نړۍ د کورونا وبا ترڅنګ د مالوماتو وبا په مخه اخیستې ده: روغتیا نړیواله اداره
د روغتیا نړیوالې ادارې د ټولنیزو رسنیو پر کمپنیو غږ کړی چې د وایرس په اړه د جعلي او بې لارې کوونکیو مالوماتو مخه ونیسي.
د روغتیا نړیوالې ادارې د ټولنیزو رسنیو پر کمپنیو غږ کړی چې د وایرس په اړه د جعلي او بې لارې کوونکیو مالوماتو مخه ونیسي.
د خيبر پښتونخوا سرکار په امر په سوات کي هم په جوماتونو کې پر لمانځه بنديز لګېدلی دی. د جوماتونو ملا امامان او ولس وايي د سرکار امر ته یې غاړه ایښې ده او همدا فیصله د ټول ولس په ګټه ده. د مشال راډيو خبريال نياز احمد خان ويډيو راپور
په پاکستان کې د کورونا وايرس خپرېدو مخنیوي لپاره د حکومت له خوا پر ولسي او کلتوري غونډو بنديز د عامو خلکو ترڅنګ د سيمې د هنرمندانو ژوند او کار هم اغېزمن کړی دی.
د ملګرو ملتونو مشر، انتونیو ګوتيریش د مارچ په يودېرشمه ويلي که دا پلان عملي شي نو هيله لري چې د کورونا وایرس ته به شکست ورکړي.
ازاډي راډیو داسې یو نوملړ ترلاسه کړی چې د ولسمشر غني په ګډون د مصالحې عالي شورا د ۶۳ غړو نومونه پهکې شامل دي.
د کورونا وايرس علاج لا هم موندل شوی نه دی او ساينسپوهان يې د واکسین په جوړولو بوخت دي. خو ډاکټران وايي چې تراوسه پورې ليدل شوي چې يو څوک پیاوړي قوت مدافعت ولري د هغه وجود د وايرس په ښه توګه مقابله کولای شي. دا چې قوت مدافعت څه دی او څنګه پیاوړی کېدای شي.؟ په دې اړه عبدالحي کاکړ په نوښار کې د قاضي حسين احمد ميډيکل کمپلېکس د ماشومانو دناروغيو د څانګې مشر ډاکټر خالد خان سره مرکه کړې ده.
د مشال په نوم اوونیزې خپرونې ته د نړۍ له ګوټ ګوټ نه اوریدونکو خپل پیغامونه استولي دي.
د بلوچستان پښین ضلعې سول روغتون طبي عمله وايي چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره وسايل نه دې ورکړل شوي. بلخوا د پښین ځايي ولس هم غوښتنه کوي چې د ۱۰ لکه نفوس لرونکې دې ضلعې ته دې حکومت ځانګړې پاملرنه وکړي. نور حال د صمد شبنم په وېډیویي راپور کې وګورئ
د سرکاري او غېر سرکاري انټرنیټ ورکولو ادارو نه غوښتنه شوې چې خپلو کارکونکیو ته په موجوده بیړنیو حالاتو کې د ځانونو د خوندي ساتلو لپاره ټول ضروري او اړوند شیان ورکړي.
په پاکستان کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي په موخه حکومت په بازارونو کې د خلکو پر ګڼې ګوڼې بندیز لګولی خو پر دې سربېره هم د بنو د مېوو او سبزیو منډۍ ته خلک ورځي. له دوی سره مو خبرې کړې دي او ورڅخه مو پوښتلي چې ولې پر حکومتي احکاماتو عمل نه کوي. ویډیو وګورئ.
سټولتنبرګ نن په بروکسل کې خبري غونډې ته وویل چې طالبان باید په افغانستان کې اورکم ته له خپلې کړې ژمنې سره سم غاړه کېږدي.
په پاکستان کې افغان کډوال وايي د دوی په کمپونو کې نه د کورنا وایرس د مخنیوي لپاره دوا پاشل شوي او نه هم د دوی سره کومه مرسته شوې ده. د دوی په وېنا د کورونا وایرس له کبله د سخت ناورين سره مخ دي.
افغان ولسمشر تېره اوونۍ په هېواد کې د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر د ۱۰ زرو بنديانو د خوشي کولو فرمان جاري کړی وو. په دې تړاو د مارچ پر ۳۰ مه نېټه د هرات له زندان څخه ګڼ شمېر بنديان خوشي شول.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني احمد ضیا سراج نن د اپرېل په لومړۍ نېټه د ملي امنیت عمومي ریاست نوماند غوره کړ. د ارګ خبرپاڼه وايي چې سراج په وروستیو ۱۸ کلونو کې د ملي امنیت ریاست په بېلابېلو ادارو کې کار کړی دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې ضیا سراج په وروستیو کې د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرستي کوله.
د بلغاریا پارلمان ټول غړي د دې لپاره چې معلومه کړي چې د کرونا ویروس لري که نه، معاینه کېږي. دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې د پارلمان یو غړی په کرونا ویروس اخته وپېژندل شو. د بلغاریا چارواکو ویلي چې د پارلمان ناروغ غړی روغتون ته لېږدول شوی دی. د دې هېواد د پارلمان د ۲۴۰ نورو غړو معاینه به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې کېږي. د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون ویلي چې په بلغاریا کې ۱۴۲ کسان په کرونا ویروس اخته دي.
په عامه توګه د فصلونو د کر لپاره تخم او يا هم بوزغلی (نالونه) کارول کېږي خو د ګنيو کر له نورو بېل دی ځکه دلته د ګني ټوټې په ځمکه کې اېښودل کېږي. په دې اړه نور تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې وګورئ چې منورشاه چمتو کړی دی.
د ناټو عموي منشي ینس سټولټنبرګ نن د اپرېل په لومړۍ، په افغانستان کې له ټولو سیاسي اړخونو او وسلهوالو طالبانو غوښتنه وکړه چې بینالافغاني خبرې پیل کړي. سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې تر پېل مخکې خبریالانو ته وویل: "اوسنی وضعیت ډېر پېچلی دی، اوس د دې وخت دی چې طالبان او ټول سیاسي اړخونه خپل رول ولوبوي. ټول باید کار وکړي یوازې د هغوی د تعهد او ډاډ په مټ بینالافغاني خبرې پیل کېدلائ شي." د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د وېډیو له لارې خبرې کوي. سټولټنبرګ همداراز... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي له دغه پلاوي سره د تېرې ورځې په لیدنه او خبرو کې د بندیانو د تبادلې په اړه بحثونه شوي دي.
د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې حکومتونو پر ولس غږ کړی چې پر کورونو کښېني او له کورونا وايرسه ځان او نور خوندې کړي. بلخوا ګڼ کسان د ډاکټرانو لخوا په خپلو کورونو کې قرنطين شوي دي. په داسې غېرعادي حالاتو کې ځېنې کسان له اندېښنو، خفګان او روحي فشار سره مخامخېږي. احمد شاه اعظمي په کوټه کې د نفسيات او روحي ناروغيو له متخصص پروفېسر ډاکټر غلام رسول سره په همدې اړه خبرې کړي او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې د قرنطين يا پر کور د ناستې پر مهال انسان څه احساسوي او هغه ته څه کول په کار وي؟
په امریکا کې په کورونا وایرس د مړو شویو کسانو شمېر نن په داسې حال کې تر څلور زرو واوښتل چې د دغه هېواد اتباعو ته وویل شول چې لا سختې ورځې په مخکې دي او ښايي یو لک امریکایان په دې وایرس ومري.
د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې اته ملکي وګړي وژل شوي او دوه ټپیان دي. د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند په یوه خبرپاڼه کې نن وویل چې د دې کسانو موټر په ماین الوتی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې د چاودنې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. کومې ډلې لا د دې پېښې مسؤلیت نهدی اخیستی.
راډیو ازادي په تاجکستان کې خپل مهم رول لري. تاجکستان له چین او افغانستان سره پوله لري او په منځنۍ اسیا کې یو بې وزله هېواد ګڼل کېږي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امربالمعروف وزیر مولوي قلم الدین دا هم وایي چې افغان حکومت باید په کابل کې مېشت پخوانیو طالب چارواکو نه د دوی او طالبانو تر منځ د منځګړیتوب لپاره ګټه واخلي.
د امریکا د عامې روغتیا چارواکو وړاندوینه کړې چې په امریکا کې به په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر دوه لکه او ۴۰ زرو ته ورسېږي
د جانز هاپکنز پوهنتون له شمېرو سره سم، تر اوسه پورې په امریکا کې په دې ناروغۍ ۴ زره ۷۶ تنه مړه شوي او نږدې یو لک او ۹۰ زره پرې اخته شوي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.