سافټ بانک ګروپ وایي په پام کې لري جاپان ته په میاشت کې درې سوه میلیونه ماسکونه ورکړي.
سافت بانک ګروپ چې مقر یې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې دی د اپریل پر یوولسمه وویل له یوې چینایې کمپنۍ سره تر قرار داد وروسته اوس کولی شي په هره میاشت کې درې سوه میلیونه ماسکونه جاپان ته ورکړي.
دغه چینایې کمپنۍ BYD په اصل کې د برېښنایې موټرو د جوړېدو یوه کمپنۍ ده، خو اوس یې د ماسکونو جوړول هم پیل کړي دي.
د سافټ بانک ګروپ اجراییه رئیس ماسایوشی سان Masayoshi Son پر ټویټر لیکلي سافټ بانک ګروپ به دوه بیل ډولونه... Читать дальше...
په مردان کې یو افغان کډوال چې د کورونا وایرس ناروغي یې لرله مړ شوی. دا کس د پاکستان لومړی کډوال دی چې کووېډ – ۱۹ ناروغۍ وژلی. د مردان انتظاميې تر مړینې وروسته د هغه کس کورنۍ قرنطین کړې. نور په ویډيويي رپورټ کې.
په پاکستان کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي په موخه ټولبند (لاکډاون) د هغو زرګونه ماشومانو ژوند ته خطر پېښ کړی چې د تېلېسېمیا ناروغي لري. ډاکتران وايي، اوس خلک په کورونو کې وي نو ځکه دې ماشومانو ته وینه نه ورکول کېږي چې له وجې یې د هغوی ژوند ګواښل شوی. تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
په اندونیزیا کې یوه زلمي له یوې پیغلې سره د کرونا ویروس له امله د بندیزونو سربېره واده وکړ، خو داسې واده چې په نړۍ کې ښایي ساری ونه لري.
محمد نورګامان او اوجي لیستاري د کرونا ویروس د خپرېدو لپاره تر خبرداریو مخکې د واده نېټه ټاکلې وه، خو د خبردارۍ تر نیټې مخکې شول.
دوی د جمعې په ورځ د کورنۍ ۸ تنه په پلازمینې جاکارتا کې خپل محفل ته راوغوښتل نورو خپلوانو او دوستانو ته یې بلنه ورکړه چې د انټرنېټ له لارې دا مراسم وګوري.
په اندونیزیا کې په رسمي ډول پر غونډو اجباري بندیز تر اوسه حکومت نه دی لګولی... Читать дальше...
د دارالامان ماڼۍ یوه برخه د کرونا ویروس ناروغانو درملنې ته ځانګړې شوه.
د عامې روغتیا وزارت وايي، که اړتیا شوه یاده ماڼۍ به په بشپړ ډول د کرونا ویروس ناروغانو لپاره ځانګړې شي.
فرید الله سعادت یې په اړه دغه راپور چمتو کړی:
په ناټو سازمان کې د امریکا سفیرې یو ځل بیا د ډیپلوماټیکو لارو د افغانستان د جګړې پر ختمېدا ټینګار کړی او دا یې د سولې لپاره تر ټولو غوره لار بللې ده.
په اسلام اباد کې یوه خیریه بنسټ د عیسویانو پر کلیساګانو او د خامو کورونو پر ابادۍ جراثیم وژونکې دوا پاشلې. الخدمت فاونډېشن دا کار د اپرېل پر ۱۱مه د عیسویانو تر ایسټر اختر یوه ورځ مخکې کړی. تر دې مخکې دې بنسټ د اسلام اباد په جوماتونو کې هم مېکروب ضد دواپاشلې او هڅه کوي چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخه ونیسي. د اسلام اباد د عیسویانو یو پادري وايي، د ایسټر لمانځلو پر مهال حکومتي لارښوونې په پام کې نیسي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په بریتانیا کې یو پوځي ډاکتر چې یو وخت یې په افغانستان کې له بریتانیایي ځواکونو سره خدمت کاوه، له کرونا ویروس سره په خپل هېواد کې مبارزه پيل کړې ده.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ښځینه بندیانو خوشې کول د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.
په هېواد کې د کرونا ویروس د تازه ۳۴ مثبتو پېښو ثبت سره، په کابل ښار کې ممکن د ګرځبندیز موده به یوه اوونۍ نوره هم وغځول شي.
د ټکنالوژۍ لویو شرکتونو اپل او ګوګل اعلان وکړ، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به په بېساري ډول د ځیرکو ټېلېفونونو له ټکنالوژۍ کار واخلي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر تېره شپه د طالبانو د سیاسي دفتر له پلاوي سره لیدلي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ حکومت کې د تازه ګمارنو د درولو لړۍ وغځوله.
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په نړۍ کې تر نن سهاره د کرونا پیښې یو اعشاریه ۷ میلیونو ته پورته شوې.
د دغو شمېرو له مخې، دې ویروس تر اوسه څه باندې یو لک او دوه زره کسان مړه کړي چې ډیر یې په ایټالیا او امریکا کې دي.
په ایټالیا کې د تلفاتو شمېر څه باندې اتلس زره اته سوه دی او په متحد ایالتونو کې تر اوسه څه باندې اتلس زره اووه سوه.
داسې اندېښنې شته چې په ټوله نړۍ کې د کرونا شمېر له هغو زیات دی چې په رسمي ډول یې یادونه کېږي.
د همدې ویروس د خپریدو له کبله عیسویان هم ایسټر یا پاک اختر په کورونو کې لمانځي.
په هرات کې د ځوانانو څو ډلې چې د نجونو روباټ جوړونکې هغه یې هم ملګرې ده د سا اخیستو مصنوعي الو پر جوړولو کار کوي. دوی هیله من دي چې ډېر ژر به دا دستګاوې یا الې جوړې کړي او په کارونې سره به یې د کورونا وایرس د سختو ناروغانو د مړینې کچ ټیټ شي. د شاهپور صابر راپور هیلۍ اسد وړاندې کوي.
په هرات کې د ځوانانو څو ډلې چې د نجونو روباټ جوړونکې ډله یې هم ملګرې ده د ساه اخیستلو د مصنوعي الو په جوړولو کار کوي.
دوی هیله من دي چې ډېر ژر به دا دستګاوې یا الې جوړې کړي او په کارونې سره به په کرونا ویروس د اخته کسانو د مړینې کچه راټیټه شي.
د شاهپور صابر راپور هیلۍ اسد وړاندې کوي:
ایران ویلي، نن د شنبې په ورځ یې کم خطره کاروبارونه بېرته پيل کړل.
په دې ګام کې د تهران ښار شامل نه دی.
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې د ایران پلازمېنه راتلونکې شنبې د اپریل په اتلسمه بېرته پرانستل شي.
د ایرنا د راپور له مخې، د ایران ولسمشر حسن روحاني له خلکو غوښتي چې د طبي کارکوونکو د سپارښتنو له لارې د ویروس مخنیوي ته کار وکړي.
د روحاني په خبره، د محدودیتونو کمول په دې معنا نه دي چې روغتیايي معیارونه او جسمي واټنونه دې نه مراعات کېږي.
تسنیم خبري اژانس ویلي، د ایران د سوداګرو... Читать дальше...
امریکا وایي، که هر څوک داسې معلومات ورکړي چې له مخې یې د حزب الله د پوځي څانګې یو قومندان محمد کوثراني ونیول شي لس میلیونه ډالر جایزه به ورکړي.
ویل کېږي چې کوثراني د ایران د سپاه پاسدارن د قدس ډلې له وژل شوي قومندان قاسم سلیماني سره نژدې اړیکې درلودې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له کوثراني سره د تړلو شبکو او کسانو پيدا کېدونکو اطلاعاتو ته هم پیسې ورکوي.
دغه وزارت وایي، په عراق کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ملیشو په همغږۍ کې کوثراني مهمه ونډه لري.
واشنګټن حزب الله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني. Читать дальше...
د جي شل هېوادونو د انرژۍ وزیرانو په نړۍ کې د تېلو د بیې د راټیټولو په اړه د خبرو یو دور پای ته ورساوه.
د عیسویانو د ایسټر یا پاک اختر په داسې وخت کې راسېدلی دی چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر تر یولک اوښتی دی او په ډېرو ځایونو کې بندیزونه لګیدلي دي.
اپرېدي د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د کورونا وایرس د وبا له وجې دې پرمختللي هېوادونه د افغان کډوالو په کیمپونو کې د خوراکي او نورو
عامر ګېل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، پخوا هم خلک نه ورنېږدې کېدل او اوس چې د کورونا وایرس خپور شوی نو خلک فکر کوي چې که دا بېوزله
د اپرېل ۱۰مې پر ماښام د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې له پاکستانه یې د اسلم فاروقي د ورسپارلو غوښتنه ترلاسه کړې.
د خیبر پښتونخوا د مردان منګا د هېواد لومړی کلی وو چې حکومت تر هغې وروسته وتاړه چې پکې د کورونا وایرس یو ناروغ مړ شو. د دې کلي قرنطین اوس پای ته رسېدلی دی البته په ټول پاکستان کې د خلکو پر تګ راتګ او ګڼې ګوڼې محدودیتونه دوام لري. د منګا کلي وروستی حال په ویډيويی رپورټ کې.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، بدخشان کې یې ۲۷وسله وال طالبان وژلي دي.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، طالبانو تېره ورځ د دغه ولایت په وردوج او نسي ولسوالیو بریدونه وکړل چې د پلیو او هوایي ځواک په مرسته په شا وتمبول شول.
دوی وایي، وردوج کې ۱۱ او نسي ولسوالۍ کې ۱۶ طالبان په دې جګړه کې ووژل شول.
طالبانو بیا د دوی د جګړو په اړه څه نه دي ویلي، خو یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ګډو ځواکونو د بدخشان په وردوج کې د ملکیانو لسګونه کورونه بمبار کړي دي.
Спорт в России и мире
Москва
Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
WTA озвучила Елене Рыбакиной условия для становления второй ракеткой мира
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Прикамье» провело свыше 3 тыс. экологических исследований в I квартале 2024 года
Путин в России и мире
Москва
Транспортный коридор «Север-Юг» станет катализатором социального и экономического развития стран Евразии и глобального Юга
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: на территории Польши и Прибалтики готовят атаки на восток
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Певец Стас Пьеха рассказал о постановочной драке с Тимати, за которую его хотели избить
Москва
Мария Багреева: эксперт РА подтвердило зеленый статус облигаций Москвы
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net