123ru.net
World News in Pashto
Май
2020

Новости за 23.05.2020



پاکستان د الوتکې په پېښه کې وژل شویو کسانو کورنیو سره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یو یو میلیون روپۍ مرسته کوي. د پاکستان د هوایي چلند وزیر غلام سرورخان دغه خبره هغه مهال وکړه چې د کراچۍ په یوه هستوګنیزه ساحه کې یې د لویدلې الوتکې سیمه کتله. هغه وویل: "مسافرین وژل شوي، حکومت پرېکړه کړې چې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته به یو میلیون روپۍ ورکوي، پېښه کې یوازې دوه تنه په ټپي حالت کې ژوندي پاتې دي چې هغوی ته پنځه پنځه لکه روپۍ ورکوو." د پي.ای.اې شرکت ایربس الوتکه پرون له لاهوره کراچۍ ته روانه وه چې د جناح په هوایي ډګر کې له کیناستو څو شېبې مخکې ولوېده. Читать дальше...

ایران کې د کسب او کار، تاریخي ځایونو او زیارتونو د بیا پرانستو اجازه ورکړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر دغه هېواد کې د کسب او کار، تاریخي ځایونو او زیارتونو د بیا پرانستو اجازه ورکړه. حسن روحاني نن ( شنبه) له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه یوې ځانګړې غونډه کې وویل، سر له سبا د اختر په پېل سره د تاریخي ځایونو او موزیمونو دروازې د خلکو په مخ خلاصېږي. ښاغلي روحاني وویل، له دې یوه ورځ وروسته د مې په ۲۵مه نیټه به زیارتونه هم پرانستل شي. هغه زیاته کړه: "کومې پرېکړې چې په نننۍ جلسه کې وشوې، یوه برخه یې زمونږ په فرهنګ او ټولنې پورې تړلې، دا پرېکړې د مقدسو او ځینو نورو ځایونو د بیا پرانستنې... Читать дальше...

واشنګټن پوسټ: د ټرمپ ادارې د هستوي ازمیښت په احتمال بحث کړی

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې چارواکو په امریکا کې د تازه هستوي ازمیښت په احتمال بحث کړی دی. د ورځپاڼې په باور، که دا اقدام عملي شي، دا به له ۱۹۹۲ کال راهیسې لومړنۍ ازمیښتي هستوي چاودنه وي چې امریکا یې کوي. واشنګټن پوسټ د امریکا د یوه برحاله او دوه پخوانیو لوړپوړو چارواکو په حواله ویلي چې د هستوي ازموینې بحث تېره اوونۍ د امنیتي چارواکو په غونډه کې وشو. امریکا پر دې شک کوي چې چین او روسیې په تېرو کلونو کې وړې هستوي ازموینې ترسره کړې دي. د هستوي ازموینو د... Читать дальше...



یونان کې یوه افغانه ښځه وژل شوې

Pa.azadiradio.com 

د یونان د لیسبوس ټاپو د کډوالو په یوه کېمپ کې یوه ځوانه افغانه ښځه د بلې افغانې ښځې له خوا وژل شوې ده. د جرمني ډي.پي.اې اژانس د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دغه پېښه تېر ماښام د موریا په نوم د کډوالو له ګڼې ګوڼې ډک کېمپ کې د ماشومانو پر سر د فزیکي شخړې په پایله کې رامنځته شوې. ویل شوي نه دي چې دغه ښځه په څه ډول وژل شوې. قاتله له پېښې وروسته یوې تپې ته تښتېدلې خو وروسته د پولیسو له خوا نیول شوې ده. د یونان په موریا کېمپ کې ۱۷ زره پنا غوښتونکي دېره دي، حال دا چې دغه کېمپ د نژدې درې زرو کسانو د اوسېدو وړتیا لري.

ولسي جرګه: حکومت دې د باور رایې اخیستنې لپاره د کابینې نوې غړي ور وپېژني

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ تر سیاسي هوکړې وروسته اوس مهال د افغانستان ولسي جرګه ټینګار کوي چې نوي نوماند وزیران باید ژر تر ژره د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره یادې جرګې ته ور وپېژندل شي.

روسیه کې د یوه روغتون دننه اورلګېدنې ۲ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د یوه روغتون دننه اورلګېدنې کم تر کمه ۲ کسان وژلي دي. د روسیې چارواکي وایي، دا اورلګېدنه نن سهار وختي په تاتارستان سیمه کې رامنځته شوې. اورلګېدنه د برښنا د شارټۍ له کبله رامنځته شوې. د روسیې تاس خبري اژانس ویلي، ممکن یو تن بل هم چې د سوځېدو کچه یې زیاته وه، دې پېښه کې وژل شوی وي. له دې وړاندې هم د مسکو او سینټ پیټرزبورګ په روغتونونو کې اورلګېدنې ۱۷ کسان وژلي دي.

افغان حکومت: طالبانو ټوله روژه کې له ۵۰۰ زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، طالبانو په ټوله روژه کې څه باندې ۵ سوه ملکي افغانان وژلي او ټپیان کړي دي. د دغې شورا ویاند جاوید فیصل رسنیو ته په استول شوي پيغام کې ویلي، د روژې په میاشته کې د افغانستان نژدې ټول ولایتونه د طالبانو د بریدونو شاهدان وو. هغه زیاته کړه: "طالبانو د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف، په روژه کې هم وینه تویدنه جاري وساتله، دوی په ۳۰ ولایتونو کې بریدونه وکړل چې ترڅ کې یې ۵۷۶ ملکیان وژل او ټپيان شوي دي." د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، د دوی له خوا د ملکیانو د مرګ ژوبلې ادعا حقیقت نه لري. Читать дальше...

کورنیو چارو وزارت د کابل امنیتي حوزو مسئولینو ته سخت خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په پلازمینه کابل کې يې ځکه په موټر سایکل د خلکو په ګرځېدو بندیز لګولی چې د استخباراتي معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو غوښتل له دغه وسیلې نه په ګټنې تروریستي حملې وکړي.

عامې روغتیا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې دغه هېواد کې ورځ تر بلې د کرونا ویروس پېښې زیاتېږي. د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن خبریالانو ته وویل، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۵۶۲ مشکوک کسان معاینه کړي چې د ۷۸۲ هغو پایله مثبته راوتلې. هغه وویل: "تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۷۸۲ پېښې لرو، ۱۱ تنه مړه شوي دي، ۴۴ روغ شوي دي، له دې سره په افغانستان کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر ۹۹۹۸ ته ورسېد، ۲۱۶ کسان مړه شوي او ۱۰۴۰ تنه روغ شوي دي." له دې سره په ټول افغانستان کې د کرونا پېښې نژدې لس زرو ته ورسېدې. Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт группы "Пикник" начался с минуты молчания в память о погибших в "Крокусе"





Персональные новости
Алла Пугачёва

«Отрешенность от РФ»: адвокат объяснил молчание Пугачевой о теракте в «Крокусе»





د لوګر ولایتي شورا: پل علم زندان کې یو کس د کرونا ویروس له امله مړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د لوګر ولسي استازي وایي، د پل علم ښار په زندان کې یو سپین ږیری بندي د کرونا ویروس له کبله مړ شوی دی. د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، زندان کې مشکوک یو شمېر کسان معاینه شوي چې د ځینو هغوی نتیجې مثبتې راوتلي. هغه زیاته کړه: "یو تن چې محبس کې کرونا نیولی و، سپین ږیری و او مړ شوی دی، پر دې سربېره څلور نور زندانیان هم کرونا نیولي دي." ښاغلی ستانکزی وایي، تر دې پېښې وروسته زندانیانو د دې لپاره د نه خوړو اعتراض کړی چې د ولسمشر د بخښنې ځانګړی فرمان سم نه دی عملی شوی. Читать дальше...

خوست چارواکي: په لکڼو سیمه کې ۴ ماین خښوونکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د خوست چارواکي وایي، د مرکز اړوند لکڼو سېمه کې یې ۴ ماین خښوونکي نیولي دي. د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان تېره شپه د پولیسو له خوا هغه مهال لاس په لاس ونیول شول چې د ماین په ایښودو لګیا وو. دغه کسان له هغه وروسته نیول کېږي چې خوست کې دې وروستیو کې د ماین چاودنو او ځان مرګو څو پېښې وشوې. د دغه ولایت امنیه قومندان سید احمد بابازی هم دوه اوونۍ وړاندې د ماین چاودنې وواژه. د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۵ کړۍ ماینونه چې د حکومت... Читать дальше...

چارواکي: غزني کې ۷ وسله وال وژل شوي 

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې لسو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د والي ویاند وحیدالله جعه زاده د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه ناوخته د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړنده د مېتر ګوډلو په کلي کې افغان هوايي ځواکونو د ملا ذاکر په ګروپ عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې يي د سرګروپ ذاکر په ګډون ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور يې ژوندي نیول شوي دي." په دغه عملیاتو کې د وسله والو اړونده یو عراده فلډر موټر او یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي. Читать дальше...

برازیل کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي

Pa.azadiradio.com 

په برازیل کې کرونا ویروس په چټکۍ په خپرېدو دی او دغه هېواد په دې ویروس د اخته کسانو د شمېر له مخې تر روسیې مخکې شوی دی. د روغتیا نړیوال سازمان سویلي امریکا د کرونا وبا د عمده مرکز په توګه اعلان کړی دی. په برازیل کې په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ د خلکو د اخته کېدو تر ۳ لکو او ۳۰زرو زیاتې پېښې ثبت شوي او تر ۲۱زرو ډېر کسان په دې ناروغۍ مړه شوي دي. خو ځینو متخصصانو ویلي چې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړه کېدو واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي. ویل شوي په برازیل کې تر یو لک او ۳۵زرو ډېر کسان له دې ناروغۍ روغ شوي هم دي. Читать дальше...

لوګر چارواکي: د عامې روغتیا وزارت پر مرستیال برید نه دی شوی

Pa.azadiradio.com 

د لوګر سیمه ییز چارواکي او ولایتي شورا رئیس وایي، نن سهار د کابل او ګردیز پر لویه لاره هېڅ جنګ نه دی شوی. د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي د مې په ۲۳ مه د شنبې په ورځ ازادي راډيو خبریال ته په خپلو خبرو کې د عامې روغتیا وزارت د یوه مرستیال وحیدالله مجروح هغه خبره رد کړه، چې په وینا یې نوموړی په دې ولایت کې د وسله والو د یوه کمین په ترڅ کې تر برید لاندې راغلی او ترې روغ وتلی. ستانکزی وایي، د نوموړي د مالوماتو له مخې وسله وال طالبان د پوهنې او روغتیا سکټور له کارکوونکو سره ستونزه نه لري... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Федерация бокса России на ВДНХ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Даниил Медведев

Битые корты: Медведев и Александрова вышли в четвертьфинал Miami Open


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Москве прошла эковыставка Hydrate The World





Путин в России и мире
Москва

Путин удивился третьему месту Санкт-Петербурга в туристическом рейтинге


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Концерт

Концерт благотворительного фонда Владимира Спивакова прошел в Солнечногорске



Москва

Спортсменки из Электростали приняли участие в учебно-тренировочном мероприятии в Китае

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net