وسلهوالو په پکتیا کې یو قومي مشر وژلی
نامعلومو وسلهوالو نن ماسپښین په پکتیا کې د فضل په نوم یو قومي مشر په ډزو وژلی دی.
دا خبره د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند حیاتالله نظامي ازادي راډيو ته وکړه.
ښاغلی نظامي زیاتوي: "ماسپښين یوه نیمه بجه. د ګردېز ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د فضل په نوم قومي مشر نامعلومو وسلهوالو بریدګرو په ډزو ویشتلی او شهید کړی یې دی. پولیس لګیا دي چې د دې برید عاملین ونیسي."
بریدګر له سیمې تښتېتدلي و.
تر اوسه چا د دې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.
په پکتیا کې په تېره بیا ګردېز ښار کې مخکې له دې هم د هدفي وژنو پېښې شوې دي.