د سرپل ۳ چارواکي له یوه بریده روغ وتلي
د سرپل والي عبدالقادر اشنا د دې ولایت د امنیې له قومندان او د ملي امنیت له رئیس سره یوځای له یو کمین روغ وتلی دی.
ښاغلي اشنا ازادي راډیو ته وویل چې د پنجشنبې په ورځ مازیګر مهال له سوزمه کلا ولسوالۍ څخه د راستنېدو پر مهال له کمین سره مخ شول.
هغه زیاته کړه: "د لارې په اوږدو کې کمین نیول شوی و او جګړه وشوه، هلته د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونه وو، ماته راپور راورسېد چې د امنیتي ځواکونو یو کس شهید شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوې دي."
نوموړي وویل چې د نوې امنیې قومندان او د ملي امنیت د نوي مدیر د پېژندنې لپاره یې د سوزمه کلا ولسوالۍ ته سفر کړی و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.