123ru.net
World News in Pashto
Апрель
2020

Новости за 27.04.2020

پکتیا کې د کویډ ۱۹ ناروغانو لپاره ۱۰۰ بستریز روغتون جوړېږي

Mashaalradio.com 

په پکتیا کې د کرونا په ویروس اخته ناروغانو د درملنې لپاره د سل بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې. د پکتیا ولایت یو شمېر اوسېدونکو له څه مودې راهیسې په دې ولایت کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو غوښتنه کوله، چې نن د دوشنبې په ورځ یې د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه. د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې دغه سل بستریز روغتون د جمهوري ریاست د ملي پراختیا څخه د ملاتړ د عملیاتي ادارې لخوا جوړېږي، چې چارې یې په نږدې یوه میاشت کې بشپړې شي. Читать дальше...

کورونا وایرس وبا: نفسیاتي روغتیا څنګه ښه ساتلی شو؟

Mashaalradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، د کورونا وایرس ناروغۍ وبا تر خپرېدو وروسته خلک د وېرې او اندېښنو ښکار شوي. په پاکستان کې د روانپوهان وايي، په نفسیاتي ناروغیو د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی. په اوسنیو حالاتو کې مو د نفسیاتي حالت ښه ساتلو لپاره د کوټې د بولان میډیکل کالج د رواني ناروغیو د څانګې له مشر پوهاند ډاکتر غلام رسول سره ویډیويي مرکه کړې.

فاریاب کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب چارواکي، د دې ولایت په قیصار، خواجه سبز پوش او شیرین تګاب ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې خبر ورکړی. د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن دوشنبه آزادي راډیو ته وویل چې دا نښتې تېره شپه شوي دي. د نوموړي په خبره دا نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې طالبانو د دغو ولسوالیو په مرکزونو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل. ښاغلی یورش زیاتوي چې په دې نښتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي دي. نوموړی وایي، یو امنیتي سرتېری هم په دې ترڅ کې وژل شوی دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۷۰۳ تنو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وایې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې د کرونا ویروس ۱۷۲ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن دوشنبه د اپریل ۲۷ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې سره د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۷۰۳ ته لوړ شو. ښاغلي مایار وویل په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له همدې کرونا ویروس څخه ۷ تنه مړه شوي او ۱۳ نور بیرته روغ شوي دي. هغه زیاته کړه: "له بده مرغه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه تنه په هرات، دوه په بلخ، یو تن په سرپل او یو یو په کونړ او کندهار ولایتونو... Читать дальше...

ولسمشرۍ ماڼۍ: د زرګونو بندیانو د بخښنې فرمان وروستی شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د زرګونو بندیانو د بخښنې فرمان وروستی شو. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې دا فرمان نن د حکومت د مشرتابه پلاوي په غوڼده کې د ثور د اتمې نېټې په مناسبت چې د مجاهدینو د بري سره سمه ده، وروستی شو.  ښاغلي صدیقي لیکلي چې د دغه فرمان نور جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک شي. ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې وړاندي هم د کرونا ویروس د مخنیوي د یوې هڅي په توګه د بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړی وو چې له مخې یې زرګونه بندیان له زندانه خوشې شول.

له هندوستانه - افغانستان ته د لېږدول شویو کسانو شمېر ۳۴۰۰ تنو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ویروس له کبله د محدودیتونو په خاطر په هندوستان کې بند پاتې۲۵۰ نور افغانان هم افغانستان ته لېږدول شوي. په داسې حال کې چې ګڼ شمېر افغانان د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په هندوستان کې بند پاتې دي، په نوې ډلي کې د افغانستان سفارت دې هېواد ته د ۲۵۰ نورو افغانانو د ستنولو خبر ورکوي. له دې سره له هندوستانه- افغانستان ته د ستنو شویو شمېر درې زره څلور سوه شو. په نوې ډیلي کې د افغان سفارت شارزدافېر طاهر قادري له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې افغانستان ته د ستنېدو په برخه کې هغو کسانو ته... Читать дальше...

د غزني اوسېدونکي: ۳ کسه لاریون کونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې په لاریونوالو په برید کې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په لاریونوالو د برید په ترڅ کې ۳کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. دوی وايي، دغه برید له ناڅرګند لوري شوی دی. د دغه ځای یوه اوسېدونکي محمد جمعه همدر ازادي راډیو ته وویل: "دلته ډزې شوې دي، خو ډزې مالومې نه دي چې دا ډزې اردو، پولیسو، د ملي امنیت منسوبینو او که د ولسوال ساتونکو کړې دي، امنیه قومندان، ولسوال، له جنايي جرمونو سره د مبارزې امر او ځینو پولیسو په جومات... Читать дальше...

چاروکي: پکتیا کې ۱۰۰ بستریز روغتون جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د کرونا په ویروس اخته ناروغانو د درملنې لپاره د سل بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې. د پکتیا ولایت یو شمېر اوسېدونکو له څه مودې راهیسې په دې ولایت کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو غوښتنه کوله، چې نن د دوشنبې په ورځ یې د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه. د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې دغه سل بستریز روغتون د جمهوري ریاست د ملي پراختیا څخه د ملاتړ د عملیاتي ادارې لخوا جوړېږي، چې چارې یې په نږدې یوه میاشت کې بشپړې شي. Читать дальше...



کابل ښار کې د یو شمېر کورنیو د قرنطین تجربه

Pa.azadiradio.com 

د یو شمېر نړیوالو رسنیو د راپور په اساس د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د قرنطین له امله په زیات شمېر کورنیو کې تاوتریخوالی رامنځته شوی دی، خو په پلازمېنه کابل کې د دل اقا فهیم کورنۍ بیا له قرنطینه خوند اخلي. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي دغه راپور لېمه هادي وړاندې کوي.

سید ولي بالاخره واده وکړ

Pa.azadiradio.com 

سید ولي ۱۲ کاله تر کوژدن پاتې کېدو وروسته ولور پرې او واده وکړ. د سید ولي او د هغه د مور ژوند، بې‌وزلۍ او ارمانانو په اړه د ازادي راډیو خبریال شریف‌الله شرافت راپور جوړ کړی و چې وروسته ځینو یې مرستې ته ودانګل او ستر ارمان‌یې پوره کړ. د شریف‌الله شرافت راپور چې لېمه هادي یي وړاندې کوي.

د ثور اتمې افغانستان ته څه ډول پايلې لرلې؟

Pa.azadiradio.com 

له دې ډلې محمد اسماعیل چې هغه مهال د افغانستان په لوېدیځ کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر و، وايي د ثور میاشتې په اتمه نېټه د افغان مجاهدینو له لوري پخواني شوروي ځواکونه مات او د هېواد خپلواکي یې بېرته ترلاسه کړه.

ننګرهار کې د داعش ۸ تنه نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کورنیو چارو وزارت په ننګرهار کې د داعش وسله‌والې ډلې سره د همکارۍ په تړاو د اتو تنو د نیول کېدو خبر ورکړ. د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن دوشنبه رسنیو ته په استولي پیغام کې وویل چې دا کسان د ننګرهار ولایت د خېوې ولسوالۍ په اسلام‌پور کلي کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي. ښاغلی ارین وایي په دې عملیاتو کې چې تېره ورځ شوي له یادو کسانو څخه یو شمېر وسلې، مهمات، لپ‌ټاپ کمپیوټر او موبایلونه ترلاسه شوي دي. تر دې وړاندي د افغانستان ملي امنیت ریاست د داعش وسله‌والې... Читать дальше...

'په چهاردره او امام صاحب د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول'

Pa.azadiradio.com 

د کندز چارواکي وایي د کندز په چهاردره او امام صاحب ولسوالیو کې یې د افغان ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي. د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت‌الله اکبري ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه پر پوستو بریدونه وکړل. نوموړي زیاته کړه: "د څو ساعتونو جګړې په نتیجه کې ۱۰ تنه طالبان وژل شوي، ۵یې ټپیان او پاته نور یې له سیمي تښتېدلي دي. یو پولیس سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. ټولې پوستې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په کنټرول کې دي او جګړه نن سهار پای ته ورسېدله."... Читать дальше...

سوریه کې د اسراییل د توغندويي برید مخه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د سوریې هوایي ځواکونو پلازمینې د مشق ته څېرمه د اسراییل د څو مشکوکو توغنديو مخه نیولې ده. دا خبره د سانا دولتي خبري آژانس نن د اپریل ۲۷ کړې ده. د سانا خبري آژانس د راپور له مخې د اسراییل دا برید د لبنان هوایې حریم له لارې شوی او د سوریې دفاعي ځواکونو مخکي تر دې چې اهدافو ته ورسېږي، خنثی کړي دي. د اسرايیل پوځ معمولا د خپلو عملیاتو په اړه تبصره نه کوي خو په وروستیو کلونو کې یې د ایراني ځواکونو، د سوریې د حکومت او د لبنان د حزب الله ډلي پر وړاندې سلګونه هوایې بریدونه کړي دي. اسراییل وایي، ایران... Читать дальше...

یوناما: افغانستان کې تېرو ۳ میاشتو کې له ۵۳۰ زیات ملکیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ سازمان یوناما وایې د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې په دې هېواد کې څه باندي ۵۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۶۰ ملکیان ټپیان شوي دي. د یوناما دفتر نن دوشنبه د یوې خبرپاڼي په خپرولو ویلي چې دغه مرګ‌ژوبله د افغانستان د جګړو پر مهال ملکیانو ته اوښتې ده. د یوناما په خبره په وژل شویو کې ۱۵۰ ماشومان هم شامل دي. د دغه دفتر په اعلامیې کې راغلي چې د حکومت ضد عناصر د دغو تلفاتو د ۵۵ سلنې مسؤلین دي. اعلامیه زیاتوي په دې وسله‌وال طالبان ۳۹ سلنه، د اسلامي دولت ډله یا داعش د ۱۳ سلنې تلفاتو مسؤل دي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт в честь Сергея Рахманинова прошел в Воскресенске





Персональные новости
Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)





'د افغانستان د سولې نازک بهیر مخته روان دی، خو ډېرې پوښتنې بې‌ځوابه پاتي'

Pa.azadiradio.com 

د بندیانو په خوشې کېدو کې له ځنډ سره بېرته د جګړې لیکې تودې شوې او د مقاله لیکونکي په باور، لا هم معلومه نه‌ده چې د طالبانو او امریکا هوکړه به څه ډول او څه وخت د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شي.

د کندهار غنمو حاصلات به ډېر ژر بازار ته وړاندې شي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د غنمو حاصلات به ډېر ژر بازار ته وړاندې شي. د کندهار د کرنې رئیس حفیظ‌الله سیدي نن ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه له کروندګرو تر ۲۰۰ زره ټنه غنم راټول شوي چې راتلونکې اوونۍ به مارکېټ ته وړاندې شي. نوموړي وویل چې په دې سره به په بازار کې د اوړو بیې راټیټې شي. نوموړي وویل، سږ کال د دې ولایت په څه باندې ۶۷ زره هکټاره ځمکه کې اوبیز او للمي غنم کرل شوي چې په وینا یې دا پېر د کندهار بزګرو سره هم د پام وړ مرسته کوي. تر دې وړاندې هم حکومت په مارکېټونو کې د نرخونو د کنټرول لپاره په ډېره اندازه غنم له بزګرانو اخیستي دي. Читать дальше...

د افغانستان ښار جوړونې او ځمکو وزارت ٥٠ د پانګونې کڅوړې اعلانوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په دولتي ځمکو او ملکیتونو باندې د پانګونې لپاره ٥٠ بستې یا د پانګونې کڅوړې اعلان ته سپاري. د دغه وزارت ویاند حشمت ناصري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاره به د یو میلیارد ډالره پانګونې جذب ته لار پرانیزي. نوموړي وویل چې له دې لارې به افغان حکومت ته ۲،۶ میلیارده ډالر عواید راټول شي. په دغو ٥٠ کڅوړو کې د ٧ زونونو په کچه په سوداګریزو مرکزونو، استوګنې او سوداګریزو برخو پانګونې شاملې دي. تر دې وړاندې هم د ښار جوړونې وزارت خصوصي سکټور ته د ګډې پانګونې زمینه... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Cуперфинал Кубка России планируют провести в «Лужниках», сообщил источник


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

П’ять українок отримали суперниць в основі турніру WTA 1000 в Мадриді: результат жеребкування


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

«Тебе не понравится»: Solar AURA выявила масштабную сеть вредоносных сайтов с картинками для кражи Telegram-аккаунтов





Путин в России и мире
Москва

Путин: Нынешний разворот России на восток стал возможен благодаря БАМу


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Губернатор Поморья встретился с президентом Беларуси Александром Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

В МИД РФ рассказали, как США отвлекли внимание от нового транша Киеву


Навальный в России и мире
Москва

Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Баста

Баста отметит свой день рождения концертом в Москве



Москва

"Ъ" цена машино-места в элитных новостройках Москвы выросла до 20 млн рублей

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net