د روژې میاشت، قرنطین او د کابل تود بازار
په افغانستان کې د کورونا وایرس له خبرېدو وروسته د اندېښنو په ترڅ کې افغانان روژې ته تیاري نیسي. ځینې کابل ښاریان له ګرځبندیز او بې روزګارۍ شکایت کوي. نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
په افغانستان کې د کورونا وایرس له خبرېدو وروسته د اندېښنو په ترڅ کې افغانان روژې ته تیاري نیسي. ځینې کابل ښاریان له ګرځبندیز او بې روزګارۍ شکایت کوي. نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
د کورونا وایرس له خبرېدو وروسته د اندېښنو په ترڅ کې افغانان روژې ته تیاري نیسي. ځینې کابل ښاریان له ګرځبندیز او بې روزګارۍ شکایت کوي. شریعت د اوسني وضعیت او روژې نیولو په اړه څه حکم لري؟ نور په دې راپور کې ووینئ.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش نن خبرداری ورکړ چې د نړۍ حکومتونه دې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې په نوم ځپونکي اقدامات نهکوي. هغه وویل کرونا د خلکو په مبتلا کولو کې تبعیض نهکوي، خو دولتونه د دې ویروس د اغېزو په خاطر تبعیض قایلېږي. ګوترش ټینګار وکړ چې تر کرونا وروسته د وضعیت د سمولو لپاره پهکار ده چې ټول لاس سره ورکړي او سلګونه میلیارده ډالره ولګوي. د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې ۲ میلیونه او شپږ لکه ۲۹ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې څه باندې... Читать дальше...
نن له افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو له ډلې پنځه زره ټنه هرات ته ورسېدل. د هرات د والي مرستیالې مونسه حسنزاده د غنمو د تسلیمېدو په مراسمو کې وویل: "موږ نن د دوست هېواد هندوستان څخه د مرسته شویو غنمو لومړۍ محموله ترلاسه کړه. جمعاً ۷۵ زره ټنه غنم به رارسېږي او دا دی ننیې لومړنۍ محموله چې ۵ زره ټنه دي د چابهار له لارې هرات ته راورسېدل." هند څه وخت مخکې اعلان وکړ چې افغانستان ته د خپلې ژمنې په اساس ۷۵ زره ټنه غنم د مرستې په توګه لېږي.
د افغانستان د ملي اردو د بېلابېلو جزوتامونو ۱۱۸۰ منسوبین نن د کمانډو عالي تعلیماتو له مرکزه فارغ شول. د ځانګړو عملیاتو، کمانډو قول اردو عمومي قوماندان جنرال فرید احمدي په کابل کې وویل چې دا کمانډو ځواکونه له لنډمهالو، خو سختو روزنیزو دورو فارغ شوي. هغه همدارنګه د کمانډویانو د فراغت په مراسمو کې په وسلهوالو طالبانو انتقاد وکړ چې د سولې لپاره په خپلو ژمنو نهدي ولاړ او جنګ ته دوام ورکوي. جنرال احمدي وویل افغان پوځ په خاصه توګه کمانډو ځواکونه چې د ده په خبره په سیمه کې ساری نهلري په هر حال د افغانستان د دفاع لپاره تیار دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز د روژې میاشتې په مناسبت په یوه پيغام کې په ټولو غږ کړی چې اوربند ته لبیک ووايي او وسلې پر ځمکه کېږدي. په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د اغلې دیبرا لاینز په حواله لیکلي چې په اوسني ناڅرګند حالت سربېره په افغانستان او نړۍ کې کرونا ویروس ننګونې لا پسې زیاتې کړي، نو اړتیا ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په غوښتنه بېړنی اوربند تأمین او ټول له کرونا سره د مبارزې لپاره یو شي. د اغلې لاینز په حواله زیاته شوې چې هیله ده د روژې... Читать дальше...
د چېک جمهوريت مجسمه ساز د شلمې پيړۍ د نومیالي ليکوال فرانڅ کافکا داسې مجسمه جوړه کړې چې هغه د یوې بلې انساني مجسمې پر اوږو ناست دی. خو يروسلاف رانو ته دا نادره خيال له کومه ورغی؟ ځواب یې په ویډیو کې.
د یونان امنیتي ځواکونو یو افغان او یو ایرانی پناه غوښتونکی په ډزو ویشتلي او ټپیان کړي یې دي. د راپورونو په اساس پولیسو وروسته له هغه چهارشنبه ناوخته په دغو پناه غوښتونکو ډزې کړي چې د کرونا ویروس په خاطر لګېدلي مقرراتیې مات کړي و. په دغو پناه غوښتونکو په موریا کمپ کې ډزې شوې وې او بیا وروسته یوه سیمهییز روغتون ته انتقال شوي دي. ویل شوي چې د ټپي شویو پناه غوښتونکو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ نهدی. د یونان د کډوالو په دوو کمپونو کې چې په ټاپوګانو کې دي او هم د یونان د اصلي خاورې دننه په یوه هوټل... Читать дальше...
ازبکستان د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره د یوه ۱۰ زره بستریز روغتون په جوړولو لګیا دی. چارواکو ویلي چې پلازمېنې تاشکند ته نږدې د دې روغتون د لومړۍ برخې چارې بشپړې شوي او تمه ده د مې میاشتې په سر کې یې پرانیزي. د دغه روغتون د انجنیرۍ چارو مسؤل شارخ ستاروف ویلي چې دا کمپلېکس په کور دننه په کرونا ویروس د اخته خلکو د درملنې او هم د هغو کسانو د استوګن کولو لپاره په جوړېدو دی چې له بهر راستنېږي. ستاروف ویلي د کمپلېکس پاتې برخې به د مې په میاشت کې جوړې شي. په ازبکستان کې تر دې دمه ۱۷۱۶ کسان... Читать дальше...
ایان ډولفېن یې هنري نوم دی. د پېښور تر نومیالي اېډورډز کالجه رسېدلې خو د تعلیم پوره کولو خوب یې پوره نه شو. ۲۲ کلنه ایان وايي، د ټولنې بندیزونو دې ته اړ کړه چې له خپلې مور لیرې په پېښور کې ژوند وکړي. د نرښځیانو د ساتنې ادارې وايي، په خیبر پښتونخوا کې د قوانینو پر موجودګۍ سربېره هغوی له ګڼو ستونزو سره مخامخېږي او د تشدد ښکار کېږي. ویډیويي رپورټ.
د اپرېل پر ۲۲مه، په خوست کې یوې نوې خیریه ټولنې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره له ټولبنده اغېزمنو شویو خلکو ته خوراکي مرستې ورکړې دي. د روانو حالاتو له وجې په خوست کې یو شمېر نورې نوې خیریه ټولنې هم جوړې شوې دي چې له خلکو سره د مرستو هڅې کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي افغان پوځیانو نن سهار د قیصار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او ۱۴ نور وسلهوال طالبان وژلي دي. دا خبره د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې وکړه. هغه وویل افغان پوځیانو د قیصار ولسوالۍ د تصفیې لپاره عملیات کړي چې هوايي ځواکونو هم ورسره همکاري درلوده. د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند ښاغلي یورش تأیید کړه چې په نښتو کې یو افغان سرتېری هم وژل شوی او درې تنه نور یې ژوبل دي. که څه هم د فاریاب امنیه قوماندانۍ... Читать дальше...
په پاکستان کې ډاکټرانو پر حکومت او مذهبي مشرانو غږ کړی چې د روژې په میاشت کې دې په جوماتونو کې د لمونځونو کولو پرېکړه بېرته واخلي.
په دې سره د چین هېواد د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره دوهم ځل لپاره د 'کوویډ-۱۹' یا کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف د ۷.۲ ټنه روغتیایي وسایلو مرسته وکړه.
تر نن پنجشنبې پورې په نړۍ کې تر ۲ میلیونه ۶ لکه ۵۰ زره ډېر کسان په دې ویروس اخته شوي او تر یو لکو ۸۰ زره ډېر ورڅخه مړه شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې وايي په دې هېواد کې کار کولو ته لېواله ده.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د کرونا ویروس وبا پر وړاندې پر مبارزې او د سیمې پر امنیتي مسئلو غږېدلی دی. د اپرېل پر ۲۲مه سپینې ماڼۍ او د پاکستان صدراعظم دفتر په جلا جلا بیانونو کې ویلي چې دواړو مشرانو د کرونا ویروس یا 'کووېډ–۱۹' وبا او د دې له وجې پر اقتصادي مسئلو او ننګونو ټیلیفوني خبرې وکړې. سپینه ماڼۍ وايي، ټرمپ او خان پر دې سره موافق شول چې د وبا د اقتصادي اغېز کمولو لپاره به په همغږۍ د ویروس ضد اقداماتو لپاره ګډ کار کوي. سپېنې ماڼۍ همداراز په خپل بیان کې... Читать дальше...
روغتیاپالان دا واکسین لومړی ۲۰۰ رضاکارانو ته ورکوي او تر هغې وروسته به په دویمه مرحله کې به یې هغو کسانو ته ورکوي چې د کورونا وایرس له
یو شمېر هېوادونو د خپل وګړو ایستل پیل کړي، خو ګڼ کسان اوس هم په دغو هېوادونو کې بند پاتې دي.
په اسلامي هېوادونو کې هم له مراکش تر اندونیزیا چارواکو د کرونا د مخنیوي لپاره په ټولنیزو چارو محدودیتونه لګولي.
د اروپايي ټولنې مشران نن د وېډیو کنفرانس له لارې د کرونا ویروس له امله احتمالي اقتصادي ناورین ته د ګډ مالي ځواب په اړه بحث کوي. د اروپایي مشرانو څخه تمه کېږي چې د دې ټولنې د اجرايي مشرتابه اروپايي کمېسیون څخه د کافي بودجې غوښتنه وکړي څو وکولای شي له اغېزمنو برخو سره مرسته وکړي. د اروپايي شورا مشر چارلز میشل ویلي د دې وړاندیز کوي چې کمېسیون دې اړتیاوې وڅېړي څو شته ننګونو ته مناسب ځواب وویل شي. اروپايي هېوادونه د کرونا ویروس له لاسه سخت ځپل شوي دي. اسپانیا، ایټالیا او فرانسه په کرونا ویروس... Читать дальше...
د پکتیا مرکز ګردېز اړوند د زعفرانخېلو د سربند او کانال د بنست ډبره کېښودل شوه. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنیر محمدالدین مومند وايي چې د دغه سربند ټولهییز لګښت درې نیم میلیونه افغانۍ دی چې په جوړېدو سره بهیې شااوخوا ۳۲۷ جریبه ځمکه خړوبه کړي. ښاغلی مومند زیاتوي چې له دې سربند سره د ۱۳۷ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو یو کانال هم جوړېږي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د زعفرانخېلو سربند په پاخه او اساسي ډول نهو جوړ شوی چې د سیمې خلکیې له ستونزو سره مخ و.
له ژوند او فطرت سره د مینې دا مزل اوس هم دوام لري چې اظهار يې د دې وطن په موسیقۍ، ادب او هنر کې کېږي.
د کاسا زر پروژې چارې تېره ورځ د کندز ولایت د سرحدي سیمې له شېرخان بندر پیل شوې. د کندز د والي ویاند عصمت مرادي ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروژه منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي. ښاغلی مرادي زیاتوي چې کاسا زر پروژه له تاجکستان او قرغزستان نه افغانستان او پاکستان ته ۱۳۰۰ مېګا واټه برښنا لېږدوي. د کندز د والي ویاند وايي چې په دغه پروژه ۲۳۴ میلیونه ډالر لګښت راځي او کارونه بهیې په درېیو کلونو کې بشپړ شي. د برښنا یاد لین به د افغانستان د اتو و لایتونو له ۳۵ ولسوالیو څخه چې له منځهیې کندز،... Читать дальше...
د اپرېل پر ۲۱مه په خوست کې د والي پر کاروان بمي برید وشو چې محمد حلیم فدايي ورڅخه روغ ووت خو پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان ژوبل شول. همداراز، په وروستیو کې په ولایت کې نورې امنیتي پېښې هم شوې دي. ورسره، د خوست چارواکي د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي په موخه هم بېلا بېل اقدامات کوي. مشال راډیو پر امنیت او د کورونا وایرس ناروغۍ پر وړاندې د ګامونو په اړه د خوست له والي سره ویډیويي مرکه کړې.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.