په پاکستان کې کورونا د اپرېل تر ۱۴مې پورې سل کسان وژلي دي. حکومت پر خلکو غږ کړی چې د دې وایرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره ضرور ده چې ګڼه جوړه نه شي او د جمعې لمونځ ته دې له پينځوو کسانو ډېر نه ورځي. خو ديني عالمان دا نه مني او وايي جوماتونه به پينځه وخته خلاص وي.
راپور: بشيرګواښ
د اې اېن پي پارلیماني مشر سردار حسین بابک وايي، د اپرېل پر ۱۳مه نېټه یې د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د التوا تحریک راوړ چې حکومت په خلیج کې د ګېر وګړو د واپسۍ بندوبست وکړي.
په خېبر پښتونخوا کې د کورونا وبا له کبله د خلکو کاروبار په ټپه ولاړ دي چې دوی کې نایان هم دي. خو په مردان کې نایان د ځايي خلکو حجرو ته ورځي او د سر وېښته، ږیرې او بریت جوړوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
کابل کې یو ډاکتر په انلاین او وړیا ډول د ماشومانو درملنه کوي.
عزیز الله حامد وايي، هره ورځ د ټېلېفون له لارې د لسګونو ماشومانو درملنه کوي او له دې کار یې هدف له کرونا ویروس د خلکو ژغورل دي.
فرید الله سعادت پرې دغه راپور چمتو کړی:
د طالبانو تر کنټرول لاندې ځینو سیمو کې روغتیايي خدمات کم دي، خو دغې ډلې په خپلو کمو امکاناتو ځانګړي تدابیر نیولي څو له کرونا ویروس سره مبارزه وکړي.
د ازادي راډیو خبریال نسیم شفق په میدان وردګو کې دغو سیمو ته تللی او پرې راپور لري:
د طالبانو تر کنټرول لاندې ځینو سیمو کې روغتیايي خدمات کم دي، خو دغې ډلې په خپلو کمو امکاناتو ځانګړي تدابیر نیولي څو له کورونا وایرس سره مبارزه وکړي. د ازادي راډيو خبریال نسیم شفق په میدان وردګو کې دغو سیمو ته ورغلی او په اړه یې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
په کندهار کې د کرونا ویروس د لابراتوار توکي خلاص شوي او سر له نن څخه یې فعالیت ودرېد.
۴۰ کلن ضيا خان د درو کلونو و چې په ګوزڼ (پوليو) ناروغۍ اخته شو. خو د وخت په تېرېدو سره نوموړي نه يواځې په پوهنتون کې د ماسټرۍ تر کچې زدکړې وکړې بلکې د مدني فعاليت تر چتر لاندې يې هم له بېلا بېلو لارو د ولس خدمت ته ملا تړلې ده. د نوموړي کار او زيار ته په کتو ملګرو ملتونو هغه ته جايزه هم ورکړې ده.
ضيا خان اوس د کوويډ ۱۹ په نوم د نوي کورونا وايرس د مخنيوي لپاره په بلوچستان کې کمپاين کوي. احمد شاه اعظمي له نوموړي سره مرکه کړې و په لومړي سر کې يې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره د هغه د کمپاين لارې چارې ورڅخه پوښتلي دي. Читать дальше...
ډاکتر یوسف اریوبي ۲ ورځې وړاندې په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله ومړ.
د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په طالبانو غږ وکړ چې بریدونه ودروي او له امریکا سره تړون پوره عملي کړي.
سټولټنبرګ دا خبرې نن سه شنبه په هغه ویډیويي کنفرانس کې وکړې چې د ناټو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر یوې غونډې مخکې جوړ شوی و.
هغه زیاته کړه: "د طالبانو بریدونه زیان اړوي نو په طالبانو غږ کوو چې بریدونه ودروي څو د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ هوکړه پوره عملي او تاوتریخوالی کم شي، ځکه دا د سوله ییز حل لارې لپاره یې یواځینۍ لار ده، موږ قویاً د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوو چې بین... Читать дальше...
د اېسوسيټيد پریس خبري اژانس موندنې ښييچې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې په مدرسو کې پر ماشومانو د جنسي زیاتي په لسګونه پېښې راپور شوي دي. اکثره ماشومان له پنځو څخه تر دولسو کلونو پورې عمر لري.
په دې ويډيو کې د ځورېدلو ماشومانو او د هغوی د کورنيوو خبرې اورېدلی شئ.
د امریکا او اروپايي هېوادونو په هغو سیمو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو په اصلي ځالو بدل شوي اقتصادي فعالیتونه په تدریجي ډول پیلېږي.
د هند صدراعظم نرېندر مودي نن د اپرېل په ۱۴مه، په خپل هېواد کې د ګرځبندیز یا قرنطین موده د مې میاشتې تر ۳ مې، تقریباً درې اوونۍ وغځوله.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په زیاتېدو سره د ماسکونو او محافظتي کڅوړو د جوړولو يوه نوې فابریکه هم پرانیستل وشوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزې، افغان کډوالو او د سولې په پروسې خبرې کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه په دې اړه یوه اعلامیه خپرې کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دواړو لوریو په نننیو ټېلېفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې له کرونا ویروس سره د مبارزې او ټولو افغانانو ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو په هدف بشري اوربند ضروري دی.
اتمر او ظریف ویلي چې د اوربند او د سولې پروسې لپاره د یوې اجماع د... Читать дальше...
ډاکټر سمره او ډاکټر ماه نور وایي له دوی سره مور پلار ډېر محنت کړی دې او نن سبا چې روغتون ته ځي نو د مور پلار سره یې ډېر فکر وي خو دوی په موجوده حالاتو کې کار کول هم فخر ګڼي.
مالیې وزارت وايي دغه پیسې یې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ استولي او دا رقم د هغو ۶،۶ میلیارده افغانیو برخه ده چې د عامې روغتیا وزارت ته د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ورکړل شوې دي.
پراګ د اروپا له ښايسته ښارونو څخه يو دی چې په اړه يې نړيوال شهرت لرونکی ليکوال فرانز کافکا وايي، د پراګ ښايست به تاسو له دې ښاره وتلو ته پرې نږدي او داسې يوه نازبينه مور ده چې تاسو په خپلو پنجو کې ګېر ساتي. خو کورونا وايرس په ملينونو خلک ددې ښار د ښایست له کتو څخه مجرومه کړي دي. چيک جمهوریټ د وايرس مخنيوي په لړ کې هېواد تړلی دی او د الوتکو په تګ راتګ يې بندېز لګولی دی چې له کبله يې د پراګ کوڅې او بازارونه شاړ پراته دي. د اپرېل تر ۱۴مې په دې هېواد کې تر ۶۰۰۰ زيات کسان په کورونا وايرس اخته شوي او تر ۱۴۳ پورې يې وژلي دي. Читать дальше...
د پیسو نړیوالې ادارې ویلي چې ۲۵ ډېرو غریبو هېوادونو ته به چې له دې نړیوالې ادارې پورونه اخیستي مرسته وکړي څو هغوي خپلې مالي سرچینې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ولګوي.
دوی وايي، سره له دې چې د افغانستان بندرونه خلاص دي، خو د خوراکي موادو د بیو د لوړېدو مخه نهده نیول شوې.
ټېلي سکول چېنل له ننه هره ورځ د سهار له ۸ بجو خپلې خپرونې پرانستلې چې پکې به له لومړي تر دولسم کلاس ټولګي زده کونکيو ته د هغوی له نصاب سره سم ښوونه ورکول کېږي
پروفېسر ډاکټر فخرالاسلام هر سهار خپلې دواړه لوڼه روغتونو ته وړي چې هغوی هلته د ناروغانو علاج وکړای شي.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروز الدین فېروز وایي په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۹ تازه پېښو په ثبتېدو سره ۷۱۴ ته ورسېد.
هغه نن په دې اړه خبري کنفرانس درلود.
تازه پېښې ۱۸ په کابل، ۱۵ په کندهار، شپږ په بلخ، څلور په هرات، څلور په غزني او دوه په ننګرهار کې ثبت شوي چې ورسره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر ۷۱۴ ته پورته شوی دی.
وزیر فېروز دا ډاډ هم څرګند کړ چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر لګېدلي محدودیت ګټه کړې ده. Читать дальше...
د افغانستان ټرانسپورټ وزارت وايي، په داسې یوې طرحې کار کوي چې له مخې بهیې د ڼرانسپورټي عوایدو فیس د اسکوډای ګمرکاتي سیستم له لارې راټولېږي.
د دغه وزارت مسؤلین وايي چې دا کار د فساد د مخنیوي او د عوایدو د سم راټولېدنې په هدف ترسره کوي.
د ټرانسپورټ وزارت ویاند اشرف حقشناس نن ازادي راډیو ته وویل چې د ټرانسپورت په قانون کې یو لړ تعدیلات راغلي او هڅې روانې دي چې د فساد د مخنیوي په هدف سیستم برښنايي شي.
نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه به په نږدې راتلونکي کې د مالیې وزارت او ټرانسپورت وزارت ترمنځ یوه هوکړه هم لاسلیک شي. Читать дальше...
په تخار ولایت کې د یوې سترې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې.
د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا معیاري او عصري سړه خونه د تخار په مرکز تالقان ښار کې جوړېږي چې په خبرهیې د ۱۵۰۰ ټنه سبزي او مېوې د ساتنې ظرفیت به ولري.
د ښاغلي رستمي په خبره دا خونه د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې د دولت د پراختیايي بودجې څخه ورکول کېږي.
د کرنې وزارت د چارواکو په وینا، سړې خونې د کرنیزو محصولاتو له خوسا کېدو نه مخنیوي کوي او هم په بېلابېلو فصلونو کې هر ډول سبزیو او مېوو ته د خلکو لاسرسی ممکنوي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черного моря до 16 часов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко заявил, что не собирается проводить в Белоруссии мобилизацию
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Михаил Кутушов
Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24
Москва
Baza: мальчик получил сотрясение мозга в результате ДТП с самокатчиками в Москве
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net