د پکتیا اوسېدونکي په دې ولایت کې په بېساري توګه د نرخونو له لوړوالي شکایت کوي او له مسولو چارواکو غواړي، څو د هغو کسانو په وړاندې قانوني چلند وکړي، چې له ټاکلي نرخ پورته اجناس پلوري.
له هغه وروسته چې په پاکستانیو روپیو راکړه، ورکړه بنده شوه، ورسره سم د یو شمېر توکو بیې هم پورته شوې، خو له څه وخت کنترول وروسته له کله چې د کرونا وبا را ګډه شوې او د روژې میاشت را ورسېده، ورسره سم د توکو نرخونه په بېساري توګه لوړ شوي.
د پکتیا اوسیدونکي وايي، دا حالت له زغم وتلی او ولایتي اداره دې ژر تر ژره د نرخونو د کنترول لپاره لاس په کار شي. Читать дальше...
د هرات محلي چارواکو د روغتیايي کارکوونکو د هڅونې په هدف د هغوی لوی عکسونه چاپ او د ښار په بېلابېلو برخو کې راځوړند کړي دي.
۶۱ کلن همایون او مېرمنه یې هغه اته کسیزه کورنۍ ده چې له یوه ماشوم پرته د کورنۍ ټولي غړي یې ګونګیان دي.
احمد هنایش په دې اړه راپور برابری کړی دی:
د امریکا د کانګرس یو مطالعاتي ډلې ته دنده ورکړې چې د افغانستان د راتلونکې په اړه د امریکا د پالیسۍ په برخه کې خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي.
د خوست ښاریان وايي، چې د روژې میاشتې په رارسیدو د خوراکي توکو او ترکاریو بیې تر دې لوړې شوي، چې ډېر خلک يې د پېریدلو توان نه لري.
د زابل والي وایي د امنیتي ځواکونو تر مداخلې وروسته د دغه ولایت د ولایتي شورا د رئیس او غړو ترمنځ وسله واله شخړه پای ته رسیدلې.
رحمت الله یارمل نن ازادی رادیو ته وویل چې په کلات ښار کې د ولایتي شورا د رئیس عطا جان حق بیان او د دې شورا د نورو غړو ترمنځ لفظي او وسله واله شخړه شوي چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د زابل د ولایتي شورا مرستیال اسدالله کاکړ پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې نن یې د شورا د نورو غړو سره د دې شورا په ودانۍ کې غونډه درلوده چې د عطا جان حق بیان لخوا ورباندې ډزې شوي... Читать дальше...
هنګري او چین د بودا پست او بلګراد ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د بیارغونې لپاره د پور یوه هوکړه لاسلیک کړه.
د دغې هوکړې له لاسلیک سره به په هنګري کې د دغې پروژې کار چې له څو کلونو راهیسې دریدلی و، بیرته پيل شي.
دا پروژه د چین په نوښت د یوې لارې او یوه کمربند پروګرام یوه برخه ده او د دغه پروګرام په چوکاټ کې لومړی ځل دی چې چین په اروپایي ټولنه کې دومره لویه پانګونه کوي.
د هنګري د مالیې وزیر ویلي، د چین پور یو میلیارد او ۸۵۵ میلیونه ډالره دی.
کابل ښاریان وايي، د کرونا ویروس خپریدو، ګرځبندیز، بیکارۍ او په بازار کې د خوراکي توکیو د بیو لوړېدو، له ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۲۸۰۰ بریدونه کړي دي.
د دغې شورا ویاند جاوید فیصل نن کابل کې خبریالانو ته وویل، دغو بریدونو کې د دواړو خواو د وسله والو سربېره ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
ښاغلي فیصل وویل، طالبانو همدا پرون هم د دوی د اوربند غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی.
له ښاغلي فیصله دې کانفرانس کې پوښتنه وشوه چې ولې له جګړې سره سره د طالبانو زندانیان ازادېږي، هغه وویل، دا زندانیان د ولسمشر د فرمان له مخې خلاصېږي او تر اوسه پنځه نیم سوه طالب زندانیان ازاد شوي دي. Читать дальше...
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اپريل په ۲۴مه اسلام اباد کې د ټولينزو شبکو فعالانو سره ملاقات کې په روايتي ميډيا انتقادونه کړي.
د وزيراعظم وينا وه چې ځيني رسنۍ صحافت نه کوي او نه هم حقايق بيانوي. خو عمران خان په خبرو کې دا هم وويل چې ځيني خبريالان او ميډيا هاوس ذمه واري ترسره کار کوي.
په پاکستان کې د عمران خان ګوند په واک کې راتلو وروسته دا لومړۍ وار نه دي چې واکمن ګوند پر رسنيو تنقيدونو کوي بلکې تر دې مخکې هم له مختلفو لارو پر مطبوعاتو فشارونه راوړي وو.
په وفاق کې واکمن تحريک انصاف حکومت په... Читать дальше...
په داسې حال کې چې اته سوه کسانو په افغانستان کې د پناه اخیستنې غوښتنه کړې خو دغه هېواد لا تر اوسه د پناه اخېستنې قانون نه لري.
د کورونا وبا له امله د انسانانو په کورونو کېناستو سره مارغانو او نورو حيواناتو د لارو، کوڅو، ودانيو، سېل ځايونو او سمندري سواحلو مخه کړې خو د ځنګلي حيات د حقونو لپاره مبارزه کوونکي بيا وايي چې د انسانانو نشتوالی هم د دې حيواناتو لپاره تاواني دی ځکه چې دوی ته زیاتره پيسې له سېلانيانو ورځي. اسرار عالم مومند په دې اړه د رويټرز ويډيوګانو پر مټ راپور جوړ کړی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر طالبانو ته خبرداری ورکړ، که د سولې په برخه کې رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکړي نو پړه به یې د دوی پر غاړه وي.
د امریکا ولسمشر وايي، په هېواد کې یې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوي او حاضر دی چې نورو هېوادونو ته تنفسي الې واستوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره "یو این ایچ سي" وايي، د نړۍ هیوادونه باید په ځانګړې توګه په اوسنیو حالاتو کې د خپلو وګړو او هلته مېشتو کډوالو فرق ونه کړي. د یادې ادارې په وینا، دوی په ځانګړې توګه له هغو هیوادونو سره مرستې کوي چې کډوال پکې مېشت دي او غریب دي. دا څرګندونې د یادې ادارې ویاند بابر بلوڅ د اپرېل پر ۲۴مه مشال راډیو ته وکړې. له نوموړي سره زموږ همکار بوریوال کاکړ مرکه کړې او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلې چې کورونا وایرس په نړۍ کې له خپلو هیوادونو بې کوره شوو ته څومره خطر پېښ کړی دی؟
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د سولې خبرو اترو ته د درناوي له امله یې تر اوسه خپل پسرلني عملیات نه دي اعلان کړي.
د نړۍ مشرانو ژمنه وکړه، چې د کرونا ویروس د مهارولو لپاره به پر طبي ازموینو، دارو درملو او واکسین کار چټک کړي.
د غزني ښار اړوند شالیز سیمه کې د هاوان یوې مرمۍ یو تن وژلی او ۱۳ نور یې ټپيان کړي دي.
د غزني امنیه قومنداني ویاند احمدخان سیرت د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه پرون د ورځې ناوخته رامنځه ته شوې ده.
ټپيان تر ډېره د یوې کورنۍ غړي بلل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.
ټپيان د غزني مرکزي روغتون کې بستر دي.
تر اوسه کره معلومه نه ده چې توغندی له کومې خوا توغول شوی، خو مسئولین یې د طالبانو کار بولي، طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ناټو له هغې اعلامیې هرکلی کړی چې افغانستان کې یې د سولې لپاره د اړینو ګامونو غږ کړی دی.
د ناټو په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوې راغلي، افغانستان کې طالبان د تاوتریخوالي د دوام عاملین دي او باید دغه هېواد کې د ثبات لپاره چټک ګامونه پورته شي.
ښاغلي خلیلزاد پرون ناوخته پر خپلې ټویټر پاڼه ولیکل، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه افغانستان ته یو تاریخي فرصت برابروي او د ده په ټکو په حقیقت کې نړیواله ټولنه له افغان مشرانو غواړي چې خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکړي. Читать дальше...
د بلوچستان حکومت د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه له ۳۰۰۰ زیات تبلیغیان قرنطین کړي دي.
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې، د سولې لپاره د افغانانو خپلمنځي خبرو ته د لار هوارولو لپاره دې تاوتریخوالی کم کړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د شنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې به دې سره په افغانستان کې کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۱۴۶۳ ته ورسېدې.
د نومړې په خبره تر اوسه په ټول افغانستان کې د نېږدې ۸۰۰۰ سمپلونو ازمایښت شوی دی.
هغه زیاته کړه: "هر څومره چې تجمعات کم وي، د ویروس د خپرېدو امکان کم دی، تر اوسه پورې نېږدې ۸۰۰۰ ټېسټونه شوي دي، یعنې ۷۸۴۸ ټېسټه شوي دي چې له دې... Читать дальше...
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، د کرنې وزارت سږ کال له بزګرانو ۱۵۰ زره مټریک ټنه غنم پېري.
د دغه ریاست د پلان او پروګرامونو مسوول سیدرفیع الله قلم نن ازادي راډیو ته وویل، دا لومړی ځل دی چې له کروندګرو په دې اندازه غنم اخيستل کېږي.
نوموړي وویل، د غنمو د اخیستلو پېر دغه لړۍ د بزګرانو د اقتصاد لوړولو په هدف ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه: ”دغه غنم مستقیماً له بزګرانو اخیستل کېږي، چې د بزګرانو په اقتصاد کې مثبت اغیز لري، بزګران هم خوشاله دي، چې د حاصلاتو لپاره دغه ډول مارکېټ ورته پیدا کېږي.“
... Читать дальше...
د کورونا وایرس په اړه د پاکستان سرکاري ویب پاڼه لیکي چې تر اوسه په ټول ملک کې ۱۱ زره ۹۴۰ کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي.
د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، له پاکستان سره د ډنډ پټان سوداګریزې لارې په بندېدو سره د خوراکي توکو او سبزیو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.
د دغې خونې مشر نصیر عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل، دغه لار ٢٥ ورځې وړاندې د پاکستان له لوري د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف وتړل شوه.
هغه زیاتوي: "دې د پکتیا په مارکېټ او مستهلکینو منفي اغېز کړی، تر هغه ځایه چې د یو من کچالو بیه نږدې ۳۳۰ افغانیو ته رسېدلې ده، پخوا زمونږ ډېری توکي د ډنډ پټان له لارې راتلل."
نوموړي وویل، اوس مهال ٢٠ تر٢٥ لارۍ درول شوي او هره ورځ ۵۰۰۰ افغانۍ ورکوي.
Спорт в России и мире
Москва
Like FM – федеральный партнер релиза «Идеальная зависимость»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Хачанов объяснил, почему снялся с турнира ATP 500 в Барселоне
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
"Самое опасное" начнётся в пятницу: Синоптик предупредил об аномальной погоде в России
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о догазификации СНТ
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Очередные кадровые назначения объявлены в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: Западу неинтересны планы Киева по атаке на Крымский мост
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Григорий Лепс
Телефон раздора: что грозит Лепсу за удар по смартфону фанатки
Москва
Роскосмос показал спутниковое фото обрушившегося на Москву шторма
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net