روسیې د پراګ ښاروال د وژنې لپاره د ایحنټ لېږل رد کړل
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هغه ادعاوې رد کړي چې د روسیې یو ایجنټ پراګ ته استول شوی و څو د دې ښار ښاروال او څو نورو چارواکي په زهري موادو ووژني.
لاوروف دا ”جوړې شوې“ ادعاوې بللي دي.
دا موضوع چې د روسیې او چک اړیکې یې ترینګلې کړي، لومړی ځل دی چې روسیه یې په دومره لوړه کچه ردوي.
د چک جمهوریت یوې څېړونکې اوونیزې ریسپیکټ د اپریل په ۲۶ مه یو راپور خپور کړی چې په کې دې بې نومه امنیتي سرچینو له خولې ویل شوي، د روسیې د استخباراتو یو مشکوک افسر چې په ډیپلوماټیک پاسپورټ سفر کوي په وروستیو کې له وژونکو ذهري مواد سره پراګ ته رسېدلی او ګومان کېږي چې د مسمومولو د یوې طرحې برخه ده.
لاوروف د پنجشنبې په ورځ وویل دا ”دا فکر نه شی کېدای“ چې د چک چارواکي دې یو کس وپېژني چې زهرجن مواد ورسره دي او بیا دې هغه پرېږدي چې دې هېواد ته داخل شي.
د چک صدراعظم اندري بابیش ویلي، چک یو خپلواک هېواد دی، او په خپلو کورنیو چارو کې به د نړۍ د هیڅ زبر ځواک لاسووهنه ونه زغمي.
راپورونه وايي چې د چک د بهرنیو چارو وزیر توماش پاټریڅیک په چک کې د روسیې سفیر ته خبرداری ورکړی چې که درې تنو چک چارواکو ته څه پېښ شي عکس العمل به وګوري.
هغه درې چکي چارواکو چې ګومان کېږي د مسمومولو طرحه یې جوړه شوې، په چک کې د هغو اقداماتو ملاتړ کړی چې کرملین یې غوسه کړی.
په دې کې د کرملین د منقد وژل شوي په نوم د روسیې د سفارت په وړاندې د واټ نومول، او د پخواني شوروي د وخت د یو جنرال د مجسمې لرې کول شامل دي.