د سولې په چارو کې د افغانستان دولت وزارت وايي چې د سولې د پروسې په اړهیې په کابل کې د مېشتو بهرنیو سفیرانو سره خبرې کړې دي.
د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر عبدالسلام رحیمي پرون مازدیګر د وېډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي رولاند کوبیا، د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي پیر البرټ الساس، د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ګرېټ بېلي، د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارکُس پوتزل او یو شمېر نورو اروپايي چارواکو سره خبرې کړي. Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي پرونیې ۱۰۲ تنه طالبان له زندانونو خوشې کړي دي.
دا خبره د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلې.
هغه ویلي چې څه باندې ۸۵۰ طالب بندیان تر اوسه د افغانستان له زندانونو خوشې شوي او د خبرو تر پیل مخکې نور هم خوشې کېږي.
د امریکا او طالبانو د توافق په اساس چې د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شو افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې کوي او په بدل کې یې طالبان زر تنه بندیان راخوشې کوي.
افغان حکومت بیا ویلي چې بندیان خوشې کوي، خو په تدریجي... Читать дальше...
د بلوچستان حکومت د کوټي په ګډون په ټوله صوبه کې د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر ټولبند د روانې مې مياشتې تر ۱۹ مې نېټې وغځاوه. په دوشنبه د کورنيو چارو صوبايي وزارت په اعلامیه کي ویل شوي چې د ټولبند پرمهال به ټولې تعليمي ادارې، کاروباري مرکزونه او مارکیټونه بند وي. خو سوداګر د ټولبند غځول نه مني
د بلوچستان پښین ولسوالۍ په کلیوالو سیمو کې د لډو لوبه د روژې په میاشت کې ځکه ډېره کېږي چې ډېری کلیوال ځوانان له مسافرۍ یامزدورۍ څخه په دغه میاشت کې ځانونه خپلو کورنو ته رسوي او هلته په بېلا بېلو لوبو ځانونه مشغول ساتي. په دې اړه د صمد شبنم ویډیويي راپور وګورئ.
د خیبر پښتونخوا صوبې په یوه ستر روغتون لیډي ریډینګ کې لسګونه ډاکتران او نرسانې په کرونا وېروس اخته شوي دي.
واشنګټن پوست وړاندې لیکي، د سږني کال له پیله له ایرانه له دوه نیم لکو زیات افغانان پرته له دې چې معاینه یا قرنطین شي خپل هېواد ته ستانه شول. ورځپاڼه د هغو اوازو یادونه کوي چې وايي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ لسګونه راستانه شوي کسان د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله مري.
افغان چارواکو ویلي چې تر ۷۰ پورې افغان پناه غوښتونکي تېره اوونۍ په غیر قانوني ډول د ایران خاورې ته داخل شوي وو چې هلته وهل ټکل شوي او د ایران د سرحدي ځواکونو لهخوا مجبوره کړای شوي چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي.
وړاندې په سر مقاله کې راغلي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدا کچه ورځ تر بلې لوړېږی او که خلک روغتیایي خبرداری په پام کې ونهنیسي، نو ښایي له جګړې هم سخت انساني بحران رامنځته کړي او دې ته په کتو سره افغان حکومت د بندیزونو موده تر راروان اختره تمدید کړه.
د یوه منصبدار په ګډون د هندوستان درې سرتېري پرون د کشمیر په لانجمنه سیمه کې له افراطي وسلهوالو سره په وسلهواله شخړه کې وژل شوي دي.
چارواکي وايي وړمه ورځ په بله وسلهواله جګړه کې د هندوستان ۵ سرتېري وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې هندوستان په سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي چې په تېره یوه میاشت کې یې په نتیجه کې ۲۲ افراطي وسلهوال وژل شوي دي.
نوې ډېلي وايي په همدې موده کې ۲۰ هندي سرتېري هم وژل شوي دي.
دا وروسته له هغې چې د ۲۰۱۹م کال په فبرورۍ میاشت کې یوه ځانمرګي برید ۴۰ ملېشه پولیس وژلي وو، د وژنو تر ټولو لوړ شمېر دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) پلویان په پام کې لري نن سې شنبه د پاکستان ترڅنګ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې احتجاجونه وکړي.
دغه احتجاج د دغه غورځنګ د یوه مخکښ فعال سردار عارف وزیر د وژنې پر خلاف رابلل شوی دی.
د غورځنګ یوه او د پاکستان پارلمان غړي مشر محسن داوړ پرون ازادي راډیو ته وویل: "زموږ اصل پیغام نړۍ ته دا پېغام رسول دي چې دا څنګه وشو او چا وکړل او څنګه زموږ ریاست د دې ترهګرو ملاتړ کوي، هغوی ته وسلې ورکوي او د هغوی ساتنه کوي. زموږ تحریک پر امن تحریک دی او پر عدم تشدد ولاړ یو او یوازنۍ... Читать дальше...
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د بندیانو د خوشې کېدو د پروسې د لا ګړندۍ کېدو غوښتنه وکړه.
د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه په ټویټر کې لیکلي چې په تېرو ۳ ورځو کې د طالبانو تر ۳۰۰ پورې بندیان خوشې شوي چې دوی یې هرکلی کوي.
سهیل شاهین وايي دا جریان کافي نهدی باید د کرونا له ویروس څخه د ژغورل کېدو لپاره دا پروسه چټکه او راتلونکو بینالافغاني مذاکرو ته "ژر" لار اواره شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون وویل چې تېره شنبه او یکشنبه د طالبانو ۱۹۶ بندیان خوشې شوي چې ورسره د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر نږدې ۷۵۰ ته ورسېد. Читать дальше...
د صربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ وايي، د دې هېواد پارلماني انتخابات د روان کال د جون تر ۲۰مې نیټې پورې ځنډول شوي دي.
تمه کېده چې دا انتخابات د اپرېل میاشتې په ۲۶مه، ترسره شوي وی، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله صربیا کې بېړنی وضعیت اعلان شو چې ورسره انتخابات وځنډول شول.
ولسمشر ووچیچ د انتخاباتو په ترسره کولو کې د ځنډ دا اعلان د دوشنبې په ورځ د دې هېواد د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره لیدنه کې وکړ.
په صربیا کې تر نهه نیم زرو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي او نږدې ۲۰۰ کسان د دې ویروس له کبله مړه شوي دي. Читать дальше...
د ازبکستان په ختیځ کې د اوبو د یو بند په ماتېدو ۷۰ زره کسان دغلته د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
قزاقستان هم اعلان کړی چې د ازبکستان پولې ته نږدې یې ۲۲ زره کورونه خالي کړي دي.
د راپورونو له مخې د "سردابه" په نوم د دې بند دېوال څلور ورځې مخکې مات شو چې ورپسې د استوګنې د سیمو او کروندو په لور سخت سېلابونه ووتل.
د ازبکستان رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې تر ۵۰ تنو پورې په دې سېلابونو کې ټپیان شوي دي.
په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې په ازبکستان کې ۲۲ کلي او په قزاقستان کې ۱۰ کلي د دې بند خوشې شویو اوبو لاندې کړي دي. Читать дальше...
د بدخشان ولایت چارواکي وايي، شپږ تنه وسلهوال د دې ولایت د کرانومنجان په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د طالب وسلهوالو یوې ډلې د یکشنبې په شپه د نورستان ولایت څخه د کران و منجان ولسوالۍ پر ځینو سیمو برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
هغه زیاته کړه: "طالبانو له څو خواوو څخه تهاجمي بریدونه پیل کړل چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول. مرګژوبله هم وراوښتې چې شپږ تنه وسلهوال وژل شوي او ۱۰ تنهیې هم ټپیان... Читать дальше...
ولسمشر محمد اشرف غني او افغان خبریالانو د یو مخکښ افغان ژورنالېست مجاهد کاکړ مړینه د افغانستان د رسنیو د کورنۍ لپاره یوه ضایعه بللې ده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه پر خپل ټویټر ولیکل، ښاغلی کاکړ د ۲۰۰۱م کال راهیسې د افغانستان د رسنیو یو فعال غړی و.
همدارنګه، د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یو غړي صدیقالله توحیدي، د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، په افغانستان کې د بیان د ازادۍ لپاره د ښاغلي کاکړ خدمتونه د ستاینې وړ دي.
هغه زیاته کړه: "مجاهد کاکړ شریف سړی، مدبر مدیر او... Читать дальше...
افغان چارواکي وايي، د هغو راپورونو په اړهیې لا هم څېړنې روانې دي چې وايي، د افغانستان او ایران د پولې په اوږدو کې یو شمېر افغان مسافر د ایراني پولهساتو لهخوا شکنجه شوي او اوبو ته غورځول شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل په دې اړه د دوی څېړنې دوام لري. د څېړنو په جریان کې یو لړ پرمختګونه هم شوي دي. په خبرپاڼه کې د دې پرمختګونو جزئیات نهدي ورکړل شوي او د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد هم په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
بلهخوا د ایران... Читать дальше...
د جان هاپکنز د پوهنتون د شمېرو له مخې د امریکا په متحده ایالاتو کې چې د کرونا ویروس ډېر زیان وراړولی دی، نږدې یو میلیون او ۲۰۰ زره کسان په دې ویروس اخته دي. د مړو شمېر هم په دې هېواد کې له ۶۶ زرو پورته دی.
د امریکا متحده ایالاتو د روان کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې له طالبانو سره افغانستان ته د سولې د راوستلو په نوم تړون له لاسلیک کړ څو په پایله کې یې بینالافغاني خبرو ته لاره هواره او اوربند وشي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د سردار عارف وزیر د وژنې پرضد نن د پاکستان تر څنګ د نړۍ په یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه کوي.
Спорт в России и мире
Москва
К.ВАЛИЕВА, 23 КИТАЙЦА, WADA помогают раскрыть сеть секретных преступных отделов. Дело Скрипалей можно дополнить с пользой.
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Соболенко уступила Свентек в финале турнира WTA-1000 в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Синоптик Позднякова: москвичей 7 мая ждет аномально холодная погода
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о героях нашего времени
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Польский судья отказался от должности и попросил защиты у Лукашенко. Он обвинил Варшаву в нечестной политике
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Queen
Свой день рождения White Queen отметила вечеринкой в космическо-морской тематике
Москва
Снег выпал в Москве утром 7 мая
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net