کندز ښار نن د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف قرنطین شوی دی.
د کندز مرستیال والي حشمتالله رحیمي عرضبیګي په یوه ناسته کې ویلي چې په کندز ښار کې دوشنبه د دوو کسانو د کرونا ټسټ مثبت راووت او له همدې امله د یاد ښار د قرنطین پرېکړه شوې ده.
د کندز چارواکو له خلکو غوښتي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په کمپاین کې له دوی سره همکاري وکړي او له خپلو کورونو ونهوځي.
په کندز کې به له درملتونونو، قصابیو، نانوایانو او خوراکه پلورنځیو پرته نور ټول دکانونه او مارکېټونه تر بل اعلانه تړلي وي.
له دې مخکې د افغانستان... Читать дальше...
نن( د اپرېل پر اوومه) په دوهمه ورځ هم زرګونه کسان د تورخم او چمن پر لار له پاکستانه افغانستان ته روان دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ ته رسېدلی.
دغه وزارت ویلي چې په کرونا د اخته خلکو شمېر د ۵۶ نویو پېښو په ثبتېدو سره دې کچې ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس باندې په هرات کې ۲۷، په کابل کې ۱۲، په کندهار کې ۱۰، په بلخ کې ۵ او په ننګرهار کې دوه کسان تازه اخته شوي دي.
هرات په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د زیاتو پېښو شاهد دی چې پهکې له ۲۵۷ تنه په دې ویروس اخته دي او ورپسې کابل په ۷۳ مثبتو پېښو سره په دوهم ځای کې دی. Читать дальше...
د ډاکتر حنیفالله زوی عتیقالله ازادي راډیو ته وویل چې پلار یې د نورو ناروغانو د درملنې پر مهال په دغه ویروس اخته شوی او اوسیې د کورنۍ نور غړي هم اندېښمن دي چې په دغه ویروس نهوي ککړ شوي.
د نړۍ ګڼ شمېر مرستندویه سازمانونو ویلي چې د نړۍ ډېرو غریبو هېوادونو ته ورکړي پورونه د دې لپاره ور وبخښل شي چې له کرونا ویروس سره په مبارزه کې مرسته ورسره شوي وي.
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانس په کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته اوس په نازک روغتیايي حالت کې دی.
بلهخوا د افغانستان د سيمهييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئيس عبدالمتين بېک پرون دوشنبه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، د طالب بنديانو خوشې کېدل ځکه ځنډېدلي چې طالبان د هغو کسانو خوشې کېدل هم غواړي چې په بشر ضد جنايتونو تورن دي.
د ازادي راډیو اوونیزه 'ژوند په شېبو کې' پروګرام د کندهار تاریخچې ته ځانګړی شوی.
نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه په خپلو نننیو ګڼو کې بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.
په داسې حال کې چې د نړۍ پام کرونا ویروس ته اوښتی، ایران دې خپلو هغو مکلفیتونو ته درناوی وکړي، چې په اټومي تړون کې ورته ټاکل شوي دي.
دا خبره د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره په ټېلېفوني مکالمه کې کړې ده.
مکرون زیاته کړې، د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره دې نړیواله ټولنه همغږې شي.
د فرانسې د حکومت د اعلامیې په حواله، مکرون هیله ښوولې چې ایران داسې تازه اقدامات ونه کړي، چې له اټومي تړون سره په ټکر کې وي او د سیمه ییز کړکېچ په کمولو کې برخه واخلي.
بلخوا... Читать дальше...
مسؤلان وايي، دوی یوازې د ۳ زره کسانو لپاره چمتووالی نیولی و، خو د راستنېدونکو شمېر له دې زیات دی او له همدې کبله دوی اوس یوازې هغه کسان قرنطین کوي چې مشکوک وي.
ولسمشر غني وایي، د داخلي محصولاتو او تولیداتو ملاتړ د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.
ولسمشر غني چې تېره ورځ ناوخته د وېډیو کنفرانس له لارې له یو شمېر متشبثو مېرمنو سره خبرې کولې، وویل چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او ملاتړ په موخه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۰ سړو خونو د جوړولو کار بشپړ شوی او حکومت هڅه کوي چې متشبثو ښځو ته دوامدار او بنیادي فعالیتونه وکړي.
جمهور رئیس همداراز ټینګار وکړ چې د روغتیا د نړیوالو معیارونو مطابق د اتحادیو په تشکیل سره باید د ښځو تولیداتو ته پاملرنه وشي او متشبثې ښځې... Читать дальше...
په فاریاب کې د غنمو د زېرمه کولو يو لوى ګدام ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ګدام د ٥ زره مټريک ټنه غنمو د زېرمه کولو ظرفيت لري.
نوموړي وویل چې دغه ګدام د کرنې وزارت د ٣٣ میلیونه افغانیو په لګښت د فاریاب په میمنې ښار کې جوړ شوی.
چارواکي وایي، د دغه ګدام په جوړېدو سره تر ډېره د غنمو د زېرمه کولو ستونزه هواره شوه.
ویل کېږي په دې سره به د افغان بزګرانو د کروندو غنمو ته هم بازار پیدا او دولت بهيې ورنه په خپل وخت په ښه بیه وپېري چې دواړو لورو ته اقتصادي ښېګڼې لري. Читать дальше...
بلهخوا د افغانستان د سيمهييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئيس عبدالمتين بېک پرون دوشنبه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، د طالب بنديانو خوشې کېدل ځکه ځنډېدلي چې طالبان د هغو کسانو خوشې کېدل هم غواړي چې په بشر ضد جنايتونو تورن دي.
وړاندې راغلي، د غني او عبدالله ترمنځ روان اختلافات څرګندوي چې متاسفانه دواړو لوریو ته د ولس مرګ او ژوبله او د جګړې د رول هېڅ معنا نهلري او دوی خپل نور اهداف پالي.
په بدخشان کې چارواکي وايي، د دې ولایت په وردوج ولسوالۍ کې پنځه وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د بدخشان د امنیه قومنڅدانۍ ویاند ثناالله روحاني وايي، دا نښته د یکشنبې په شپه هغه مهال وشوه چې وسلهوالو طالبانو له څو خواوو د وردوج پر ولسوالۍ برید وکړ.
د ښاغلي روحاني په وینا د طالبانو دا برید د افغان امنیتي ځواکونو لهخوا په شا تمبول شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې د پنځو وسلهوالو پر وژل کېدو سربېره د دې ډلې اووه تنه ټپیان شوي هم دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د هغو کسانو د کرونا ازموینې کوي چې پر دې ویروس د یو فوت شوي ډاکتر سره په تماس کې وو.
ډاکتر حنیفالله حنیف د یو شخصي روغتون متخصص ډاکتر و چې پر کرونا ویروس د اخته کېدو وروستهیې د دوشنبې په ورځ ساه ورکړه.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار ازادي راډیو ته وویل، څه موده مخکې هغه شخصي روغتون چې ښاغلي حنیف پهکې کار کاوه اعلان وکړ چې د کرونا ویروس معاینات کوي.
هغه زیاته کړه: "مخکې له دې چې هر څه د عامې روغتیا له وزارت سره همغږي کړي، د کرونا د معایناتو کار يې... Читать дальше...
تاجکستاني چارواکو د دې هېواد په شمال کې د یو کس له مړینې وروسته د روغتیايي کارکوونکو په شمول ۱۳ کسان قرنطین کړي.
د چارواکو په وینا دا کس سینهبغل ته ورته ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.
روغتیايي چارواکو ویلي، د جابر رسولوف په روغتون کې د مشر ډاکتر په شمول د دې قرنطین شوې ډلې د کرونا ویروس د معایناتو نتایج منفي وو.
د مړ شوي کس خپلوانو ویلي چې هغه ګاونډي قرغزستان ته د واده لپاره تر سفر وروسته ناروغ شو.
د تاجکستان د سغد ولایت په جابر رسولوف روغتون کې وروستي وضعیت د منځنۍ اسیا په دې بېوزله هېواد کې د کرونا ناروغۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړي. Читать дальше...
د ترکمنستان په ختیځ درغن اتا سیمه کې چارواکو د افرادو لپاره د 'ATM' يا د بانکي ماشینونو څخه د نقدو پیسو ایستل نور هم محدود کړي دي.
د چارواکو دې اقدام ته د انرژۍ په دې بډایه هېواد کې د نقدو پیسو د کمۍ د یوې بلې نښې په سترګه کتل کېږي.
د دوشنبې په ورځ د درغن اتا له مرکز څخه د ازادي راډیو خبریال په یو راپور کې وویل چې تېرو دوو ورځو کې د پیسو بانکي ماشینونو مشتریانو ته د نقدي پیسو ورکړه تر ۱۰۰ مناتو "د ترکمنستان پولي واحد" محدود کړې.
له ۱۰۰ مناتو څخه په رسمي نرخ ۳۰ ډالر او د تور بازار په نرخ ۵ امریکايي ډالر جوړېږي. Читать дальше...
امریکا د "روسیې د امپریال خوځښت" په نوم د دې هېواد یوه ډېره نېشنلېسته ډله او درې مشرانيې د ترورېستانو په توګه پېژندلي دي.
دا لومړی ځل دی چې امریکا د سپین نژادو د برتري پالنې یوه بهرنۍ ډله په دې ډلبندۍ کې شاملوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد چارو تنظیموونکي ناتن سېلز (Nathan Sales) د دوشنبې په ورځ دا یو "بېمخینې" اقدام وباله او په یو بیان کې یې وویل: "د دې غورځنګ لاسونه د بېګناه خلکو په وینو سره دي."
دا غورځنګ خپله ځان "د روسیې اورتودکس ملي-هېواد پال او سلطنت پلوی سازمان" بولي. Читать дальше...
په هرات کې روغتیايي چارواکي وايي، نږدې ۴۰ تنه روغتیايي کارکوونکي دغلته په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون سر طبیب محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل، په دې کې ډاکتران، نرسان او د بېلابېلو روغتیايي برخو کارکوونکي شامل دي.
هغه زیاته کړه: "زموږ په روغتیايي پرسونل کې رورنیز متخصصان شامل دي. له بده مرغه زموږ یو شمېر ډاکتران، نرسان، پاکوونکي، د انستیزي متتخصصان او کارمندان په کرونا ویروس اخته شوي دي."
په هرات کې روغتیايي چارواکي وايي، تر اوسه په دې ولایت کې پر کرونا د اخته کسانو ۲۳۰ پېښې ثبت شوې دي. Читать дальше...
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون وروسته له هغې چې روغتیايي وضیعتیې خراب شو د جدي روغتیايي څارنې برخې ته انتقال شو.
د ښاغلي جانسون دفتر وايي، په کرونا ویروس د بورېس جانسون د اخته کېدو راهيسې د نوموړي روغتیايي وضعیت د خرابېدو خواته روان دی.
بورېس جانسون چې ۵۵ کلن دی، د یکشنبې په ورځ د لندن په سینټ توماس روغتون کې بستر شو.
نوموړي ۱۰ ورځې په کور کې تېرې کړې، خو د روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته روغتون ته یوړل شو.
بورېس جانسون د بریتانیا د صدراعظم په توګه د ناروغۍ پر مهال خپل ځیني واکونه د بریتانیا... Читать дальше...
په ننګرهار کې چارواکي وايي، دوی تمه لري چې نن سې شنبه به شااوخوا ۲۰۰۰ کسان له پاکستان څخه د تورخم له لارې افغانستان ته واوړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د دوشنبې په ورځ تر زرو زیات کسان د تورخم له لارې افغانستان ته وراوښتي دي چې ټول معاینه شوي او هغوی چې مشکوک وو، قرنطین شوي دي.
هغه زیاته کړه: "نن د سې شنبې په ورځ به هم دا چاره ترسره کېږي. موږ اټکل کوو چې تر دوو زرو کسان به راستانه شي. دوی به ټول معاینه کېږي. موږ په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نهلرو."... Читать дальше...
د جرمني صدراعظمه وايي، د کرونا ویروس په خپرېدو اروپايي ټولنه د خپل تأسیس راهيسې له تر ټولو لوی ازمیښت سره مخ ده.
دوی له راستنېدو وروسته د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین کېږي او د کرونا ویروس د نښو او علامو د نهلرلو په صورت کې ورته خپلو سیمو ته د تلو اجازه ورکول کېږي.
Спорт в России и мире
Москва
Результаты забега на 5 км на Московском полумарафоне. Аплачкина и Голоктионов установили рекорды соревнований
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Елена Рыбакина рассказала о проблемах на турнире в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Учения по ликвидации лесных пожаров прошли в Богородском округе
Путин в России и мире
Москва
Париж решил показать, что такое ядерное сдерживание России по-французски
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Продюсера Reuters арестовали за публикацию материалов на YouTube-канале «НавальныйLIVE»
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Сергей Шнуров
Матильда Шнурова примерила откровенный наряд в сетку
Москва
Водитель-мигрант ударил подростка по лицу в Подмосковье. Пассажиры спасли от дальнейшей расправы
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net