له بده مرغه لاهم خلک کورونا وبا جدي نه اخلي: ډاکټر تاج
کورونا وايرس په پاکستان کې څه باندې ۴۷ زره کسان وهلي او څه باندې یو زر يې مړه کړي دي.
خو په خیبر پښتونخوا کې د ډاکترانو اتحادیې مشر داکټر عامر تاج وايي چې له بده مرغه اوس هم نه حکومت ټولبند عملي کوي او نه ولس د روغتیا اصول په پام کې نیسي.