مصري چارواکي: په سینا کې ۱۸ افراطي وسله وال وژل شوي
مصري چارواکي وايي چې په سینا دښته کې ۱۸تنه افراطي وسله وال د مصر د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. د مصر د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن یکشنبې خپور شو ویلي، ملي امنیت د هغو تروریستي عناصرو په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړل چې په بیر العابد سیمه کې په یوه کور کې پټ شوي وو، او له هغه ځایه یې د حملو پلان درلود. بیان زیاتوي چې د دې وسله والو پټنځای دولتي ځواکونو په نښه کړ چې په نتیجه کې یې ۱۸ تنه وسله وال ووژل شول. بیان زیاتوي چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې وسلې او مهمات هم موندلي دي. Читать дальше...