د کورونا په وایرس د اخته شویو کسانو د درملنې لپاره له بېلابېلو طریقو کار اخیستل کېږي. له یوې خوا هڅه روانه ده چې دې ناروغۍ ته واکسین یا درمل جوړ شي او له بلې خوا له هغو کسانو څخه مرسته غوښتل کېږي چې دا ناروغي یې تېره کړې ده. دې وروستۍ طریقې ته د پلازما درملنه وايي
روغتیايي کارپوهانو او څېړونکو پر خلکو غږ کړی چې له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د رغېدو لپاره دې د ضد عفوني موادو له پېچکاري یا خوراک جداً ډډه وکړي.
دا خبرداری تر هغه وروسته خپور شو چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وویل دا په زړه پورې وګڼله چې څېړونکي پر دې غور کوي چې د ناروغ انسان وجود ته د ضد عفوني موادو پېچکاري کول ښايي د ناروغۍ په لهمنځه تللو کې مرسته وکړي.
په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه په یوه غونډه کې دا نظر هم وړاندې شو چې د هوا له ګرمېدو سره ښايي دا ویروس مړ شي.
خو په امریکا کې د لاسول په نوم د ضد... Читать дальше...
وسلهوالو طالبانو د روژې په مبارکه میاشت کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د اوربند وړاندیز رد کړ.
ولسمشر محمد اشرف غني پرون د فبروۍ په ۲۳مه د روژې مبارکې میاشتې د رابرېدو په مناسبت په پیغام کې وویل چې حکومت او د افغانستان خلک له طالبانو غواړي چې په دې میاشت کې له تشدده لاس واخلي او اوربند وکړي.
خو په قطر کې د وسلهوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین پرون د فبرورۍ په ۲۳مه پر ټویټر لیکلي چې د ولسمشر غني د اوربند وړاندیز منطقي نهګڼي ځکه د سولې پر بهیر لانجې او اختلاف لا نهدي حل شوي.
سهیل... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه مصوبه توشېح کړه چې د روسیې د بشري حقونو شورا نیوکې ورباندې کړې وې.
د پوتین له لوري لاسلیک شوی سند نن د روسیې د جمهوري ریاست پر وېبپاڼه خپور شو.
د نوي قانون له مخې، د نړیوالې دوهمې جګړې د پای ته رسېدو نېټه د سپټمبر میاشتې درېیمې ته بدله شوه په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د ۱۹۴۵ میلادي کال د سپټمبر دوهمه د دې جګړې د پاي ته رسېدو رسمي نېټه بلل کېږي.
په دې ورځ جاپان رسماً تسلیم شو او جګړه پای ته ورسېده.
خو په روسیه کې نوی قانون د سپټمبر درېیمه چې د پخواني... Читать дальше...
ناټو تړون په افغانستان کې پر سیاسي مشرانو او د هغوی پر پلویانو غږ کړی چې په بېړني ډول خپل اختلافونه حل کړي او یو پراخبنسټی حکومت جوړ کړي.
د ناټو تړون په یوه بیان کې چې نن د اپرېل په ۲۴مه خپور شو، لیکل شوي چې د افغانستان سیاستوال باید د سولې لپاره له برابرې شوې موقع کار واخلي.
په بیان کې لیکل شوي چې په افغانستان کې د سولې د موافقې لپاره د خبرو پیل یوه تاریخي موقع ده چې په دې هېواد کې د ډېرو کلونو بحران پای ته ورسېږي.
ناټو ویلي چې ټولې ښکېلې خواوې باید د تشدد د کمولو او د سولې لپاره د کار کولو تعهد پر ځای کړي.
دغې شورا تازه په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې خوشې شوي بندیان له کرونا ویروس سره د مبارزې او د سولې په پروسه کې د ښه نیت په هدف له بند څخه ازاد شوي دي.
د دې وزارت له لوري رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویل شوي چې د تازه پېښو سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۳۳۰ ته ورسېد.
د بنديانو حقونو لپاره کار کوونکې غېرسرکاري ادارې جسټس پروجیکټ پاکستان په ویب سايټ ليکلي چې په کورونا اخته ۹۷ بنديان په پنجاب او يو په کوټه کې دی.
اوچا وايي، د ۲۰۲۰م کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۸۳ داسې پېښې شوي چې بشري مرستو ته لاسرسی یې محدود کړی، حال دا چې د ۲۰۱۹م کال په لومړیو درېیو میاشتو کې دا ډول پېښې ۱۱۳ وې.
د هند په سوېلي ښار چېنای کې يو ځوان د کورونا وايرس وبا په اړه د پوهاوي لپاره رکشه جوړه کړې، ګرځي او اعلانونه کوي. دی هيله لري چې له کورونا وايرسه د ځان ژغورنې لپاره صفایۍ ته خلکو پام واړوي.
ويډيو: رويټرز اژانس
د صوابۍ ځینو ځوانانو د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د ټولبند پر مهال له رواني (نفسیاتي) فشاره د ځان ساتلو لار موندلې. دوی د غرونو لمنو ته ځي او له موسیقۍ خوند اخلي. په دې اړه ویډیو وګورئ.
ټاکل شوي چې د پاکستان وفاقي تحقيقاتي ادارې (ايف ايي اې) د اپريل په ۲۵مه ياني د خالې په ورځ د اوړو او بورې بحران په اړه راپور خپور کړي.
د پاکستان حکومت د اپرېل پر ۱۴مه په هېواد کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند (لاکډاون) وغځاوه خو ځینو کاروباریانو ته یې د کار کولو اجازه ورکړه. البته په اسلام اباد کې ځینو نورو سوداګرو بې له اجازې دوکانونه پرانیستي دي. د همدې له کبله په بازارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د تاجکستان ولسمشر د روژې مبارکې میاشتې په درشل کې لیکلي «سره له دې چې دا ډول ساري ناروغۍ تر اوسه پورې زموږ په هېواد کې نهده لیدل شوې، خو د دې معنی دا نهده چې بېپروا شو او لاس تر زنې ورته کېنو.»
په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله نږدې ۱۹۰ زره وګړي مړه شوي دي.
په دې کې نږدې یو لک په اروپا کې دي، خو اصلي شمېر ښايي تر دې لا زیات لوړ وي.
د ودې په حال کې هېوادونو کې د کرونا ویروس خپرېدو اندېښنې لا زیاتې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپا د مرکزي بانک مشر خبرداری ورکړی چې سږ کال په اروپايي اتحادیه کې ۱۵ فیصده اقتصادي رکود پېښېدلائ شي.
په اروپايي ټولنه کې یو شمېر هېوادونو لکه د چک جمهوریت او جرمني چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې پهکې په ځوړ دي او د مړو شمېر هم د کمېدوپه حال کې دی،... Читать дальше...
په پنجشېر کې د کرونا ویروس ۵ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د پنجشېر د والي ویاند، منصور عنابي نن د اپرېل ۲۴مه، ازادي راډیو ته وویل چې په ابشار، رخه او حصه اول ولسوالیو کې درې ښځې او دوه سړي تازه په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.
عنابي ویلي چې دا کسان له کابله پنجشېر ته ورغلي وو.
پنځه واړه ناروغان د هغوی په کورونو کې قرنطین شوي او اجازه نهلري چې له نورو کسانو سره نږدې شي.
په پنجشېر کې پرون هم د کرونا ویروس ۲ پېښې ثبت شوې وې چې له نننیو سرهيې شمېر ۷ ته لوړ شو.
امنیتي سرچینې وايي، وسلهوالو طالبانو په وروستیو کلونو کې پرمختللي وسایل لکه د شپې لهخوا د لید دوربینونه ترلاسه کړي. د دوی په وینا په نویو وسلو او وسایلو د طالبانو له سمبالېدو سره د دې ډلې لهخوا خونړۍ حملې زیاتې شوې دي.
دا اقدامات په داسې حال کې کېږي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې په تېرو پنځو اوونیو کې ۲۴ میلیونه کسان وزګاره شوي او د اروپا د مرکزي بانک مشر خبرداری ورکړی چې روان کال ښايي د دې لویې وچې اقتصاد ۱۵ سلنه نزول ولري.
د افغانستان حکومت د روژې میاشتې له پیل سره ۵۵ نور طالب بندیان خوشې کړي دي.
په پاکستان کې له کورونا وایرسه د ځپلو شویو شمیره ۱۱،۱۴۵ ته رسېدلی او د سیند حکومت د روژې په میاشت کې د تراویحو په لمانځه بندیزونه لګولي دي.
د روغتیا نړیوالې ادارې عمومي ریس تدروس ادهانوم ګبریاسوس وايي، اکثره هېوادونه د کرونا یا 'کووېډ-۱۹' ویروس د خپرېدو په لومړیو پړاوونو کې دي او په ځینو سیمو کې دا ویروس بیا په خپرېدو دی
د چک جمهوریت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کرونا ویروس له امله به د لګېدلو بندیزونه په نرمولو کې بېړه وکړي، څو په دې ډول اقتصادي فشار کم شي.
چک وایي چې داسې نښې شته چې د کرونا ویروس خپرېدل کنټرول شوي دي.
د چک جمهوریت د روغتیا وزیر ادم فویتیچ وویل چې حکومت به سر له ننه هغه بندیزونه چې پر غیر ضروري تګ راتګ لګېدلي و، لیرې کړي.
په ورته وخت کې هغه کسان چې له بهره چک جمهوریت ته راځي هغوی به دا سند ښکاروي چې کرونا ټسټیې منفی دی یا به دوه اوونۍ په قرنطین کې پاتېږي.
په چک جمهوریت کې د کرونا ویروس... Читать дальше...
د تاجکستان ولسمشر د خپل هېواد له بزګرانو غوښتي دي چې روژه ونهنیسي.
امام علي رحمان پرون په یوه پيغام کې وویل، هغه کسان چې روژه نیسي هغوی د اخیستونکو ناروغیو له خطر سره ډېر مخامخېږي.
ښاغلي رحمان له بزګرانو وغوښتل چې د ځانونو او د کورنیو د ژغورنې لپاره دې روژه بل وخت ونیسي.
د تاجکستان ولسمشر زیاته کړه، سربېره پر دې چې په تاجکستان کې تر اوسه د کرونا کومه مثبته پیښه نهده ثبت شوې، خو باید بېاحتیاطي او غیر مسؤلانه چلند ونهشي.
تاجکستان له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې پولې تړلې دي او د روژې په میاشت کې یې جوماتونه هم بند کړي دي. Читать дальше...
د امریکا استازو جرګې د ۴۸۴ میلیارده ډالرو لایحه تصویب کړه.
دا پیسې به د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو او د دې ناروغۍ د مخنیوي پر لارو چارو ولګول شي.
د دې لپاره چې دا لایحه ومنل شي او په قانون بدله شي اوس د ولسمشر ډونالد ټرمپ لاسلیک ته اړتیا لري.
تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د امریکا سنا دا لایحه تصویب کړې وه او د جمعې په ورځ د استازو جرګې ۳۸۸ غړو موافقه ورسره وکړه.
یوازې پنځو تنو منفي رایې ورکړې.
ولسشمر ټرمپ مخکې لا ژمنه کړې وه چې دا سند به سمدستي لاسلیک کړي.
د دې... Читать дальше...
په بلوچستان کي د بار وړونکو ګاډو خاوندانو اتحادیه وايي چې د کسټم او سوداګرو ترمنځ د مالیې پر سر د ستونزې له کبله یې له تېرو دوو میاستو راهسې د کوټې پر کسټم تر څلور سوو زیات ټرکونه درول سوي دي. دوی دړکه کړې که یې د دوی لارۍ زغرده پرېنښولې نو په ټول پاکستان کې به پیه جام هړتال وکړي. د ایوب ترین رابور
Спорт в России и мире
Москва
«Спартак» набрал больше всех очков в играх с командами из верхней половины таблицы РПЛ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
При каких обстоятельствах может затопить Петербург и Москву? Отвечает гидролог
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко заявил, что не собирается проводить в Белоруссии мобилизацию
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Владимир Высоцкий
Что Золотухин рассказывал про некрасивые тайны Таганки и почему Высоцкий его не простил
Москва
Столичных вандалов задержали в Новосибирском метро
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net