البانیا کې د داعش ډلې سره د غړیتوب په شک تاجکستانی وګړی نیول شوی
البانیا وايي، هغه تاجکستانی وګړی یې نیولی چې د اسلامي دولت د ترهګرې شبکې په یوه ډله کې د غړیتوب په شک یې جرمني په لټه کې و.
د پنجشنبې په ورځ دا اعلان له هغې دوه اونۍ وروسته کېږي چې جرمني چارواکو وویل، دوی ۵ تاجکستانیان په دې شک نیولي چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې غړیتوب یې درلود او یوه وړه ډله یې یې جوړه کړې وه چې د جرمني په خاوره کې یې د بریدونو پلان درلود.
ویل شوي چې په دې ډله کې دوو کسانو البانیا ته سفر کړی و.
د البانیا پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دې هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې د انټرپول پولیسو سره په ګډو عملیاتو کې یو ۲۴ کلن تاجکستاني وګړی نیولی دی.
د البانیا د پولیسو په وینا مشکوک کس د جرمني د محکمې له خوا د نیونې د یو نړیوال امر له مخې نیول شوی دی.