په ایران کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله ۱۱۷ کسان مړه شول چې له دې سره د ټولو مړو کسانو شمېر ۴۵۰۰ ته نژدې شو.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن یکشنبې وویل په یوه ورځ کې د کرونا ویروس ۱۶۵۷ نوي موارد ثبت شوي چې له دې سره د مثبتو مواردو ټول شمېر ۷۱۶۸۶ ته ورسېد.
روسیې هم د ۲۲۰۰ نویو مثبتو پېښو خبر ورکړی.
د دې وبا له خپرېدو وروسته په روسیه کې په یوه ورځ په دې ویروس د اخته کېدو تر ټولو لوړه شمېره ده.
په روسیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ټوله شمېره تر... Читать дальше...
د خیبر انتظامیې د کورونا وایرس ناروغۍ پر وړاندې له مبارزه کوونکو روغتیاپالانو سره د یووالي په موخه د سیمې تاریخي "باب خیبر" په سپین رخت پوښلی دی. په عین وخت کې د روغتیا ادارې یو چارواکی وايي، په سیمه کې یې د ناروغانو لپاره د قرنطین انتظامات کړي دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په نړۍ کې د کورونا وایرس وبا له وجې پر روغتونونو او روغتیاپالانو بار (بوج) زیات شوی دی. په پاکستان کې هم زرګونه کسان ناروغه دي چې پکې یې ځینې په روغتونونو کې بستر دي. د پاکستان په روغتونونو کې د کورونا وایرس د ناروغۍ یعنې کووېډ - ۱۹ د څانګې ډاکتران له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟ ځواب یې په ویډيويي مرکه کې.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس د کرونا ویروس په وړاندې مبارزې او د اقتصادي عواقبو د جبران لپاره یې د نړیوال پیوستون غوښتنه کړې ده.
ډاکټران یې وايي، د کورونا وایرس په اړه لا هم بشپړ معلومات نه لري نو دا نشي ویلی چې ګینې دا وایرس نور خطر نه لري.
د ننګرهار د کرونا د تشخیص په لابراتوار کې ۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن یکشنبه ازادي راډيو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې دغه ۴تنه چې په کرونا ویروس اخته دي، درې تنه یې د کابل د سروبي ولسوالۍ مربوط دي چې دغه لابراتوار ته د تشخیص لپاره راغلي وو او یو بل کس چې په اصل کې د لغمان دی، په ننګرهار کې اوسي.
ښاغلی خوګیاڼی وایي چې دغه پېښې تېره شپه تر طبي څېړنو وروسته معلومې او ثبت شوې.
د ننګرهار د چارواکو په خبره، تر دې وړاندې په ننګرهار کې ۴نورې مثبتې پېښې هم ثبت... Читать дальше...
د افغانستان ملي امنیت شورا په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دا اقدامیې د سولې او کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي په خاطر کړي دي.
دیني عالمانو کابل کې د کرونا ویروس مخنیوي په موخه کمپاین پیل کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت په ملتیا د منبر او ډاکتر غږ تر نوم لاندې دغه کمپاین د عامه پوهاوي لپاره ترسره کېږي.
د ازادۍ راډیو خبریال فرید الله سعات پرې راپور لري:
ملګري ملتونه وايي د کورونا وايرس د خورېدو مخنيوي لپاره خلک په کورونو ناست دي چې له وجې یې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی نیزدي ۳۰ فېصده زیات شوی دی.
افغان حکومت وايي، د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ۱۳۹۹ لمریز کال بودیجې ته بیا کتنه کېږي.
د کرونا ویروس له ډېرېدو سره هممهاله د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې قرنطین هم سختېږي.
د قرنطین دغه موده په مختلفو ښارونو کې د خلکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
په دغه راپور کې د غور او جوزجان وضعیت ته کتنه شوې ده:
ایډیټ: هیلۍ اسد
په خوست کې فعالانو له هغو بېوزله کسانو سره د مرستو لپاره کیمپېن پیل کړی چې د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه له ټولبنده اغېزمن شوي او بې کاره شوي دي. دا فعالان پر ټولنیزو شبکو او رسنیو کیمپېن کوي. په دې لړ کې د اپرېل پر ۱۱مه په ولسي جرګه کې د خوست استازي ډاکتر موسا خاورین هم له ۱۵۰ کسانو سره مرسته کړې. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر د ساتنې د ځانګړې ګارډ یا پيپيایس د دوو تنه د وژل کېدو قضیې په جدي ډول څېړل کېږي.
د دې وزارت ویاندې مروې امینې د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په پغمان کې د ولسمشر د ځانګړي ساتونکي قیام مقصودي د ترور په تور د ملي امنیت لهخوا ۷ تنه نیول شوي دي.
اغلې امیني زیاته کړه، د پيپيایس د بل غړي سید عطاالله د وژنې په تور هم څېړنې پیل شوي دي.
پر سید عطاالله پرون د کابل په تایمني سیمه کې حمله وشوه چې په نتیجه کې یې نوموړی ووژل شو او دوه ملګري یې ټپیان شول. Читать дальше...
د عامې روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نن ۶۰۷ ته لوړ شو.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن په یو بیان کې ویلي چې د ۵۲ نویو مثبتو پېښو له تایید وروسته د مثبتو مواردو شمېر ۶۰۷ ته لوړ شو.
د ښاغلي مایار په وینا په تېرو ۲۴ساعتونو کې په کابل کې ۲۸، په کندهار کې ۸، په هرات کې ۷، په بلخ کې ۴، په بامیان کې ۲ او په ننګرهار، هلمند او پکتیا کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوه.
ښاغلي مایار وویل چې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړیو شمېره ۱۸ ته او د روغو شویو کسانو ۳۷ ته رسېدلې ده.
طالبان وايي چې نن به له خپلو زندانونو څخه ۲۰ تنه بندیان خوشې کړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې د افغان حکومت اړوند دا ۲۰ تنه بندیان به له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته په کندهار کې د سره صلیب ادارې ته وسپارل شي.
نن له دې مخکې د افغانستان حکومت سل نور طالب بندیان له بنده خوشې کړل.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وايي، دا بندیان د ولسمشر د فرمان پر اساس د هغو روغتیايي وضعیت، عمر او د قید پاتې مودې ته په کتو د سولې د هڅو د یوې... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت ادارې نن د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې له مشر اسلم فاروقي سره یوځای د دې ډلې د دوو نورو مهمو غړو د نیولو خبر هم ورکړ.
دا اداره په یوه بیان کې چې نن سهار خپره شوه وايي چې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې بنګلدېشی محمد تنویر او پاکستانی علي محمد هم له فاروقي سره یوځای نیول شوي دي.
بیان زیاتوي تنویر چې د عمران، احمد او نصیر په مستعارو نومونو مشهور و، د داعش ډلې د ټکنالوژۍ او مخابراتو د برخې مسوول او علي محمد د دې ډلې د اکمالاتو، انتقالاتو او لوژستیک د چارو مشر و.
ملي... Читать дальше...
د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت له زندان څخه د طالبانو د ډله ییزې تېښتې هڅه یې ناکامه کړې ده.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن سهار په یوه خبرپاڼه کې وویل، تېره شپه ناوخته طالب بندیانو د پکتیا له مرکزي زندان څخه د ډله ییزې تېښتې هڅه وکړه چې په نتیجه کې یې د بندیانو او پولیسو ترمنځ نښته وشوه.
ښاغلی حسرت وايي چې په نښته کې دوه تنه پولیس وژل شوي دي او همداراز څلور پولیس او دوه بندیان هم ټپیان شوي دي.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان په خپل هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو اوسني حالت ته په پام سره د ګرځبندیز موده تر راتلونکې خبرتیا پورې اوږده کړه.
دا پرېکړه د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس نن یوه ورځ مخکې له دې چې په دې هیواد کې ګرځبندیز پای ته ورسېږي اعلان کړه.
سعودي عربستان د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په مارچ میاشت کې ګرځبندیز اعلان کړی و.
تېره اوونۍ سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض او څو نورو لویو ښارونو کې ۲۴ ساعته ګرځبندیز ولګاوه.
سعودي چارواکو د عمرې مراسم لغو کړي دي او ویلي... Читать дальше...
په متحدایالاتو کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر تر ایټالیا هم لوړ شو.
تراوسه په امریکا کې له ۲۰ زره زیات کسان په کرونا ویروس مړه شوي او تر نیم ملیون زیات پرې اخته شوي دي.
د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرنو له مخې تر پرون ناوخته پورې په متحدایالاتو کې ۲۰ زره ۲۸۳ تنه په کرونا ویروس مړه شوي او له ۵ لکه ۲۲ زره د زیاتو کسانو ناروغي تائید شوې ده.
په کرونا ویروس تر ټولو زیات کسان په نیویارک ښار کې اخته شوي چې تر یو لک او اتیا زره اوړي.
د امریکا په دې ستر ښار کې ۶ زره ۳۶۷ تنه مړه شوي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي، د کرونا ویروس خپرېدل ښايي د اروپايي ټولنې د هغې غونډې د اجنډا مهمه برخه وي چې په ترڅ کې به یې دا هېواد د اروپايي شورا مشري په غاړه واخلي.
هایکو ماس په یوه مقاله کې چې سبا د اپریل په ۱۳مه په جرمنۍ ورځپاڼه ډای ویلټ کې خپرېږي لیکلي، دوی ته به د کرونا ریاست را له غاړې وي څو په پای کې یې پر دې ویروس بریالي شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر همداراز د دې ویروس د مخنیوي په چاره کې د متحدایالاتو پر اجراآتو انتقاد وکړ او د چین حکومت یې په دې برخه کې په استبدادي اقداماتو تورن کړ. Читать дальше...
د افغانستان ملي امنیت شورا په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دا اقدامیې د سولې او کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي په خاطر کړي دي.
په چین کې موجود د افغانستان او پاکستان پښتانه محصلین د قرنطین ترخې شېبې یادوي او خپلو وطنوالو ته له کورونا وایرسه د ځان ژغورلو سپارښتنې کوي.
په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي، د کورونا وايرس له وجې د هیواد بينکونه او پرمختيايي پروژې تر ټولو زيات متاثره شوي دي او حکومت به د راتلونکې مالي کال لپاره د بجټ په جوړولو کې له سختو مشکلاتو سره مخامخ وي. ګل ایاز په دې اړه له اقتصاد پوهانو سره غږېدلی او دا بحث یې ترتیب کړی دی.
زموږ همکار ګل اياز له اقتصاد چارو پوهانو سره همدغه موضوع څيړلې ده.
د عیسویانو د ایسټر یا پاک اختر د یکشنبې مراسم داسې مهال ترسره کېږي چې په ټوله نړۍ کې میلیاردونه انسانان د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې د ګرځبندیز په حال کې دي.
هند افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم صادروي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې هېواد ته د دغو غنم د لېږد بهیر پیل شوی.
ښاغلی رستمي زیاتوي چې چابهار بندر ته له رسېدو وروسته، افغان حکومت چمتووالی نیسي څو دغه ۵۰ زره ټنه غنم افغانستان ته را انتقال کړي.
د نوموړي په خبره، دا ۵۰ زره ټنه غنم د هغو ۷۵ زره ټنو غنمو برخه ده چې تېر کالیې هند له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې وه.
تېر کال هم هند له افغانستان سره د ۱۱۰ زره ټنه غنمو مرسته کړې وه چې په څو پړاونو کې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته انتقال شول. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Сотрудники Росгвардии приняли участие в чемпионате Центрального округа по боксу.
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Шнайдер проиграла Бадосе на старте турнира WTA в Штутгарте
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Дружба» подвело итоги деятельности в сфере экологической безопасности
Путин в России и мире
Москва
Кремль: в Москве 22 апреля состоится встреча Путина с Алиевым
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Концерт
Концерт в честь Дня труда прошел в Красногорске
Москва
В Москве иностранец схватил ребенка за горло и пытался сбросить с третьего этажа
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net