جرمني کې په کرونا ویروس د اخته زرګونو کسانو درملنه شوې
په جرمني کې په کرونا ویروس د اخته کسانو له ډلې د نږدې دوه ویشت نیم زرو درملنه شوې ده.
په جرمني کې په کرونا ویروس د اخته کسانو له ډلې د نږدې دوه ویشت نیم زرو درملنه شوې ده.
د بې پولې خبریالانو ټولنه د کرونا ویروس په وړاندې د افغان خبریالانو؛ په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو ژوند ته په پېښو خطرونو اندېښنه ښيي.
په ننګرهار کې د کرونا ویروس دوهمه مثبته پېښه ثبت شوه. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، نن جمعه په جلال اباد ښار کې یو کس چې نوم یې نه دی ښودل شوی او تازه له امریکا راګرځېدلی، تېره ورځ یې د ننګرهار سیمه ييز روغتون ته مراجعه کړې وه او له تشخیص وروسته معلومه شوه چې په کرونا ویروس اخته دی. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند عادل ظاهر ازادي راډيو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې ناروغ کس د خپلې ځيرکۍ له مخې د ځان ښه مراقبت کړی او له هېڅ چا سره یې تماس نه دی نیولی. دی وایي، دا چې نوموړي له لومړۍ... Читать дальше...
د پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله ټیم د ولسمشر محمد غني له لوري عبدالله ته د سولې د مدیریت او زعامت سپارلو وړاندیز رد کړ.
په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له یو میلیونو پورته شو،خو د ماسک او محافظتي وسیلو کموالی له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې لویه ننګونه ده.
په چين کې د افغانستان سفير، جاويد قايم وايي د کورونا وايرس مخنيوي لپاره د چين له کړو ډېر څه زده کېدلی شي. نوموړي زياته کړې چې خلک دې خامخا په کور پاتې شي، ماسکونه دې وکاروي او لاسونو دې په مسلسل ډول په صابن ومينځي. د جاويد قايم سره بشير ګواښ مرکه کړې.
په پکتیا کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي لپاره نوي بندیزونه ولګول شو. د پکتیا د والي ویاند عبد الله حسرت په یوه ویډیويي پیغام کې چې نن د اپرېل په ۳مه، خپور شوی چې په ګردیز کې د کرونا ویروس د ۲ مثبتو پېښو تر ثبت وروسته پرېکړه وشوه چې د خلکو پر لویو غونډو، په جوماتونوکې په جمع د لمانځه، ودونو او خیراتونو لپاره د خلکو پر راغونډېدو بندیز ولګول شي. حسرت ونه ویل چې دا بندیز به تر کومه دوام کوي. بل پلو په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مسولین وایي، چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه یې... Читать дальше...
په بغلان کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوی لپاره نن، د اپرېل په ۳مه، د پلخمرۍ ښار قرنطین شو. په پلخمرۍ کې به د خلکو پر ورځنیو فعالیتونو بندیز وي. د ازادي راډیو خبریال وایي چې د یو شمېر دولتي دفترونو مامورین به هم رخصت وي. دا بندیز به له سبا (شنبه) عملي کېږي او تر راتلونکو ۲۱ ورځو به پرځای وي . د بغلان سرپرست والي عبدالقدیم نیازي له خلکو غوښتنه کړې چې بندیز مراعت کړي که نه له سخت غبرګون سره به مخامخ شي. په بغلان کې تر نن سهاره د کرونا ویروس دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د چک جمهوریت د عامې روغتیا وزارت نن د اپرېل په ۳مه، وویل چې په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۰۰ ته رسېدلی دی. په چک جمهوریت کې له دې امله د مړو شمېر ۴۶ ته لوړ شوی دی. د دې هېواد حکومت نن وړاندیز وکړ چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوی بندیز ۳۰ ورځې تمدید شي. په چک جمهوريت کې د اپرېل تر ۱۱مې د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګېدلی و خو حکومت غوښتنه کړې چې دا وخت زیات شي. د چک جمهوریت حکومت د اضطراري حالت د تمدید پرېکړه پارلمان ته د تصویب لپاره استولې ده. د چک پارلمان باید د حکومت دا پرېکړه تصویب کړي.
په خوست کې د بدلون په نوم د اوړو دا نوې پرانیستل شوې فابریکه د۱۰میلیونه افغانیو په ابتدايي پانګونه جوړه شوې، چې په اوس وخت کې هره ورځ د ۱۶ ټنه اوړو د تولید ظرفیت لري، چې وروسته به يې ظرفیت د ورځې ۴۰ ټنو ته لوړ شي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور وګورئ.
د دغه ماشوم کورنۍ ادعا کوي چې زوی یې د تعویذګرانو او یا هم د کوډګرانو په مرسته وژل شوی دی.
نړيوال بانک له افغانستان سره له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې ۱۰۰ ميليونه ډالره بېړنۍ مرسته تصویب کړه.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وايي له روسیې او سعودی عربستان سره د تېلو د تولید د کمولو د یوې نوې موافقې منځګړیتوب یې کړی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي بغلان ته یې تخنیکي ډله تللې او د برېښنا د پرې شوي جریان د سمولو هڅې کوي. په کابل او هغو سیموکې چې د ازبکستان وارداتي برق ورځي له پرون ماسخوتن راهیسې برق نشته. د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې په بغلان کې د جګړې له امله د ازبکستان د وارداتي برق مزي پرې شوي یا تخریب شوي وو او له دې امله په کابل کې د برېښنا جریان پرې دی. برښنا شرکت ویلي چې ډېر ژر به یې انجینیران دا ستونزه حل کړی.
په بغلان کې په کرونا ویروس د بل وګړي د اخته کېدو خبر هم تائید شو. دازادي راډیو خبریال نن، د مارچ په دریمه، له بغلانه په راپور کې وویل چې پرون هم هلته یوه مثبته پېښه ثبت شوې وه. په افغانستان کې پرون په کرونا ویروس د ۲۹ نویو مثبتو مواردو راپور ورکړل شوی دی. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون خبریالانو ته وویل چې په ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۳ ته لوړ شوی دی. د عامې روغتیا ورازت په وروستي یوه شواروز کې د کرونا ویروس د تازه پېښو د ثبت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان یو پرېکړه لیک تصویب کړ او د کرونا ویروس پر ضد یې د څو اړخیزې مبارزې غوښتنه وکړه. دا لومړی وار دی چې د ملګرو ملتونو سازمان له کرونا ویروس سره د مبارزې داسې پرېکړه لیک تصویبوي چې په هغه کې پر نړیواله روغتیا او په نړۍ کې پر روان اقتصادي بحران خبرې په کې شوې دي. په پرېکړه لیک کې د سازمان له عمومي منشي انتونیو ګوترشه غوښتنه شوې چې له کرونا ویروس سره د عمومي مبارزې د تنظیم او رهبرۍ مسئولیت واخلي. د پرېکړه لیک متن د سویس، اندونیزیا، سنګاپور، ناروې اوګانا له خوا جوړ شوی و.
د ناټو عمومي منشی ینس سټولټنبرګ پرون یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل مشروط دي او ناټو ګوري چې طالبان څه کوي.
دولتي چارواکي خبر ورکوي چې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې په هوايي بمبار کې ۱۶تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولایت مقام د مطبوعاتو مرستیال سمیر احمد احمدي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه د یادې ولسوالۍ په ملاح نوح بابا، عاشقوالو او ابو کلا سیمه کې د امنتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه رامنځ ته شوې چې سیمه ته هوايي ځواکونه رسیدلي او بمبار یې کړی دی. دی وايي د بمبار له امله ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي. وسله والو طالبانو تر دې محاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
په خوست کې سوداګر او پانګوال له افغان حکومت غواړي، چې دوی ته دې پدې ولایت کې د پانګونې لپاره فرصتونه برابر کړي.
د خلکو څارنې لپاره ټېلېفون ټرېکنګ اېپ په جنوبي کوریا کې ښې نتیجې ورکړي خو په سپېن کې یې ځینې خلک اندیښمن کړي او دا ګني چې د دوی له ویرې او مایوسۍ به حکومت ناوړه ګټه پورته کړي. دا په داسې حال کې ده چې په مېډرډ کې څو اونیو وړاندې د دې باوجود په زرګونو خلک د ښځو مارچ له راوتل، چې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره ورته له یو بله جدا اوسېدو ویل شوي وو. هغه وخت دا خطر ډېر لرې ښکارېده خو اوس سپېن د دې ناروغۍ یو مېدان جوړ شوی دی. په دې هکله تفصیل دې ویډیو کې چې منور شاه برابر کړې ده.
په افغانستان کې پرون په کرونا ویروس د ۲۹ نویو مثبتو مواردو راپور ورکړل شو چې له دې سره په دې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېره ۲۷۳ ته لوړه شوه. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار له آزادۍ سره په خبرو کې وویل، پرون د کرونا ویروس ۱۴ تازه موارد- ۹ په کابل، ۲ په پکتیا، یوه په کندهار، یوه په بغلان او یوه په دایکنډي کې تثبیت شوي. له بلې خوا د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا د آزادۍ راډیو خبریال ته وویل چې په هرات کې په کرونا ویروس د اخته کېدو ۱۵ نور موارد یې تثبیت کړي دي. تمنا وايي چې له دې... Читать дальше...
په پاکستان کې د کورونا وایرس ټولې ۲،۴۲۱ پېښې ثبت شوې دي. پوهنتون وايي، په هغه هېواد کې له ناروغۍ ۳۴ کسان مړه شوي او ۱۲۵ یې رغېدلي دي.
ارګ وايي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره په ټېلېفوني خبرو کې له طالبانو سره د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې وکړې. جمهوري ریاست په یو خبرپاڼه کې وايي چې د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه ولسمشر غني ته له طالبانو سره د خبرو لپاره د ټولو اړخونو په ګډون د یوه پلاوي د ټاکلو مبارکي وویله او د دې خبرو د پرمختګ هیله یې وکړه خو په خبرپاڼه کې په دې اړه د دوی د خبرو نور جزییات نه دي ورکړل شوي. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د ښاغلي غني او جنرال باجوه په خبرو کې د... Читать дальше...
په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تېره شپه له یو میلیون لوړ شو. د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې د اپریل تر دوهمې نېټې پورې د دې ناروغۍ له کبله له ۵۱۴۰۰ زیات کسان مړه شوي دي. د دې پوهنتون څېړونکي باور لري چې په کرونا ویروس د اخته خلکو او د دې ناروغۍ له کبله د مړو اصلي شمېره ښايي تر ډېره لوړه وي ځکه له یوې خوا بېلابېل هېوادونه د احصاییو لپاره بېلابېلې طریقې لري او له بلې خوا هغه کېسونه چې په ناروغ کې خفیف علایم ښکارېږي نه شمېرل کېږي، د دې ناروغۍ د ټسټ امکانات کم دي او په ځینو هېوادونو کې یې خلک پټوي.
د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون پنجشنبې د دې ټلوالې له جګپوړي پوځي افسر څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس پرضد مبارزه کې له دوی سره مرسته وکړي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ویډیو کنفرانس له لارې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې وروسته دا اعلان وکړ. د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د محدودیتونو په لړ کې د ناټو په اویا کلن تاریخ کې د لومړي ځل د دې ټلوالې غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې جوړېږي. سټولټنبرګ وویل د غونډې ګډونوالو د امریکايي قواوو له جنرال ټاډ والټرز څخه چې اوس... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.