بغلان چارواکي: وسله واله نښته کې ۶ کسان وژل شوي
د بغلان ولایت په بنوی اندراب ولسوالۍ کې نن د اختر له لمانځه وروسته په یوه وسله واله نښته کې ۶ کسان وژل شوي دي.
د اندراب ولسوال محمدمنصور عزیزي آزادۍ راډیو ته وویل چې نښته د اختر له لمانځه یو ساعت وروسته په خوشدرې سیمه کې دوو کورنیو د دښمنۍ په نتیجه کې شوې.
ښاغلي عزیزي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل خو ویې ویل چې پولیس سیمې ته استول شوي او موضوع به له څېړنو وروسته روښانه شي.