بامیانو کې بزګرانو لپاره د کرنیزو پورونو د ورکولو پروګرام پيل شو
د بامیانو ولایت بزګرانو لپاره د کرنیزو پورونو د ورکولو پروګرام پيل شو.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل چې د کرنې د پراختیا صندوق لهخوا د دې برنامې له لارې په ټولنیزه توګه ۲۲۵.۶ میلیونه افغانۍ پور منظور شوی چې د دې ولایت په کچه د ۶۶ کوپراټیفونو د غړو او د کچالو تولیدوونکو ټولنو د یو زر او ۵۷۴ بزګرانو په واک کې ورکول کېږي چې د تولید زیاتولو او ښه حاصل په موخه اووه زره او ۳۰۰ جریبه د کچالو کروندې د ملاتړ تر چتر لاندې راولي.
ښاغلي رستمي وویل بزګران کولای شي د دغو پورونو په ګټې اخیستنې سره خپل کرنیزې اړتیاوې پوره او د کچالو حاصلات زیات شي چې دا به د دوی د عوایدو د زیاتوالي لامل شي.
ښاغلي رستمي زیاته کړه چې د بامیانو کچالو ملي او نړیوال شهرت لري او یاد ولایت په هېواد کې د کچالو د تولید تر ټولو مهم ولایت دی چې د هېواد د اړتیا وړ څه باندې ۵۰ سلنه کچالو د بامیانو له ولایت څخه په لاس راځي.