اندونیزیا کې خلکو د انټرنېټ له لارې د واده مراسم لیدلي
په اندونیزیا کې یوه زلمي له یوې پیغلې سره د کرونا ویروس له امله د بندیزونو سربېره واده وکړ، خو داسې واده چې په نړۍ کې ښایي ساری ونه لري.
محمد نورګامان او اوجي لیستاري د کرونا ویروس د خپرېدو لپاره تر خبرداریو مخکې د واده نېټه ټاکلې وه، خو د خبردارۍ تر نیټې مخکې شول.
دوی د جمعې په ورځ د کورنۍ ۸ تنه په پلازمینې جاکارتا کې خپل محفل ته راوغوښتل نورو خپلوانو او دوستانو ته یې بلنه ورکړه چې د انټرنېټ له لارې دا مراسم وګوري.
په اندونیزیا کې په رسمي ډول پر غونډو اجباري بندیز تر اوسه حکومت نه دی لګولی خو وروسته تر دې چې راپور ورکړل شو چې څه باندې درې زره پنځه سوه کسان په کرونا ویروس اخته شوې دي او تر درې سوه د ډېرو ژوند دې اخیستونکي او وژونکي ناروغۍ اخیستی دی.
چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړ چې له لویو غونډو سره دې پام کوي.
د دې دوو اندونیزیایانو نورګامان او پیغلې لیستاري د واده لپاره د اپریل دولسمه نېټه ټاکل شوې وه او تېرکال لا دواړو لوریو پرېکړه کړې ده چې په جاکارتا کې به په یوه صالون کې واده کوي او دې محفل ته به پنځه سوه کسان ورغواړي.
یوې میرمنې چې واده یې د خپل کور د ناستې له کوټې لید، رویټرز اژانس ته ویلي دي چې هغه کمیس چې دې غوښتل په دې محفل کې یې واغوندي هغه یې په خپل کور کې د مراسمو پرمهال په تن کړ.
دې میرمنې زیاته کړه چې خوا یې بده شوه چې په محفل کې یې جسماً حضور نه درلود خو د خدای شکر چې بیا هم دا محفل په خیر تېر شو.