کورونا وایرس په پکتیکا کې د وزیرستانیو ستونزې ډېرې کړې دي
د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل او لمن ولسوالیو کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، د ښارونو د قرنطین کیدو په شپو ورځو کې يې ستونزې ډېرې شوې دي.
د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل او لمن ولسوالیو کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، د ښارونو د قرنطین کیدو په شپو ورځو کې يې ستونزې ډېرې شوې دي.
ایران د هغو بندیانو رخصتي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې خوشې شوي وو، یوه بله میاشت غځولې ده. د ایران حکومت نږدې یوه میاشت مخکې لسګونه زره بندیان له دې وېرې چې کرونا ویروس زندانونو ته سرایت ونهکړي، په موقتي ډول کورونو ته رخصت کړل. ولسمشر حسن روحاني دا اعلان له هغې مخکېنۍ پرېکړې وروسته کوي چې د ګواښونو کمولو لپاره د اکثر هټیو په ګډون د تجارتي کاروبار بیا پیل ته به اجازه ورکړي، خو ښاغلي روحاني زیاته کړه چې جوماتونه او دیني مرکزونه به د دوو نورو اوونیو لپاره بند وي، خو د روژې... Читать дальше...
دغه سرچینه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو او پهکې د مړینې د راپورونو وروسته، دا موضوع تأییدوي.
تندر قول اردو په میدان وردک ولایت کې وسلهوالو طالبانو ته د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي. د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسؤل ایمل خان مومند رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي چې دا عملیات د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې شوي او په ترڅ کې یې شپږ وسلهوال وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي. ښاغلی مومند زیاتوي چې افغان ځواکونو د دې عملیاتو پر مهال ۳ تنه شکمن کسان هم نیولي دي. وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
دا لړۍ چې د اپرېل پر ۱۶مه پیل شوې د اپرېل تر ۱۹مې له ۷۰۰ زیات کسان د پاکستان لوري ته وراوښتي دي. پاکستاني چارواکي وايي، دا ټول کسان یې په قرنطین مرکزونو کې ساتلي دي چېرته چې هغوی ته د استوګنې او خوراک بندوبست کړل شوی دی.
په افغانستان کې ورځ تر بلې د کرونا ویروس چټک خپرېدو، مشرانو جرګه دې ته اړ کړه چې خپلې عمومي ناستې وځنډوي.
د پاکستان مرکزي حکومت وايي ، تر خپله وسه هڅه کوي چې پر په ملک کې د کورونا وایرس خپرېده قابو کړي او اغېزمن شویو خلکو ته مرستې ورسوي.
په کندهار ښار کې د پولیسو له هاموې موټر سره د یوه زرنج ګاډي د ټکر په پېښه کې درې ملکي وګړي مړه شوي دي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن ماسپښین د کندهار ښار د پنځمې حوزې مخې ته وشوه. بارکزي زیاته کړه چې په مړو کې ماشومان هم شته.
د روسیې حکومت په کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې د بېساري زیاتوالي خبر ورکوي. د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې دولتي کمېټې نن وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۶۰ نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او له دې سره د ټولو ناروغانو شمېر نږدې ۴۳ زرو او د مړو شمېر ۳۶۱ ته ورسېد. روسیې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره کلک وقایوي تدابیر نیولي او حتی له چین سرهیې خپل سرحدونه له ډېرو اروپايي هېوادونو مخکې بند کړل، خو له دې سره سره په دې وبا د اخته کسانو شمېر لوړ شوی دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو خلکو... Читать дальше...
که يو طرف ته کورونا وايرس د نړۍ اقتصاد ځپلی دی نو بل لور ته په پاکستان کې ځینې داسې خلک هم شته چې وايي، پر کور د کښېناستو له کبله يې مياشتنۍ خرڅې کمې شوې دي.
د نړۍ مشهورو سندرغاړو د کورونا وبا له وجې په کورونو کې بند پاتي خلکو لپاره پر انټرنېټ سندرې ویلې دي. د دې کنسرټ تابيا نوميالۍ سندرغاړې ليډي ګاګا کړي وو چې د ګلوبل سېټيزن او د صحت نړيوالې ادارې همکاري هم ورسره وه. ويډيو : فرانس پريس اژانس
د خیبر پښتونخوا د سرحدي قبایلي ضلعې خیبر انتظامي چارواکي وایي د کورونا وایرس له کبله په افغانستان کې د ایسار شوو پاکستانيو ستنېدو لړۍ روانه ده.
متحده ایالاتو په هانګ کانګ کې د ۱۴ معترضو فعالانو نیول کېدل غندلي دي. دا کسان د حکومت پر ضد د تېر کال په پراخو مظاهرو کې د ګډون په تور نیول شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون شنبه وویل دا اقدام هغه تضمینونه په خطر کې اچوي چې د بریتانیا دې مستعمرې ته ۲۰ کاله مخکې هغه مهال چې چین ته سپارل کېده، ورکړل شوي وو. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم دا نیونې غندلي او په یوه بیان کې یې ویلي دي چې په سولهییزو اعتراضونو کې ګډون د هانګ کانګ د خلکو له بنیادي حقونو څخه دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د بهرنیو چارو وزیرمایک پومپیو یوځل بیا له چین څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه بشپړ وضاحت ورکړي.
د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د یوه واټ د نوم له بدلېدو وروسته د روسیې سفارت چې په همدې واټ کې موقعیت لري خپل رسمي آدرس بدل کړ. د چکي رسنیو د راپورونو له مخې د پراګ ښاروالۍ نژدې دوه میاشتې مخکې د دې واټ پخواني نوم ته د روسیې د اپوزیسیون د مهم مشر بوریس نیمڅوف نوم ورکړ. نیمڅوف چې پخوانی مرستیال صدراعظم و، د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مخالفت کې سپینې خبرې کولې. پر هغه د ۲۰۱۵ کال په فبروري کې د کریملین په څو مترۍ کې مرګوني حمله وشوه. چکي رسنیو پرون د اپریل په ۱۸مه راپور ورکړ چې د روسیې سفارت... Читать дальше...
په لوګر کې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو موټر بم چې د چاودنې لپاره چمتو شوی و، له منځه وړل شوی دی. په ۲۰۳ تندر قول اردو کې د رسنیو مسول ایمل مومند د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو له خوا شوي دي. هغه زیاتوي: "هوايي ځواک د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په جلوزیو سیمه کې له چاودېدونکو موادو ډک موټر په نښه کړ چې وسله والو د یو انتحاري برید لپاره چمتو کړی و." وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د پکتیا چارواکي ادعا کوي چې افغان ځواکونو د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب کې ۱۲ وسله وال وژلي دي. چارواکي وايي، دا وسله وال د شنبې په ورځ د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې په سیمه کې افغان سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي. د پکتیا ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا وسله وال چې په ډله کې یې پاکستاني جنګیالي هم شامل وو، د ډیورند کرښې له بلې غاړې له افغان ځواکونو سره د جګړې لپاره را اوښتي وو خو د سرچینې په وینا په نښته کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتې. د وسله... Читать дальше...
د بادغیس ولایت سیمهېیز چارواکي په مقر ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې د ۳ ملي پولیسو د مړینې او د ۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د بادغیس والي ویاند نجمالدین برهاني نن ازادي راډیو ته وویل نښته تېره شپه وروسته له هغه پیل شوه چې وسلهوالو طالبانو د مقر ولسوالۍ په چشمه دوزک سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ او وروسته د دواړو خواوو ترمنځ نښته پیل شوه. هغه زیاته کړه: "نښته نږدې درې ساعته روانه وه. په نتیجه کې د امنیه قوماندانۍ د پولیسو درې سرتېري چې د مقر ولسوالۍ د سیمهییزو پولیسو قوماندان هم پهکې دی، شهیدان شول. Читать дальше...
د کاناډا دفاع وزیر هرجیت سنېګ ساجن وایي، د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره یې په کابل کې د سېکهانو پر ګردواره د وروستۍ حملې په اړه خبرې کړې دي. ښاغلی ساجن چې خپله هندي الاصله کاناډایی دی پر خپل ټویټر لیکلي چې له افغان حکومت څخه مننه کوي چې د افغان سېکهانو او هندوانو د لا ښه امنیت لپاره هڅه کوي. ښاغلی ساجن وايي، افغان سېکهانو او هندوانو تل په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره هلې ځلې کړي دي. تېره میاشت په کابل کې د سېکهانو پر عبادت ځای د د داعش ډلې په بريد کې ۲۵ تنه مړه او اته تنه نور ټپیان شول.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د دې پېښو په ثبت سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۹۶ ته ورسېده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره افغانستان کې د سیاسي کړکېچ د ژر حل په اړه خبرې کړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په ۱۰ او یا هم له ۱۰ زیاتو ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړو بوخت دي او دواړه لورو ته تلفات اوړي.
په پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان نور مړه شوي دي.
د خيبر پښتونخوا د سوات روغتیا اداره وايي، په مینګوره کې د یوې کورنۍ درې کسان د کورونا وايرس له کبله مړه شوي دي. په زمردکان محله کې ګوهر ايوب او د هغه مور او پلار پرله پسې مړه شوی دی. خو د دې کورنۍ نور غړي هم په کورونا ناورغۍ اخته شوي. د سيمي خلک چې په جنازه کې يې ګډون کړي وو اوس سخت اندېښمن کړي دي. نور تفصيل د نياز احمد خان په دې ويډيو کې وګورئ.
د افغانستان او پاکستان یو شمېر تجاران وايي ، په کار ده چې تجارت نه یوازې له سیاست سره ونه تړل شي بلکې په بېړنیو حالاتو کې هم جاري وساتل شي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.