د علاج سره سره د کورونا ناروغانو ته دحوصلې ساتلو وېنا هم کوو:ډاکټر روبینه
ډاکټر روبینه وایي د خپل کار په وخت مریضانو سره خبرې کوي او حوصله ورکوي چې ډېر زر به د دې ناروغۍ نه ښه شي، او باید زړه ونه بایلي.
ډاکټر روبینه وایي د خپل کار په وخت مریضانو سره خبرې کوي او حوصله ورکوي چې ډېر زر به د دې ناروغۍ نه ښه شي، او باید زړه ونه بایلي.
د دې فتوا په یوه برخه کې ویل شوي، هغه سیمې چې قرنطین دي او د خلکو پر ګرځېدو بندیز دی، اړتیا نهشته چې د هغو سیمو اوسېدوتکي د خپلو عبادتونو لپاره جوماتونو ته لاړ شي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ هغه فرمان لاسلیک کړي چې امریکا ته په موقته توګه پر مهاجرت بندیز لګوي. دا خبره د امریکا ولسمشر پر خپل ټویټر کړې، او ویلي یې دي دا اقدام د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي او د امریکایانو لپاره د کاري فرصتونو د ساتلو په هدف کوي. نور په دې راپور کې
په اروپايي هېواد ډنمارک کې د کورونا وايرس د مخنيوي په هدف له يو مياشتني ټولبند وروسته نايانو د اپريل پر ۲۰مه خپل دوکانونه پرانيستل. په اروپا او د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې د ټولبند له کبله خلک د وېښتو په منظم ساتلو کې له ستونزو سره مخامخ دي. په دې اړه نور د احمد شاه اعظمي په راپور کې
د اپرېل په ۲۱مه د خوست ولايت والي حليم فدايي پر موټرو بريد وشو. هغه په دې حمله کې بچ دی خو لس ملګي وګړي او دوه سرتيري پکې زخميان شوي دي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل راپور وګورئ.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال له افغانستان سره د امریکا د ۱۸ میلیونو ډالرو مرسته ستایلې، خو هیلهیې څرګنده کړې چې دا مالي مرسته به د غیر دولتي ادارو له طریقه نهمصرفېږي. امرالله صالح نن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته د دوی د مرستې لپاره مننه کوو. موږ منندوی او هیلهمن یو چې دا مرسته به د این جي اوګانو له لارې نهمصرفېږي. هغوی بهیې ۶۰ فیصده پر موبل پېرلو، غونډو، څېړنو او د سلاکارۍ پر فیس خرڅې کړي." دا وروسته له هغه چې د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو... Читать дальше...
پښتون ملتپالی سیاستوال او د پاکستان سېنېټ مخکیني غړي، افراسیاب خټک نن ، د اپرېل په ۲۱مه، پر ټوېټر د افغانستان د وضعیت په اړه لیکلي: 'اوس چې دامریکا او طالبانو تر مینځ معاهده شوې ده او د بین الافغانی خبرو اترو لپاره پلاوي ټاکل شوي دي، نور یوه لحظه هم د جګړې جواز نشته.'
په داسې حال کې چې د بینالافغاني خبرو اترو پیلېدو ته هڅې او هیلې زیاتې شوي، د افغانستان دفاع وزارت وایي چې طالبانو لاهم تاوتریخوالي ته زور ورکړی او هره ورځ څه باندې ۱۰ حملې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو کوي. د تخار او ارزګان ولایتونو سیمهییزو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۳۱ افغان پوځیان په دې ولایتونو کې له طالبانو سره په نښتو کې وژل شوي دي. دغهراز د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون غړي ابرارالله مراد ازادي راډیو ته وویل که طالبان حملې نهکموي، نو حکومت دې هم باید ورته ځواب ورکړي. Читать дальше...
د افغانستان ټرانسپورت وزارت وايي، سر له سبا له ولسوالیو نه ښارونو ته د کورنیو کرنیزو محصولاتو له لېږد څخه، ټرانسپورتي کمېشن نهاخیستل کېږي. د ټرانسپورت وزارت سرپرست محمد یما شمس دا خبره د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۲» یوې خبري ناستې ته وکړه ویېویل، سره له دې چې دغه تصمیم پر ملي عوایدو اغېز کوي، خو په روانو حالاتو کې له خلکو او خصوصي سکټور سره د مرستې په خاطر نیول شوی دی. ښاغلی شمس وايي: "اوس د افغانستان په ۳۴ ولایتونو او ټولو ولسوالیو کې، هره نقلیه واسطه چې پرته له ساختماني موادو، کرنیز... Читать дальше...
ولسمشر غني، ورځ تر بلې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره سم، د وضعیت د مدیریت په اړه د خپل حکومت له هڅو خبر ورکوي.
په ټانکرونو کې د تېلو ساتل هم لګښت لري، او اوس امریکايي تېل تولیدونکي ان چمتو دي چې پیسې ورکړي څو پېرېدونکي تېل تسلیم او د ساتلو او زیرمه کولو لګښت یې له غاړې لرې شي.
د خوست پر والي موټر بم حمله کې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي. نن سهار ۱۰ بجې د خوست د والي د موټر پر کاروان په بمي برید کې ۲ پوځیان او ۱۲ ولسي وګړي ټپیان شوي دي. یاد موټر بم برید د خوست اداري کمپلېکس ته نږدې له جمهوریت دروازې سره شوی دی. د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي راډيو ته وویل، له دې پېښې د خوست والي محمد حلیم فدايي روغ وتلی، خو د ده په تعقیبي موټر کې يې دوه ساتونکي ټپیان شوي دي. منګل وویل د چاودنې سیمې ته نږدې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ولسي وګړي هم ټپیان شوي چې د درملنې لپاره ولایتي... Читать дальше...
نن[د اپرېل پر ۲۱مه ] د سهار ۱۰بجې د خوست والي پر موټر کاروان په موټر بم برید کې دوه پوځیان او ۱۲ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د تازه راپور له مخې، په نړۍ کې د څلورم پرله پسې کال لپاره د اعدام سزا کمه شوې ده.
د اپريل پر ۲۱ مه د بښنې نړيوال سازمان په خپور شوي رپورټ کې راغلي چې سعودي عرب په ۲۰۱۹ز کال کې رېکارډ شمېر يانې ۱۸۴ کسان اعدام کړي دي.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۲» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې به نویو ثبت شویو شمېرو کې ډېرې پېښې په پلازمېنه کابل کې دي.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د لنډې مودې لپاره دغه هېواد ته پر کډوالۍ بندیز لګوي.
په سوات کې له کرونا وایرسه په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې درې تنه مړه شوي دي چې د مينګورې، سيدو شريف او انجو ول.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د څلورم کال لپاره هم په نړۍ کې په دار ځړول کم شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، وسله وال طالبان پر افغان امنیتي ځواکونو په خپلو حملو سره نېږدې هره ورځ، د واشنګټن او طالبانو له موافقې سرغړونه کوي.
پوهنې وزارت وايي، ډېر ژر به د زدهکوونکو لپاره د تدریس په ټپه درېدلی بهیر پیل شي. د افغانستان حکومت د کرونا ویروس سره د مبارزې او د دې ویروس د لا ډېر خپراوي د مخنیوي په هدف، ټول ښوونځي تړلي او ژمنهیې کړې چې ژر به په ټلوېزیوني او راډیويي ډول د زدهکړو درېدلې چاره پیل کړي. د حکومت له دې ژمنې د نږدې یوې میاشت له تېرېدو وروسته، اوس د پوهنې وزارت د دغه بهیر د عملي کېدو خبره کوي. د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، د زدهکوونکو لپاره د زدهکړې ورکولو طرحه بشپړه شوې او له درې لارو عملي کېږي.... Читать дальше...
د خوست والي له یوې چاودنې روغ ووت. د خوست سیمهییز چارواکي وایي چې نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې د خوست مرکز اړوند د اداري کمپلکس ترڅنګ د جمهوریت دروازې سره نږدې د خوست والي په موټریز کاروان د سرک غاړې ماین چاودنه کړې چې نوموړی ترې روغ وتلی. د خوست والي ویاند طالب منګل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې د والي دوه ساتونکي ژوبل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون یوه ښځه ټپي شوې ده. د ده په وینا ټپیان روغتون ته استول شوي او روغتیایي وضعیتیې روغ ښودل شوی. تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نهدی منلی.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغان سوداګرو پر مخ د پاکستان د ګوادر بندر د خلاصېدو هرکلی کوي. د دې خونې د عامه اړیکو مرستیال جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغان سوداګرو لومړنۍ سوداګریزه محموله له دې لارې هېواد ته انتقال شوه. ښاغلی نوید زیاتوي: "دا بندر د افغان سوداګرو پر مخ پرانیستل شو، د دې بندر له لارې د سیمې له هېوادونو په ځانګړي ډول له هندوستانه مالونه راانتقالېږي، دا یو نېک ګام دی، خو پاکستان باید په دې بندر افغان سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي. ښاغلی نوید وايي... Читать дальше...
د افغانستان ماليې وزارت وايي، له دې هېواد سره د کرونا ویروس د مبارزې په هدف د نړیوال بانک لومړنۍ مرستهيې ترلاسه کړه. د دې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې په هدف د ۱۰۰،۴ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه چې ۲۰ میلیونه ډالرهيې افغانستان ته انتقال شوه. ښاغلی مسجدي وايي: "د دغه مرستو لومړنۍ برخه چې ۲۰ میلیونه ډالره کېږي افغانستان ته انتقال شوې، لکه څنګه مو چې وړاندې هم وویل نړیوال بانک دغه مرستو ته ژمن دی او دا مرستې به دوام... Читать дальше...
د سرمقالې لیکوال د افغانستان د برښنا شرکت د چارواکو په قول لیکلي دي ازبکستان ځکه د برښنا د پرې کولو ګواښ کړی چې افغانستانيې په خپل وخت د برښنا پیسې نهدي ادا کړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.