چارواکي: بدخشان کې ۱۱ طالبان وژل شوي
د بدخشان ولایت چارواکي وايي، د پنجشنبې په ورځ د نُسي درواز ولسوالۍ کې په یوه نښته کې تر لسو زیات طالب وسله وال وژل شوي چې د دوی یو ځایي قومندان هم په وژل شویو کې شامل دی.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثنا الله روحاني پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، نښته وروسته له هغې پیل شوه چې وسلوالو طالبانو له څو لورو پر دې ولسوالۍ برید وکړ.
نوموړې زیاته کړه: "په دې نښته کې د طالبانو د یو مهم سرګروپ مخدوم معراج په ګډون ۱۱وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور یې ټپیان شول، په ټپیان کې هم د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال جمعه شامل دی."
د ښاغلي روحاني په وینا په نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان په بله ولسوالۍ جرم کې د وسله والو پر ضد د چارشنبې د ورځې راهېسې پوځي عملیات پیل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په نسي درواز ولسوالۍ کې خپل لورې ته د مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.