فېروز کوه په ۱۵ کیلومترۍ کې پر یوې امنیتي پوستې برید وشو. نوموړي ویلي په دې برید کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. بلخوا د غور د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمعروف رامش دا پېښه تایید کړې خو د جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه. Читать дальше...

امنیتي چارواکي: پکتیا کې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په پکتيا کې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۶۰ ډېر ټپیان دي. د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، چې نن سهار او تېره شپه د پکتیا په یو شمېر ولسوالیو کې وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو په ګڼو پوستو بېلابېل بریدونه کړي، چې دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې. د پکتیا امنیه قوماندان سلطان داود سلطان نن شنبه د ۱۶ مه ازادي راډیو ته وویل: "د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې نن سهار د هوایي او ځمکني عملیاتو په پایله کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي، په ډنډپټان ولسوالۍ کې ۵ وسله وال... Читать дальше...

ایران ښايي د ملخانو برید د مخنیوي لپاره له پوځي ځواک مرسته وغواړي

Pa.azadiradio.com 

ایران ښایي د دې هېواد په سویل کې د ملخانو د یرغل د مخنیوي لپاره له پوځي قواوو مرسته وغواړي، ځکه د غه موج په یاده سیمه کې د بزګرو حاصلات له خطر سره مخامخ کړي دي.  دا په داسې حال کې ده چې ایران اوسمهال د کرونا ویروس او په عین حال کې د امریکا د بندیزونو له کبله له اقتصادي ستونزو سره لا له وړاندې لاس او ګریوان دی. د ایران د کرنې وزارت یوه ویاند محمد رضا میر ویلي چې د دې هېواد پوځ له ملخانو سره د مبارزې په برخه مرستې ته چمتووالی ښودلی دی. د ملخانو سیل په افریقایي او هم عرب شبه جزیره کې تېره اوونۍ... Читать дальше...

د حسیبې شهید اتم تلین

Mashaalradio.com 

حسیبې یو داسې روڼ فکر له ځان سره یو وړ چې خپل کړېدلی ولس یې د تل لپاره له دې شعوري رڼا بې برخې کړ. روح دې ښاد وي.

123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.