د ایران حکومت د نیمه رسمي خبري اژانس ایلنا مدیر مسئول او د ټولنیزو رسنیو مدیر يې په دې خاطر نیولي چې د دې هېواد د مشر کارتون یې خپور کړی و.
د رسنیو دا دوه مسئولین د خپل هېواد مشر ته د سپکاوي په تور توقیف شول.
دا کارتون چې ګواکې د ایران تر ټولو ستر مشر یې سپک کړی، تر خپرېدو سمدستي وروسته حذف شو.
مسعود حیدري د ایلنا مسئول مدیر دی او پر ضمانت خوشې شو.
حامد حقجو د دې اژانس د تلګرام ټولنیزې رسنۍ د څانګې مدیر دی او تر اوسه په بند کې دی.
د تهران څارنوال علي القاسي مهر پرون د اپرېل په ۲۷مه نېټه... Читать дальше...
په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د پوځ اود مشکوکو وسله والو ترمنځ د نښتو پېښې زیاتې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې وار له مخه په دې سيمه کې د ضرب عضب پوځي عملياتو وروسته هدفي وژنې پیل شوې وې چې پرضد يې ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث
کې د شمالي وزيرستان د امنيت جاج اخيستل شوی دی.
لارې کوڅې له کرونو ډکې دي
زما لالیه په خپل کور کېنه!
د دې سندرې او نورو مسایلو په اړه له هارون باچا سره د اجمل تورمان مرکه.
د بشري حقونو د څار سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغان معلولې ښځې په سیستماتیک ډول له تعبیض سره مخ دي او ان په دولتي ادارو کې هم ځورول کیږي.
راپور زیاتوي چې معلولین په افغانستان کې له خپلو ډېرو اساسي حقونو لکه تعلیم او روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.
لیمه هادي په دې اړه راپور جوړ کړی.
د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره ټولبند د نړۍ زیاتره خلک تنګ کړي خو د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د کورني تشدد پېښې زیاتې شوې دي. په دې کې په ماسکو کې مېشت د کرغیزیستان د یوې کورنۍ ویډیو په ټولنیزو رسنیو ډېره خپره شوې چې په ترڅ کې یې کرغېز چارواکو ګامونه پورته کړي دي.
په دې اړه نور تفصیل درته منورشاه د مشال رېډیو د خبر مرکزي څانګې په ویډیو رپورټ کې درکوي.
د سرپل چارواکي وايي، په دې ولایت کې د طالبانو یو مشر له خپلو ۶ نورو کسانو سره وژل شوی دی.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني نن (د سې شنبې په ورځ د اپرېل په اته ویشتمه نېټه) ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه وسله والو طالبانو د سرپل ولایت د الغن او ګوسفندي ولسوالۍ پر سیمو تهاجمي حملې وکړې چې امنیتي ځواکونو پر شا وتمبولې، په دې حمله کې د طالبانو یو مشر ملا سردار او شپږ غړي یې ووژل شول او پنځه نور غړي یې ټپيان شول."
د ښاغلي اماني په وینا تېره شپه نښتې دوه ساعته دوام وکړ او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اووښتی. Читать дальше...
په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۲۸ ته لوړ شو.
دا خبره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله ما نن په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.
د دې وزارت ویاند وحید مایار زیاته کړه: "په تیرو څلرویشتو ساعتو کې مو په افغانستان کې ۱۲۵د کورونا ویروس نوې پېښې ثبت کړي چې په هرات ولایت کې ۲۱، په کابل ولایت کې ۱۵، په کندهار ولایت کې ۱۵، په بلخ ولایت کې ۱۰، په لوګر ولایت کې ۹، په جوزجان ولایت کې ۸ او په پنجشېر، لغمان او پکتیا ولایتونو- په هر یوه کې ۷، په غزني او تخار ولایتونو هر یوه کې ۶،... Читать дальше...
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره، د جګړې ښکېلو خواو په کړنو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
نعمت شاه روغانی وایي په تېرو دوو میاشتو کې بارانونو او په ځینو سیمو کې ږلۍ اورېدو ولاړ فصلونه وهلي دي، چې پکې غنم هم شامل دي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د دوی حضور د سولې او ثبات د هڅو لپاره اړین دی.
په پاکستان کې د اپوزیسیون سیاستوالو په اساسي قانون د یوې لسیزې زړو اصلاحاتو له بیا کتنې سره مخالفت وښود.
دغو پخوانیو چارواکو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۹» د افغانستان د ملي انسجام حرکت عالي شورا په نوم د موجودیت اعلان وکړ او د افغان سولې په اړهیې ۱۰ مادییزه طرحه هم وړاندې کړه.
د شکرپورې علي بابا خان وایي، له موسيقۍ سره مينې او سندرو ويلو ورته کورنۍ ستونزې جوړې کړې وې. خو زياتوي چې د صوفيانه شعرونو په ويلو يې د خپلې کورنۍ د غړيو او دوستانو زړونه وګټل.
د علي بابا خان د ژوند او فن په اړه د ده نورې خبرې له اسحاق خان سره په هنري بنډار کې
د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان (هیومن رايتس واچ) په افغانستان کې د هغو ښځو په اړه چې فزیکي معلولیت لري، یو راپور خپور کړی دی.
د امریکا ولسمشر وايي، د شمالي کوریا د مشر له روغتیايي وضعیته خبر دی او د هغه د ښه کېدو هیله لري.
ډونالد ټرمپ دا خبره پرون هغه مهال وکړه چې په یوه خبري غونډه کې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د حال په اړه پوښتنه ورڅخه وشوه.
ده وویل، دقیق نهشي ویلی، خو د نوموړي له روغتیايي حاله خبر دی او هیله لري چې ښه به شي.
د شمالي کوریا د مشر په اړه له دې کبله اوازې خپرې شوي چې د اپرېل له ۱۵مې را په دې خوا نهدی لیدل شوی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله باید له دغه هېواده ټول امریکايي سرتېري وایستل شي.
کابل ښار کې ګرځبندیز د ګل پلورونکو په کاروبار هم سیوری غوړولی دی.
لېمه هادي د شفیع کریمي دغه راپور وړاندې کوي.
په لیکنه کې د افغانستان د ملي امنیت د یو چارواکي چې نومیې نهدی یاد شوی له خولې ویل شوي "فکر کوم چې دا مهال په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د قوماندې تسلسل مات شوی دی، خو دوی هر چېرې پټنځایونه لري."
له ایټالیا نیولې تر نیوزیلنډه پورې د کرونا ویروس له کبله لګول شوي محدودیتونه او قرنطین په محتاطانه راکمېږي.
په غزني کې د تازه مېوو او سبو د ساتنې لپار د یو زر او ۵۰۰ ټنه توکو د ساتلو په وړتیا سره یوه لویه معیاري سړه خونه جوړېږي.
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست رئیس عبدالولي کوچي نن ازادي راډیو ته وویل، د دې سړې خونې په جوړولو ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ملي پراختیا شرکت لهخوا ورکړل شوی.
نوموړي وویل چې دغه سړه خونه په لمریزې برښنا هم سمبالېږي.
تر دې وړاندې په دې ولایت کې د کچالو د ساتلو لپار وړې سړې خونې جوړې شوې وې، خو د تازه مېوو او سبو د ساتلو لپار په معیاري بڼه کومه سړه خونه نهده جوړه شوې. Читать дальше...
د اپرېل په ۲۸مه د پاکستان له سرکاري شمېرو سره سم، کووېډ ــ ۱۹ ناروغۍ ټول ۳۰۱ درې سوه یو کسان وژلي دي.
د پاکستان د سند ایالت د والي یا ګورنر د کرونا ټېسټ نتیجې وښوده چې نوموړی په دې ویروس اخته دی.
عمران اسماعیل پرون دوشنبه اعلان وکړ، د ده د ټېسټ نتیجه، چې یوه ورځ مخکې یې کړی و، مثبته ده.
د سند ایالت ۵۴ کلن والي پر خپله ټویټرپاڼه لکيلي چې له دې ویروس سره به مبارزه وکړي.
په سند ایالت کې، چې کراچۍ یې مرکز دی، کلک ورځبندیز دی خو د پاکستان په نورو برخو کې بندیزونه پوره نه تطبیق کېږي.
وړاندې د تصویري رسنیو ځينو اعلانونو ته اشاره شوې او لیکلي، دغه اعلانونه د یوې نوې استخباراتي خطرناکې لوبې د پیل خبر ورکوي.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې تېر ماښام څلور سرتېري د روژهماتې پر مهال وژل شوي.
د پکتیا د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک ځاځي نن سهار ازادي راډیو ته وویل، د دولت وسلهوالو مخالفانو د ګردېز په څلورمه امنیتي حوزه کې د پولیسو پر پوسته داسې مهال برید وکړ چې هغوی روژه ماتوله.
هغه زیاته کړه: "که څه هم طالبانو د دې برید په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي خو ملګري ملتونه وايي چې وسلهوالو طالبانو له امریکا سره د سولې له موافقې وروسته بریدونه زیات کړي دي.
Спорт в России и мире
Москва
RU.TV превращает Русскую Музыкальную Премию в Мюзикл
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Московскую компанию заподозрили в хищении 103 млн рублей при реализации нацпроекта в Орле
Путин в России и мире
Москва
МИД РФ иронично прокомментировал высказывание Шольца о Путине и Канте
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко пообещал потенциальным агрессорам ответ всеми видами оружия
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
В РПЦ отказались называть причины запрета в служении иерея Сафронова, отпевавшего Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
Поклонник Басты сделал предложение девушке на концерте рэпера в Новосибирске
Москва
Чернышенко считает, что санкции являются подарком для российского спорта
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net