په نړۍ کې د کرونا وبا د رواني اغېزو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه
د ملګرو ملتونو د روغتیا برخې متخصصانو نن د همدې وبا په اړه د یوې لنډې غونډې پر مهال خپله تګلاره بیان کړه او ویېویل، په داسې حال کې چې د 'کووېډ-۱۹' اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ په لومړیو میاشتو کې جسمي روغتیا ته لومړیتوب ورکول شوی دی، خو له رواني پلوه سلامتیا ورته ډېره مهمه ده.