افغان حکومت نن د طالبانو شاوخوا ۹۰۰ بندیان خوشې کوي
د دغه شورا د سولې او ملکيانو د خونديتوب د برخې رئیس انتظار خادم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۶» ازادي راديو ته د دې مطلب د څرګندولو تر ترڅنګ وویل، په دې شمېر طالب بندیانو په خوشې کېدو سره به د سولې لپاره لار نوره هم لنډه شي.