د تورخم دروازه په پاکستان کې د بند پاتې افغان مسافرو او په افغانستان کې د پاکستاني بندپاتې وګړو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې نن شنبه سهار د تورخم دروازه په پاکستان کې د بند پاتې افغان مسافرو او په افغانستان کې د پاکستاني بند پاتې وګړو د تګ راتګ په هدف پرانیستل شوه.
د ننګرهار د چارواکو په خبره، تورخم دروازه به یواځې د نن لپاره پرانستې وي او په افغان مسافرو یې غږ کړی چې له دې فرصته دې استفاده وکړي
د ننګرهار د چارواکو په خبره،، راستنیدونکو مسافر ته یې بشپړ روغتیایي تدابیر نیولي. Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډیره د سولې فرصتونو او کرونا ویروس د مخنیوي په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت لوی سلاکار عزیزالله فضلی وايي چې د طالبانو پینځه کسیز تخنیکي پلاوی لا په کابل کې دی او د خپلو بندیانو د خوشې کېدو د جزئیاتو څارنه کوي.
فضلي بېګا ازادي راډیوته وویل چې د دې پلاوي مشر د عبدالفتاح او ضیا الدین په نوم دوه وګړي یې مشري کوي.
عزیزالله فضلي وویل: "د دولت له خوا چې کوم تخنیکي ټیم دي، لکه د محبسونو ، څارنوالۍ او د شورای امنیت استازي له تخنیکي اړخه ددوي سره خبرې کوي."
د افغانستان حکومت وايي چې تر اوسه د طالبانوتر ۲۰۰۰ زیات بندیان خوشې شوي او د ۱۰۰۰ نورو پر خوشې کېدو هم بحث روان دی. Читать дальше...
په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د بېړنۍ مبارزې کمېټه وايي چې د طبي وسایلو شدیده اړتیا ده.
دا کمېټه د جمهور رئیس له لوري جوړه شوې چې دهغه مرستیال، محمد سرور دانش یې مشري کوي.
د کمېټې ویاند محمد هدایت پرون، د مې په ۲۹مه ازادي راډیوته وویل چې له نړیوالو د بېړنیو طبي موادو مرستې ته اړ دي.
محمد هدایت زیاته کړه: "زموږ د عامې روغتیا وزارت نه شي کولای چې ټول هغه سمپلونه چې را ټولوي وګوري یا هغه کسان چې روغتونونو ته ورځي ټول معاینه کړي، نو جداً له لومړۍ ورځې د طبي وسایلو د تجهیز له کموالي کړېږو."... Читать дальше...
هغه سپین امریکايي پولیس چې د یوه تور پوستي امریکايي پر غاړه یې ځنګون ور ايښې او هغه یې مړ کړی و، نیول شوی او د قتل تور ورباندې لګېدلی دی.
تورن پولیس، ډېرېک چاوین نومېږي.
هغه د مې په ۲۶مه نېټه د جورج فلوید په نوم یو تور پوستی امریکايي سړی نیولی و، لاسونو ته یې ولچکونه ور اچولي او بیا یې هغه پرځمکه غورځولی و.
دا صحنه په سیمه کې یوه ولاړ سړي په ويډیو کې ثبت کړې وه چې پر انټرنټ تر خپرېدو وروسته په ټوله نړۍ کې ډېرو خلکو ولیده.
په ویډیو کې لیدل کېږي چې ۴۶ کلن فلوید په مکرر ډول له پولیسه غوښتنه... Читать дальше...
د اوکراین او هنګري د بهرنیو چارو وزیرانو پرون، د مې په ۲۹مه، پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.
اوکراین هڅه کوي چې د ناټو غړی شي خو د رپوټونو په حواله، هنګري په اوکراین کې پر اقلیت ژبو د بندیز د قانون له کبله د دې کار مخنیوی کوي.
هنګري د ناټو غړی هېواد دی.
د اوکراین په لویدیځ کې د زاکراپاتیا په نوم سیمه کې د هنګریانو اقلیت اوسېږي.
په اوکراین کې میشت اقلیتونه د هغه هېواد د نفوس لس فیصده جوړوي.
د اوکراین حکومت په وروستیو کې یو نوی قانون تصویب کړ چې په هغه هېواد کې يې له میشتو اقلیتونو دا حق واخیست چې په خپلو سیمو کې خپلې ژبې دود کړي. Читать дальше...
په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د کمېدو له کبله ځیني حکومتونه د بندیزونو د لا زیات نرمېدو پر لور ګامونه پورته کوي.
د بریتانیا حکومت پرېکړه کړې چې له راتلونکې اوونۍ څخه به یو شمېر زده کونکي بېرته ښوونځيو ته د تګ اجازه لري او دوکانونه به هم پرانیستل شي.
د فرانسې حکومت رسټورانټونو ته اجازه ورکړه چې د جون د میاشتې له دوهمې نېټې کولای شي چې خلکو ته په انګړونو او خلاصو ځایونو کې ډوډۍ ورکړي.
موزیمونه به هم راتلونکې اونۍ پرانیستل شي خو خلک به مجبور وي چې ماسک واغوندي.
د... Читать дальше...
په مسکو کې پولیسو لږترلږه ۳۲ تنه چې د دوما یو غړی، د ښاروالۍ د شورا یو شمېر استازي او ژورنالیستان هم په کې شامل دی، نیولي دي.
دا کسان د پېژندل شوي روسي ژورنالیست، اییا اذر د نیول کېدو پر ضد داعتراض لپاره را وتلي وو.
ایلیا اذر ۳۵ کلن دی او د نوایا ګزیتا په نوم ورځپاڼې سره یې د ازاد ژورنالیست په توګه کار کاوه.
هغه په روسیه کې د مظاهرو له قانونه په مکرر ډول د سرغړونې له کبله تېره اوونۍ په ۱۵ ورځو زندان محکوم شو.
ایلیا او پلویانو یې په انفرادي مظاهره کې په روسیه کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو... Читать дальше...
د امریکا متحد ایالات به له روسیې سره د کرونا ویروس پر ضد په مبارزه کې د مرستې لپاره د مصنوعي تنفس د ځانګړو ماشینونو (وینټلېټر) دوهمه بسته واستوي.
په داسې حال کې چې د حکومت له زندانونو د طالبانو د بندیانو د ازادۍ لړۍ روانه ده، د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي، طالبانو ته د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نه دی ورپاتې.
په بامیانو کې د معتادینو د درملنې د روغتون مسئولین وايي چې په دې ولایت کې د معتادینو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي چې دوی یې له ګڼو مالي ستونزو سره مخ کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د کوکنارو د کښتونو د دوام خبر ورکوي.
په کابل ولایت کې څه د پاسه اویا کیلوګرامه چرس ونیول شول.
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د دې ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې (۷۴) کیلوګرامه چرس ونیول چې د ګازو په ډبو کې پټ کړای شوي او په یوه موټر کې له پکتیا ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل.
د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.
د ننګرهار پولیسو د نږدې دېرش کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ازادۍ راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې پولیسو د دې ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې پنځلس نیم کیلوګرامه چرس نیولي چې په یوه موټر کې یې یوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کول.
پولیسو په دوهمو عملیاتو کې چې د نشه يي موادو د پرچون خرڅوونکو د نیولو په هدف ترسره شول، (۱۳) کیلوګرامه چرس د خرڅلاو پر مهال ونیول.
د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو د دی دوو قضیو په تور څلور کسان هم نیول شوي دي.
په فاریاب ولایت کې ۴ کسان د نشه يي موادو د خرڅلاو پر مهال ونیول شول.
د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو څلور تنه هغه مهال ونیول چې شراب یې جوړول او په قیصار ولسوالۍ کې یې پر خلکو باندې خرڅول.
له نیول شویو کسانو څخه (۱۳۰) لېټره شراب، دوه نیم کیلوګرامه تاریاک، یو کیلوګرام ښیښه او نیم کیلوګرام هیرویین نیول شوي دي.
نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.
Спорт в России и мире
Москва
На международной выставке-форуме "Россия" в Москве завершилась тематическая неделя спорта
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Андрей Рублёв
«Титул, которым я горжусь больше всего»: Рублёв одолел Оже-Альяссима и выиграл второй турнир серии «Мастерс» в карьере
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Для лесопожарных станций Подмосковья закуплены три новых грузовика
Путин в России и мире
Москва
Посвященную инаугурации Путина марку начали продавать в главпочтамте Москвы
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Польский судья отказался от должности и попросил защиты у Лукашенко. Он обвинил Варшаву в нечестной политике
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Концерт
Концерт рок-группы и фестиваль самодеятельного творчества пройдут в Тынде
Москва
МЧС предупредило о похолодании в Подмосковье до -3 ночью и утром 8 мая
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net