د اسراییلو د صدراعظم محاکمه پیل شوه
د اسراییلو د صدراعظم محاکمه نن پیل شوه.
بنیامین نتنیاهو د فساد په یوه قضیه کې چې دی یې سیاسي دسیسه بولي محاکمه کېږي.
نتنیاهو د اسراییلو لومړنی برحاله صدراعظم دی چې جنایي تورونه پرې لګول شوي دي.
نوموړی باید د بیت المقدس په یوه محکمه کې حاضر شي.
دا محاکمه یوه اوونۍ وروسته له هغه پیلېږي چې نتنیاهو د بیسارې پنځمې دورې لپاره د ملي وحدت د حکومت د مشر په توګه لوړه وکړه.